ژباړه: اسما شرافت
عاطفي طلاق هغه وخت صورت نيسي چې يوه جوړه يعنې خاوند او ميرمن د يو بل يوازى والى تجربه کړي. د خاوند او ميرمنې تر منځ د عواطفو کمزوري کيدل بى تفاوتي نسبت يو بل ته له يو څه وخت وروسته د عادت شکل ځانته غوره کوي او د يو بل په مقابل کى د خپلواحساساتو له بيانولوڅخه ډډه کوي. د دوى تر منځ د مينى او اظهارخبرې کم رنګه کيږي او يو ديوال د دوى تر منځ راځي چې دا ديوال د دوى تر منځ د عاطفې د حمايت مانع ګرځي. په ډيرو وختونو کى خاوند او ميرمن د خپل عاطفي ضرورتونو څخه بې خبره وي، يوازې دا احساسوي چې د هغوى اړيکه يو څه بى رنګه شوې ده او ټول هغه عاطفي ضرورتونه چې په يوه اړيکه کى موجود وي نه رابرڅيره کيږي لکه:
يو بل ته د غوږنيولو او درک کولو ضرورت، د قدردانۍ اړتيا ، احساس ته د ارزښت مندۍ اړتيا، د قبلولو اړتيا، د مينې او محبت اړتيا، او له يو بل سره د همکارۍ او يو ځاى والى اړتيا. کله چى دا اړتياوې په ښه شکل را برڅيره نه شي نو شخص ددغو اړتیاو د پوره کولو لپاره د بل ځاى په لټه کې کيږي چې دا د عاطفي طلاق لپاره زمينه برابروى. پوهان وايي تاسې خپله ټوله مینه په یوځل مقابل لوري ته مه اظهاروئ، ځکه که د وخت په تېرو پکې لږه کمي هم راشي نو مقابل لوری فکر کوي چې ستاسې مینه ورسره کمه شوې ده. مینه باید په ډېر هنري ډول تدریجي اظهار شي چې مقابل لوری وخت په وخت د ځان په مقابل کې ستاسې د مینې د ډېرېدو احساس وکړي. که چېرته په دې چلن کې له هنر او حتیاط څخه کار وانه خیستل شي هم عاطفي طلاق ته زمینه برابریږي.
عاطفي طلاق د عمر په زياتوالي کې ډېر رامنځته کيږي او اړيکې د بى توجهۍ خواته وړي. معمولأ د واده په لومړیو کلونو کې عاطفه او توجه زياته وي مګر د اولادونو له پيدا کيدو وروسته زياته توجه پر اولادونو باندې متمرکزه کيږي، لوستي او پوه خلک ممکن د عمر تر آخره خپله د ګډ ژوند اړیکه په پوره مینه او محبت وپالي خو کم سواده او بې سواده خلک بیا ډېر ځله داسې نه وي. دوی دومره د مور او پلار په نقش کې ډوبيږي چې په مشترک ژوند کې د خاوند او ميرمنې له نقش څخه غافله کيږي.
د عاطفى طلاق علايم
۱: ددې علايمو څخه يو دا دی چې خاوند او ميرمن په يوازې والي کې د ارامۍ احساس کوي، مشترک کارونه او تفريح په چټکۍ سره کميږي او هر يو کوښښ کوي د خپل ژوند لپاره جلا پروګرام جوړ کړي. کله چى دا يوازې والى ورځنى عادت وګرځي د عاطفي طلاق له علايمو څخه شميرل کيږى
٢: د خبرو کولو تمايل کميږي، د فرد په مقابل کې د هغه د خبرو کولو په وخت کې بې توجهي بى حوصلګي ښکاره کول او يا هم کوښښ کول چې خبرې اترې ژر پاى ته ورسيږي.
٣: د خپل خاوند يا ميرمنې له خواهشاتو څخه زياته خپلو خواهشاتو ته توجه کول چې دا منفى احساسات او کرکه رابرڅيره کوي، یو لوری پرته له دې چې د مقابل لوري احساسات هم په پام کې ونیسي خپلو احساساتو ته اولیت او برتري ورکوي.
٤: د اعتراض په مقابل کې بى توجهي، له ستونزو څخه تېښته او پر ستونزو بحث نه کول. ٥: په جنسي رابطه کې د محبت اظهار کميدل او د یو بل په مقابل کې د صمیمانه لهجې او تحسیني کلماتو کمېدل.
عاطفي طلاق د ژوند د بې خوندۍ او د ژوند رنګينو شيبو د له منځه تلو سبب ګرځي. د ژوندانه جنتي شېبې په دوزخي هغو بدلوي، چې دواړو لورو ته په زیان تمامیږي. نو هیڅکله د ژوند دملګري په مقابل کې مه بې احساسه کیږئ او مقابل لوري ته هم دا زمینه مه برابروئ. خپل احساسات يو بل ته د زړه له تله صادقانه بیان کړئ، یو بل ته د زړه په ژورو کې ځای ورکړئ. یو بل ته یوه خوله موسکا هیڅکله مه هېروئ. په ستونزو کې یو بل مه ملامتوئ، بلکې یو بل ته لاس ورکړئ او په ګډه ستونزې حل کړئ.
پای
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی