ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم تر ټولو کشره مېرمن وه ، دا هغه ښځه وه چې تر نورو ښځو یې زیات حدیثونه روایت کړي دي . ټول احادیث یې په بشپړ امانت او کره توګه روایت کړي دي . روایتونه یې کومه ستونزه نه لري او د غښتلي سند څخه برخمن دي . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره ډېره زیاته مینه کوله ، او په ډېره درنه سترګه به یې ورته کتل … لکه څنګه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته ددې ښځې پلار په ټولو صحابه کرامو کې ګران او نږدې وو ، همداسې يې ورته لور په ټولو مېرمنو کې ګرانه وه . دا رښتونې ښځه وه او د رښتونې انسان لور و
ه ..
دا مېرمن ( ام المؤمنین عائشة بنت ابی بکر الصدیق رضی الله عنها ) نومیږي .
( عائشة بنت ابی بکر بن ابی قحافة ) په مکه مکرمه کې د اسلام له راتګ څخه پنځه کاله وروسته وزیږېده . نوموړې له خپلې خور اسماء رضی الله عنها سره یوځای په کم عمرۍ کې مسلمانان شول .. ددوی د مسلمانیدو پر مهال د مسلمانانو شمېر ډېر کم وو ، دا مهال یې پلار ابوبکر الصدیق رضی الله عنه هم مسلمان شوی وو چې په نارینه وو کې لومړی مسلمان ګڼل کيږي . دا په داسې حال کې چې د عائشې رضی الله عنها مور ( ام رومان بنت عامر الکنانیة ) هم له سترو صحابیاتو څخه وه . په دې ترتیب ویلی شو چې ، عائشه رضی الله عنه دداسې کورنۍ څخه وه چې داسلام په لومړیو کې يې اسلام راوړی وو ، او درسول الله صلی الله علیه وسلم رسالت یې ژر منلی وو . .. د عائشې رضی الله عنها همدا ویاړ هم بس دی چې ، نوموړې د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه لور وه ، او لا اووه کلنۍ نه وه چې
، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ځان لپاره پرې مرکه وکړه . .. خولة بنت حکیم رضی الله عنها د ابوبکرالصدیق رضی الله عنه کور ته راغله ، او ورته یې وویل :
(( ای ابوبکره ! الله تعالی تاته خیر او برکت درکړی دی ! .. رسول الله صلی الله علیه وسلم رالیږلې یم او عائشه ورته غواړم ..))
ابوبکر ورته وویل :
(( آیا دا به ورته مناسبه وي ؟ دا خو یې ورېره ده ..))
خولة رضی الله عنها رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راستنه شوه ، او دا کیسه یې ورته وکړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :
(( لاړه شه او ورته ووایه چې ، ته مې په اسلام کې ورور یې ، او زه دې هم ورور یم .. .. او ستا لور ماته مناسبه ده … ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې کار سره خپل امت ته دا هم ثابته کړه چې ، د حقیقي نسب ورورولۍ ته د معنوي او رمزي ورورولۍ درجه ورکول په اسلام کې جواز نه لري .. ځکه دا د ځویولۍ یوه بڼه ده چې اسلام ترې منعه فرمایلې ده .
ابو بکر الصدیق رضی الله عنه هم ددې کار په حکمت ډېر ژر پوه شو ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتنې ته یې غاړه کېښوده … پر عائشې رضی الله عنها یوه بله مرکه هم شوې وه ، هغې مرکې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرکې مخه نیولې وه . ابوبکر رضی الله عنه وغوښتل چې دا پیچلتیا له منځه یوسي … .. کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په عائشې رضی الله عنها مرکه وکړه ، له ده وړاندې نوموړې د ( جبیر بن مطعم بن عدي ) لپاره غوښتل شوې وه . دده پلار او مور دواړه مشرکان وو . او دا چې ابوبکر نه غوښتل چې وعده خلاف کړي ، د تیرې مرکې پوښتنه یې وکړه ترڅو ځان ډاډمن کړي … د جبیر مور ورته وویل :
(( ای ابن ابی قحافة ، هسې نه چې موږ خپل ځوی ته ستا لور وکړو ، زموږ ځوی له دینه ونه ګرځوې او خپل دین ته یې اونه ړوې …؟ په دې خبره کې ورسره دهغې خاوند هم موافق وو ..
ابوبکر رضی الله عنه په دې خبره د ډېرې آرامتیا احساس وکړ ، او د وعده خلافۍ له عهدې ووت … .
