لیکنه: محمدابراهیم (سپېڅلی)
زما نوم طلوع افغان او له نن څخه ۹۴ کاله ترمخه (۱۳۰۰هجري لمریزکال د تلي میاشتي پر پنځلسمه نېټه) په کندهارکي زېږېدلی یم.
ما هغه وخت په مطبوعاتي ډګر کي سترګي رڼي کړې، چي زموږ او ستاسي دا ځیني ګاونډي هیوادونه د نړۍ په نقشه کي موجود لا نه وو او نه يې هم چا دجوړېدو تصور کاوه.
تاسي اوس ترما دکشرانو هیوادونو چاپي، ږغیزاو تصویري مطبوعات وګورئ، څومره مجهز، پرمختللي او د پام وړ دي، خو زه د هغو لومړنیو کلونو په پرتله خوار او زار یم.
د لومړنیو کلنو خبره مي ځکه یاده کړه، چي تر څلوېښت کلنۍ او ان تر هغه راورسته مي د پرمختګ لپاره پوره مدیریت په خدمت کي ؤ.
په هغو وختونو کي د هیواد د وتلیو استادانو، پوهانواو دیني عالمانو علمي او مسلکي مقالې لاتراوسه زما به کلیکسیونونو کي داسي خوندي دي، لکه خورده.
زه یوازي په لوی کندهار کي نه، بلکي د ټول هیواد او له هیواد څخه د باندي داسي معتبر اخبار وم، چي لا تراوسه زما په غېږ کي خپري سوي مقالې د ماخذونو په ډول کارول کیږي.
زما مؤسس او لومړی مسؤل مدیر مولوی صالح کندهاری ؤ.
مولوي صالح محمد کندهاری د معارف په کورکي د هیواد په کچه پېژندل سوی مخکښ ؤ، له ده وروسته بابا عبدالعزیز کندهاري زما پاللو ته اوږه ورکړه او په خورا مېړانه يې زما دروند مسؤلیت اداء کړ.
په ۱۳۰۹ کال کي بابا عبدالعزیز په ملي شورا کي د کندهار د خلکو استازی غوره سو، نو زما پاللو او روزولو ته زما ځوان مرستیال عبدالحي، چي وروسته په لوی استاد علامه عبدالحي (حبیبي) مشهور سو ملا وتړله.
تر یوکال وروسته (۱۳۱۰هجري لمریز) کال همدغه روڼ اندی ځوان عبدالحی حبیبي په رسمي ډول زما مسؤلیت په لوی زړه او ورین تندي قبول کړ.
یوکال، چي نور تېر سو، نو د همدغه لوی عالم په کوښښونو ماته د هیواد په کچه د لومړني پښتو اخبار ویاړ راپه برخه سو، لوستونکي مي ډېر سول ځکه د خلکو په ژبه سوم.
زما لوستونکي به زما هري ګڼي ته انتظار وو، چي ژر مي ولولي او پرخبرونو سره بیره له بیلا بیلو ګټورو علمي، تاریخي، ادبي، سپورټي، ساینسي او له ټولنیزو موضوعاتو او حالاتو خبر سي.
په هیواد کي پرله پسې انقلابونو او سیاسي بدلونونو زه هم د ملي احساس لرونکو افغانانو په ډول کراري ته نه یم پرې ایښی او ډیري لوړی ژوري يې راباندی ولیدلې.
یومهال به د جریدې، اونیزي او بل وخت به بیا د ورځپاڼي په نامه هرسهار د خپلو لوستونکو په خدمت کي حاضرېدمه.
داخبره هرچاته معلومه ده، چي ما د مطبوعاتو په ډګر کي د اوسنیو ځینو رسنیو په ډول خدای مه کړه یوازي خپل وخت بېځایه نه دی تېر کړی، بلکي د خپلو مینه والو په استعداد غوړولو، هڅوونه او دعلمي کچي په لوړولو کي مي یو ګړی هم خپلو امکاناتو ته په کتو ځان نه دی سپمولی.
په دې وروستیو کي مي ژوند خورا تریخ سوی دی او که ووایم، چي ګرسره خپل ځان له مخکنیو کلنو سره هیڅ د مقایسې وړ نه ګڼم ، ماته د چارواکو توجه او د قلمي همکارانو پاملرنه په نشت حساب ده.
زما هغه لیکني، خبرونه او شعرونه، چي یومهال به د ماخذونو په ډول لاس پر لاس ګرځېدل، خو اوس دومره تکراري، کلیشه یي او سولیدلي دي، چي په یوځل لوستلو هم نه ارزي.
اوس زما په غېږ کي داسي خبرونه زما لوستونکو ته وړاندي کیږي، چي هرخبر څو واري په راډیو ټلویزیون او ویبپاڼو کي اورېدل سوی او لوستل سوي وي.
ډېر افسوس دی! اوس یوازي هغه نمایشي حالت هم راباندي درېدلی او له تیري یوې نیمی میاشتي راهیسي مي د تخنیکي او اقتصادي ستونزو په پلمه پر خوله د سقوط مهر لګول سوی اوله چاپه لوېدلی یم، خو څوک مي پرحال زړه نه سوځي.
په نوره نړۍ کي، چي پریو خپرنیز ارګان څومره وخت تیریږي، په هغه اندازه يې د نوم، باور او پرمختګ منارې يې اسمان ته لوړیږي، خو زموږ په هیواد کي داخبره سرچپه ده.
زما سل کلنۍ ته یوازي د ګوتو په حساب یوڅو کلنو پاته دي، خو له بده مرغه زه ورځ تربلي د هرچا له پامه لویږم.
زړه مي ډېر ډک دی، خو خپلي خبري د سید جمال الدین افغان په دې مقوله پای ته رسوم، چي: ( ويښ ملتونه پرمختللي مطبوعات لري او پرمختللي مطبوعات خپل ملتونه د غفلت له درانه خوبه راویښوي. )