• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

عامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا

Home کتابتونعامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا
عامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا

عامه کتابتون او د ځوانانو سالمه بوختیا

لیکوال: محمد هارون سمون

په کلیوالي سیمو کې د ژمي په موسم کې زیاتره کسان په بې کارۍ کې ژوند کوي، چې له کوم سالم مصروفیت پرته په بې ځایه مجلسونو، ساعت تېریو، لوبو او بې ګټې خبرو وخت تېروي، چې ځینې وخت بدې پایلې ورڅخه را منځته کېږي، لکه کلیوالي شخړې، یو بل ته بد اورد ویل، مرور توب او داسې نور، چې له دغو سیمو څخه د جلګې ولسوالۍ یادونه هم کولای شو.

جلګه ولسوالۍ د وردګو ولایت په لوېدیځه خوا کې یوه لرې پرته سیمه ده، چې له ډېرو اسانتیاوو څخه بې برخې ده. ډېری وګړي یې پښتانه دي او کم شمېر وګړي یې هزاره ګان دي. دوی زیاتره له تعلیم سره مینه لري، کرنیزې ځمکې یې دومره نه دي، چې اقتصادي ستونزې یې ورباندې حل شي، همدا لامل دی، چې زیاتره اوسېدونکي یې ایران او یا نورو بهرنیو هېوادونو ته د مزدورۍ لپاره ځي. خو په ژمي کې زیاتره کسان په کور ناست وي، په ملمستونونو، جوماتونو او یا یو د بل په کورونو کې ی له بل سره په خبرو او مجلسونو خپل د بې کارۍ وخت تېروي.

12421311_1085927331438205_1177877738_n

دا درې کاله پخوا خبره وه، اوس د جلګې زیاتره وګړي خپل د بې کارۍ وخت په زده کړه او مطالع تېروي، د لوستو وګړو او په خاصه توګه د ځوانانو یوه لویه هیله تر ډېره پوره شوې ده، دوی په بېلا بېلو برخو کې په سلګونو کتابونو ته لاس رسی لري او هر څوک کولای شي، چې په وړیا ډول هر ډول دیني، علمي، تاریخي، ادبي، ساینسي، کلتوري او … کتابونه مطالعه کړای شي.

د جلګې ولسوالۍ څو تنه اوسېدونکي وایي، چې پخوا به مو د بې کارۍ وختونه په بې ځایه مجلسونو او لوبو تېرول، خو دا درې کاله راهیسې مو د کتاب ملګرتیا پیل کړې ده او له جلګه کتابتون څخه په وړیا توګه هر ډول کتابونه د مطالعې لپاره تر لاسه کولای شو، چې دا هغه سهولت او آسانتیا ده، چې زموږ د ډېرو هیلې ور سره پوره شوې. دغه خبرې د روان لمریز کال د کب د میاشتې په ۶۲ مه نېټه دغو کسانو له جلګه کتابتون څخه د کتابونو د ترلاسه کولو پر مهال وکړې.

12822170_1085927334771538_528869538_n

د دغې سیمې یو تن اوسېدونکی محمد عالم ذاهدي وایي: جلګه کتابتون موږ ته د یوه ښوونځي حیثیت لري، موږ دومره څه ورڅخه زده کړي، چې په یوه ښوونځي کې مو هم نه شو زده کولای، ځکه زموږ عمر لوړ دی، اوس له تعلیم او تحصیل څخه پاتې یو، نور کوم سالم مصروفیت هم نه لرو، همدا کتابتون دی، چې زموږ سالمه ملګرتیا یې وکړه او د خپل ژوند سالمه لاره یې راته وټاکله، موږ له ټولو هغو کسانو څخه مننه کوو او کور ودانی ورته وایو چې له دغه کتابتون سره یې مرسته کړې او مرسته ور سره کوي، همدا شان له نورو خیر خواه خلکو څخه هم غوښتنه لرو، چې د نوموړي کتابتون په غني کولو کې خپلې مرستې پر موږ ولوروي او په دغه برخه کې زموږ ملاتړ وکړي.

له یاد کتابتون څخه نه یوازې د ښوونځي زده کوونکي ګټه پورته کوي، بلکې له لرې پرتو کلیو څخه ټول لوستي کسان راځي او د مطالعې لپاره کتابونه وړي، په دې اړه مطیع الله عابد او وحید الله احمدي وایي: دغه کتابتون نه یوازې د ښوونځي زده کوونکو ته ګټه رسولې، بلکې هر لوستي او نا لوستي ډېره ګټه ترې اخیستې او په دیني، فرهنګي، تاریخي، ادبي، ساینسي او نورو برخو کې یې ډېر څه یې ورڅخه زده کړی دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي نور الهدا وویل: که څه هم زه د کتاب په مطالعه کې ډېر ګړندی نه یم، خو بیا هم تر اوسه مې له ۳۰ ټوګه کتابونو څخه هم زیات کتابونه له دغه کتابتون څخه وړي او مطالعه کړي مې دي. نوموړی د خپل یوه سپین ږیري کلیوال سلام الدین په اړه وایي، چې هغه کمې زده کړې کړې دي، خو له کتاب سره بې شانه مینه لري، هغه به پخوا زیاتره وخت له ما څخه کتابونه غوښتل او مطالعه کول به یې، چې له ما سره هم زیات کتابونه نه وو، خو اوس د شکر ځای دی، چې د هغه د کتاب لوستنې مینه جلګه کتابتون ماته کړه.

که څه هم په جلګه ولسوالۍ کې ښځینه ښوونځي نشته که وي هم هسې د ګوتو په شمار او د ډېرو ابتدایي زده کړو لپاره دي او ډېری مېرمنې له تعلیم څخه بې برخې دي، خو یو شمېر مېرمنو په وړوکوالي کې په جوماتونو او یا هم په کورونو کې د خپلې کورنۍ له غړو څخه لیک او لوست زده کړي دي، چې دغه مېرمنې هم له جلګه کتابتون څخه له خپل ذوق سره سم کتابونه تر لاسه کوي او مطالعه کوي یې، په دې اړه یوې مېرمنې چې د نوم له ښودلو څخه یې ډډه وکړه، وویل: جلګه کتابتون زما افتخار دی او زما لپاره یوه لویه معنوي پانګه ده، ما ور څخه ډېره ګټه اخیستې، نه یوازې ما، بلکې زموږ د کورنۍ او ګاوند مېرمنو، هم ډېر څه ورڅخه زده کړي دي، ځکه زه د خپلو نارینه وو په مرسته له یاد کتابتون څخه دیني او اخلاقي کتابونه تر لاسه کوم، کله چې د کور له کارونو څخه وزګاره شم، د کورنۍ او ګاونډ نورو مېرمنو ته یې وایم، دا ټولو ته مالومه ده، چې هر پرمختګ په علم کې دی او علم له کتاب څخه تر لاسه کېږي او کتاب هغه څه دی، چې په ډېره ساده ژبه او آسانه طریقه یوه ښځینه کولای شي، چې خپل اړوند مسایل ترې زده کړي او هم یې تر نورو ښځو پورې ورسوي.

12166015_1085927341438204_241354587_n

په پای کې د جلګه کتابتون مسؤل ښاغلي مولوي سید ګل انیب د یاد کتابتون د ګتورو تاثیراتو یادونه وکړه او د یاد کتابتون د بنسټ اېښودونکي او مرسته کوونکو دغه کار یې یو لوی ابتکار او د ټولنې لپاره لوی خدمت وباله، ځکه دا یو داسې عام المنفعه خدمت دی، چې پر نارینه وو برسېره، مېرمنې هم کولای شي، چې ګته ور څخه واخلي او د ژوند په بېلا بېلو لارو کې یو څه ور څخه زده کړي او خپل راتلونکی یې روښانه شي. نوموړي دا هم زیاته کړه، چې که څه هم د کتابونو شمېر اوس زیات شوی دی، سلګونه ټوکه هر اړخیز کتابونه لرو، خو د کتابتون د خونې او الماریو له ستونزو سره مخ یو، ځکه موږ دغه کتابونه اوس مهال د جومات په الماریو کې له ډېرو ستونزو سره سره ځای پر ځای کړي دي، که موږ د نوموړي کتابتون لپاره بېله خونه او المارۍ ولرو، مراجعین به یې هم زیات شی او په آسانۍ سره به د خپلې خوښې وړ کتاب هر څوک تر لاسه کړای شي.

د یاد کتابتون مسؤل وویل، چې د کتابونو د ورکړې په خاطر مو په کلیو کې د عضویت کارتونه وېشلي دي، هر څوک د کارت په اعتبار سره له کتابتون څخه کتاب وړي او په ټاکلي وخت یې بېرته کتابتون ته سپاري، خو د ولسوالۍ ښکته سیمې اوسېدونکي د امنیتي ستونزو او لرې والي له امله له یاد کتابتون څخه ګټه نه شي اخیستلای، که د هغوی لپاره هم همداسې یو عامه کتابتون جوړ شی، دا به یو مثبت ګام او د ټولنې لپاره یو لوی خدمت وي.

د جلګه کتابتون بنسټ په ۱۳۹۲ کال کې د ښاغلي مجیب الرحمن محمودي په هلو ځلو او یو شمېر با احساسه خلکو په مرستو سره کېښودل شو، چې ګڼ شمیر دیني ساینسي، فرهنګي، تاریخي ادبي او علمي کتابونه لري. د یاد کتابتون سره د مرستو لړۍ تر اوسه پورې د یو شمېر با احساسه خلکو په مالي ملاتړ روانه ده، چې دغه کتابتون خپله یوه وړوکې څانګه د مفتاح المدارس په دیني مدرسه کې هم پرانیستې ده او هڅه ده، چې په نورو نږدې سیمو کې هم خپلې وړوکې څانګې پرانیزي؛ ترڅو په کلیو کې د بې سوادۍ کچه را ټيټه شي او د خلکو عامه پوهاوی زیات شي او له دې لارې له یو شمېر بد مرغیو څخه مخنیوی وشي. د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي محمودي په هلو ځلو سره د وردګو ولایت په چک ولسوالۍ کې هم د چک کثیر الرشتوي انستیتوت کتابتون او خوات کتابتون بنسټ اېښودل شوی او اوس د جغتو کتابتون او درېیو نورو کتابتونو، چې یو به یې په کابل کې جوړېږي، لپاره د کتابونو په را ټولولو بوخت دی. نوموړی دا هیله لري، چې د عامه کتابتونونو په جوړولو سره به د خلکو عامه پوهاوی زیات شي او د ډېرو بد مرغیو او ستونزو مخه به ور سره سره ونیول شي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په لنډه کیسه کې پيغام څومره ارزښت لري؟

په لنډه کیسه کې پيغام څومره ارزښت لري؟

Sep 26, 2016

لیکنه: محمد هارون سمون ممکن تاسې ته پورته جمله لږ[...]

پلاټ غزونه او خیال پردازي

Nov 29, 2017

لیکنه: محمد هارون سمون داستان چې د ځينو تخنیکونو په[...]

مهم – لنډه کیسه

مهم – لنډه کیسه

Oct 10, 2016

لیکنهه: محمد هارون سمون د مېز له سره یې بورس[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022