رسول الله صلی الله علیه وسلم د عائشې رضی الله عنها ته بیا هم دومره لېوال نه وو … خو خوب یې ولیده ..
په ( صحیحین ) کې د عائشې رضی الله عنها څخه روایت کیږي ، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
(( دوه ځله راته په خوب کې راغلې … په سپین ورېښمین استوګنځای کې یې ، او وایې : دا ستا مېرمن ده .. ويې ګوره .. چې ومې کاته ، هغه ته وې .. ما به ویل : که دا دالله له لورې وي ، نو خامخا همداسې کیږي . …. ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کله په عائشه رضی الله عنها مرکه وکړه ، نږدې د ۵۳ کالو وو .. . څوارلس پیړۍ وړاندې دا کار په مکه مکرمه کې څه حرام یا ناوړه کار نه بلل کېده … دلیل یې دادی چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم وړاندې هم په عائشه رضی الله عنها باندې بل چا مرکه کړې وه .. .. هغه مستشرقینو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سیرت یې څېړلی ، دې کار ورته ډېرې پوښتنې پیدا کړي دي ، او له همدې ځایه یې په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې نیوکې او اعتراضونه کړي … .. خو د ( بوذلي ) په نامه یو عادل مستشرق عربي جزیرې ته راغلی وو ، هغه غوښتل چې د ( رسول ) په نامه کتاب کې د دې چاپیریال په اړه څیړنې وکړي .. هغه وایې :
(( دا واده چې ، د محمد ځینې تاریخپوهان یې په اړه لیکنې کوي ، دوی هغه ته دهغه ټولنې له زاویې ګوري چې نن ورکې ژوند کوي .. هغوی دې ته نه دي کتلي چې ، دا ډول واده یو آسیايي عادت دی .. په دې کې يې هم فکر نه دی کړی چې ، دا عادت لا تراوسه هم په ختیځه اورپا کې دود دی . آن په اسپانیا او پرتګال کې هم دې وروستیو کلونو پورې دخلکو دود وو . ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم پر عائشه رضی الله عنها له مرکې وروسته ، هغه بیا هم د ماشومتوب له مستیو او ساتیریو نه وه ویستلې … بلکې هغه یې د پلار په کور کې پرېښوده او له خپلو همزولو سره به یې لوبې کولې … خو له کوژدې وروسته ، د عایشې رضی الله عنها پلار ابوبکر له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای مدینې منورې ته هجرت کوي … دهغوی دا سفر په پټه توګه ترسره او له کړاوونو او تکلیفونو ډک وو او د قریشو د مشرکانو له څار لاندې وو . ددې کیسې بیان په قرآن کریم کې هم راغلی دی .
رسول الله صلی الله علیه وسلم او ابوبکر الصدیق رضی الله عنه مدینې منورې ته ورسیدل ، او کله چې هلته ځای پرځای شول ، زید بن حارثه یې مکې مکرمې ته ولیږه ترڅو یې لوڼې له ځان سره مدینې منورې ته راولي . ابوبکر رضی الله عنه هم خپل ځوی عبدالله ته لیک ولیږه ، او غوښتنه یې ترې وکړه چې له خپلو خویندو سره مدینې منورې ته راشي … اسماء ، عایشه او دهغوی مور ، ام رومان یې بیا مدینې منورې ته راوستل .
په نبوي جومات کې چې مهاجرینو او انصارو یې په جوړولو کې سیالي کوله ، رسول الله صلی الله علیه وسلم هلته ګڼې خونې جوړې کړې … یوه یې ( سودة بنت زمعة ) ته جوړه کړه ، دا یې هغه مهال یوازینۍ مېرمن وه .. او بله یې عائشې رضی الله عنها ته جوړه کړه چې ، په مدینه منوره کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته واده شوه . نوموړې یوازینۍ پېغله وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره واده کړی وو . عائشه رضی الله عنها د خپل واده ورځ داسې بیانوي :
(( رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ کور ته راغی ، د انصارو نارینه او ښځې ورته ورټولې شوې ، ما په ټال کې زنګل چې مور مې راته راغله … زه یې راښکته کړم ، ویښتان یې راته برابر کړل او مخ یې راته په اوبو باندې ووینځه … بیا یې را روانه کړم ، کله چې دروازې ته راورسېدم ، ویې درولم او لږه دمه مې جوړه کړه … بیا یې کور ته دننه کړم او رسول الله صلی الله علیه وسلم زموږ په کور کې په کټ کې ناست وو … زه یې کښېنولم او راته یې وویل :
دا ستا اهل دی .. الله دې دوی پر تا برکتي کړي ، او تا دې الله پر دوی برکتي کړي ….
په یو عاجز او له ایمانه ډک کور کې ، عائشې رضی الله عنها نوی ژوند پیل کړ … نوموړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند کې لوړ ځای ته ورسیده …. ډېر وخت لا تېر نه وو چې نبوي جومات پورې نښتو خونو کې او د اسلام په تاریخ کې د عایشې رضی الله عنها یاد خپور او تلپاتې شو ..
دا دالله تعالی تقدیر وو چې دعائشې رضی الله عنها ماشومان نه پیدا کیږي . ټول ژوند یې له شنډتوب سر ټکاوه ، او پرځای یې د خپل خورین داسماء د ځوی عبدالله بن الزبیر روزنه کوله . ویل کیږي چې نوموړې د ( ام عبدالله ) په کنیه باندې نومول شوې وه.
که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم له عائشې رضی الله عنها سره ډېره مینه درلوده ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم له نورو مېرمنو سره هم ودونه وکړل ، او په نبوي جومات پورې تړلي خونو کې يې مېشتې کړې ، ددې ښځو لړۍ له دې وروسته په حفصة رضی الله عنها پیلیږي ،له دومره مینې سره سره ، بیا هم عائشې رضی الله عنها کې هغه احساسات راپاریږي چې د بني ( دویمې ) ښځې په راتګ سره په فطري ډول ښځو کې پیدا کیږي . عائشه رضی الله عنها نسبت نورو مېرمنو ته ډېره هڅانده وه چې د رسول الله صلی الله علیه مینه لاسته راوړي ، او په دې لاره کې به یې ډېر غیرت کاوه . که څه هم نوموړې په دې پوهیده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم له مستۍ نور ودونه نه کوي ، بلکې د یو ضرورت او حکمت له مخې دا کار کوي …. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د خپلو مېرمنو ترمنځ له عدالت کار اخیست ، او دا یې د ژوندانه چلند ګرځولی وو . د عدالت کچه یې تر دې رسیدلې وه چې ، دوی به یې په نوبت سره آن غزاګانو ته بولې . ..
د عائشې رضی الله عنها برخه داسې وه چې ، د هجرت په شپږم کال یې د ( بنو المصطلق ) په غزا کې ځان سره بوتله . مخکې له تللو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د ښځو ترمنځ پچه ( قره کشي ) وکړه ، او د عائشې رضی الله عنها نوبت ورکې راووت . ..
عائشه رضی الله عنها په خپله ډولۍ کې کښېناسته او د صحابه کرامو سره یوځای روانه شوه .. دا هغه غزا وه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورکې لویه بریا لاسته راوړه . .. کله چې له بریا وروسته صحابه کرام بیرته مدینې منورې ته راستنېدل ، لښکرې یوځای کې دمې ته کښېناستې او د شپې یوه برخه یې ورکې تېره کړه ، بیا ورته د تللو اجازه وشوه … خو عائشه رضی الله عنها د یوې اړتیا لپاره یوڅه تم شوه ، په همدې ځای کې يې یوه غاړه کۍ ورکه کړه ، او دهغې په لټه کې یو څه پاتې شوه …. په دې لامل نوموړې له کاروانه پاتې شوه ، کله چې د عائشې رضی الله عنها ډولۍ مدینې منورې ته رسیږي ، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم یې خالي ګوري …. په دې حالت ډېر خپه او حیرانیږي ..رسول الله صلی الله علیه وسلم له خپلو صحابه کرامو سره د ورځې څه شېبه په حیرانتیا او خپګان تیروي .. ځینې خو یې آن په لټه پسې ووتل چې ځای یې مالوم کړي … عائشه رضی الله عنها وروسته د ( صفوان بن معطل السلمي ) په اوښه باندې راسپره وه… په مدینه منوره کې یهودو او منافقانو دې پېښې پورې ډېرې ناروا خبرې وتړلې ، ترڅو د رسول الله صلی الله علیه وسلم او صحابه کرامو په ناموس کې دا غ ولګوي او بدنام یې کړي .. عائشه رضی الله عنها څو ورځې د دې درواعجنو آوازو په خپرېدا سوځېده ، دا پېښه په ( حدیث الافک ) یانې ( ددرواغو خبرې ) په نوم مشهوره شوه … دا خبره د رسول الله صلی الله علیه وسلم غوږونو ته راورسید او ډېر زیات یې خپه کړ … رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر غمجن راووت .. او د عائشې رضی الله عنها پر وړاندې یې په مخ د خپګان ښکاره نښې راڅرګندې شوې .. هغې ترې اجازه وغوښته چې د خپلې مور کور ته لاړه شي او هلته د ناروغتیا له امله یوڅه آرام وکړي … کله چې عائشه رضی الله عنها له دې پېښې څخه خبره شوه ، هغه د مور په کور کې ناروغه پرته وه ، ددې خبرې په اوریدو سره یې ډېر زیات په درد سره وژړل ….. په ډېره چوپتیا یې د ظلم او تور دا څپېړه وزغمله …. هماغه وو چې الله تعالی د جبریل علیه السلام په واسطه آیتونه رانازل کړ ، او د عائشې رضی الله عنها براءت او پاکوالی یې ورکې روښانه کړ . ددې آیتونو په رانازلېدو له عائشې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او مسلمانانو لوی تکلیف لیرې شو …. په دې آیتونو کې د مؤمنانو د زړونو شفاء رانازله شوه … رسول الله صلی الله علیه وسلم جومات ته راووت ، او خلکو ته یېرا نازل شوي آیتونه تلاوت کړل .
د عائشې رضی الله عنها د پاکوالي او براءت په اړه چې کوم آیتونه رانازل شول ، دې حالت په نبوي کورنۍ کې عائشې ته ځانګړې ځای ورکړ او مقام يې ورته لا اوچت کړ … او په دې سره یې دا حکم کېښود چې له دلایلو او ګواهانو د نشتوالي په صورت کې ، د پاکو ښځو ویشتل او تورنول ناروا او یو حرام کار دی . .
مسلمانان په دې پوهیدل چې عائشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره څومره ارزښت لري ، د عائشې رضی الله عنها د براءت د رانازلیدو په ورځ يې ډالۍ راوړې ، ترڅو په دې کار سره د رسول الله صلی الله علیه وسلم رضایت ترلاسه کړي .
که څه هم رسول الله صلی الله علیه وسلم به د عائشې له خونې ، خپلو ټولو مېرمنو ته خپله برخه لیږله ، خو بیا هم د فطري غیرت له مخې به ، ځینو ښځو له فاطمة الزهراء رضی الله عنها غوښتنه کوله چې په دې اړه له خپل پلار سره وغږیږي .. فاطمې رضی الله عنها ددوی غوښتنو ته غاړه کېښوده ، پلار ته راغله او عائشه رضی الله عنها هم ورسره وه … ویې ویل :
(( ای پلاره ! ستا مېرمنو تاته رالیږلې یم ، او غوښتنه کوي چې د ابوقحافه د لور په باب له عدالته کار واخلې .. ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
(( ای لورې ! زه چې څه خوښوم ، آیا ته یې نه خوښوې ؟ !! ))
ویې ویل : ولې نه .
بیا یې وفرمایل :
(( نو دې سره مینه وکړه !!! ))
فاطمه رضی الله عنها بیرته راستنه شوه ، او نورو میرمنو ته یې د رسول الله صلی الله علیه کیسه بیان کړه او ویې ویل :
(( قسم په الله چې هیڅکله به ورسره دهغې په اړه ونه غږیږم .. ))
د کلونو په تیریدو سره ، عائشې رضی الله عنها د نبوت په کور کې ، فقه او دینې زده کړې پراخه کړې ، او د رسول الله صلی الله علیه وسلم کارونه او ویناوې يې زده کړې ، او په ډېرې رښتونولۍ او پیاوړي، ژور او حساس ادارک له مخې یې د غښتلې حافظې د درلودلو په برکت سره خلکو ته انتقال کړې ..
رسول الله صلی الله علیه وسلم د ژوند په وروستیو شېبو کې سخت ناروغ شو ، له نورو مېرمنو یې وغوښتل چې د عائشې رضی الله عنها په خونه کې پاتې شې ، هغې ورسره شپې ويښې تېرې کړې او درسول الله صلی الله علیه وسلم د خدمت ویاړ یې له ځان سره یوړ .. .. بلال رضی الله عنه راغی او د لمانځه لپاره یې آذان وکړ … رسول الله صلی الله علیه وسلم نه شو کولی چې لمانځه ته ووځي ، نو ویې ویل :
(( ابوبکر ته امر وکړئ چې خلکو ته لمونځ ورکړي !!! ))
عائشه رضی الله عنها په خپل پلار وویریده چې ګویا دومره ستر کار به ونه شي کړای … څو ځله یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتنه وکړه او ورته یې وویل :
(( ای دالله رسوله! ابوبکر کمزوری دی ، او هر کله چې ستا پرځای ودریږي ، خلکو ته غږ نه شي رسولی … .. عمر ته دا کار وسپاره !! ))
خو رسول الله صلی الله علیه وسلم په ابوبکر باندې ټینګار کوي ، دا هغه شخصیت وو چې خپله بلیغه او ژوره وینا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته په تاریخي خطبه کې ثابته کړه ، چې بیا یې د خلافت چارې هم په لاس کې ونیولې .
عائشه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وروسته په سنتو او احادیثو کې مصدر ګڼل کېده ، او خلکو به ترې د اسلام په اړه پوښتنې کولې …
په دې اړه ډاکتر محمد عبدو یماني په خپل کتاب ( السیده عائشه و امانة الروایه ) کې لیکي :
(( عائشې رضی الله عنها په یوازې توګه ۱۳۸ حدیثونه روایت کړي ، دا هغه حدیثونه دي چې له دې پرته بل هیچا نه دي روایت کړي ، او ۵۷۵ حدیثونه یې داسې روایت کړي چې ، چې په روایت کولو کې ورسره نور صحابه کرام هم شریک دي .. عائشې رضی الله عنها دا یوه ستره ځانګړنه لرله چې په خبره به ښه پوهیده او ژور فکر به یې ورکې کاوه . هم یې حدیثونه روایت کړي او هم یې خپله پوهه زیاته وه . عائشه رضی الله عنها فرمایې : له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې ددې آیت په اړه پوښتنه وکړه :
(( والذین یؤتون ما آتوا وقلوبهم وجلة )) آیا په دې ایت کې هغه کسان یاد شوي چې شراب څښکي او غلاوې کوي ؟
رسول الله صلی الله علیه وسلم راته وویل چې ، نه د صدیق لورې … دا هغه کسان دي چې روژې نیسي ، لمونځونه اداءکوي او خیراتونه ورکوي .. خو ویریږي چې دا به ترې قبول نه شي .. دوی په نیکو کارونو کې سیالي کوي او ژر ورته ځانونه رسوي… ))
عائشه رضی الله عنها د خپل پلار ابوبکر الصدیق ، عمر او عثمان رضی الله عنهم د خلافت په دوران کې د فتوا اصلي مرجع ګڼل کېده .. . قاسم بن محمد بن ابی بکر چې په مدینه منوره کې د اووه سترو فقهاوو په کتار کې راځي ، هغه فرمایې : ( عائشه رضی الله عنها د ابوبکر ، عمر او عثمان په خلافتونو کې یوازينۍ مفتۍ وه ، او په هغه څه به یې فتوا ورکوله چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه یې زده کړي وو ، او که هغې کې به یې څه پیدا نکړل ، بیا به یې نویو پېښو په اړه د احکامو په استنباط کې اجتهاد وکړ .. دا به هغه پېښې وې چې په قرآن او سنتو کې به یې ښکاره حکم نه وو موجود .))
راویانو او فقهیانو یې د پوهې په اړه ګڼ اعترافات کړي ، ابوسلمة بن عبدالرحمن رضی الله عنه فرمایې :
(( عائشه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم په سنتو باندې ډیره پوهه وه ،نوموړې د ښه نظر خاونده وه ، په دې پوهیده چې یو آیت د څه په اړه نازل شوی ، همدا راز نوموړې په فرایضو باندې تر هر چا ښه پوهیده !!! ))
عائشه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات وروسته تر شپږ څلوېښتو کلو نو ژوندۍ وه … نوموړې د معاویة بن ابی سفیان د خلافت په وروستیو کې د هجرت په ۵۷ کال په شپږ شپېته کلنۍ کې وفات شوه … د رسول الله صلی الله علیه وسلم په جومات کې پرې ابوهریرة رضی الله عنه جنازه وکړه ، دهغې د وصیت سره سم ، نوموړې د شپې لخوا په مدینه منوره کې د بقیع په هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه .
د عائشې رضی الله عنها ژوند له ویاړونو ډک وو ، د ویاړونو لړۍ يې د عمر تر شپږ کلنۍ راپیلیږي ، او له وفات کېدو وروسته ، خپل نوم د علم ،فقهې او د نیک کار په ډګر کې ژوندۍ او تلپاتې پریږدي .
You also might be interested in
لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی مصري څېړونکي[...]
لیکوال: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړن: عبدالحق ثاقب هزارناوی دانسان په[...]
لیکنه: ډاکتر محمد السقا عيد ژباړه: عبدالحق ثاقب هزارناوی ښځې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی