عبدالبصیر سهاک په کال ۱۳۶۱ کې د کابل د دیارلسمې حوزې په لونګ کلا کې زږېدلی دی. د کډوالۍ په محال د اتحاد لېسې څخه په پېښور کې فارغ شوی.
ښاغلی سهاک د ژبو او ادبیاتو پوهنځي ته په ۲۰۰۲ کال کې د کانکور له لارې بریالی شو خو د څه اقتصادي ستونزو له امله یې ونشو کړای چې په دې برخه کې خپلې زدکړې بشپړې کړي.
ښاغلی سهاک د ۲۰۰۲ کال راهیسې له نړیوالو موسسو لکه IOM د ګډوالو نړیوال سازمان، GAZ سره په بیلابیلو دندو کار کړی، اوس محال له ATR موسسې سره د ساحوي ځېړنیز مسول په توګه په دنده بوخت دی.
ښاغلي سهاک د خپلو دندو تر څنګ تل هڅه کړې چې په ټولنیزو چارو کې ډېر فعال او له ولس سره په نژدې واټن کې پاتې شي، د همدې لپاره په ټولو فرهنګي او ادبي غونډو او سیمنارونو کې ېې منډې د ستایلو وړ دي.
د پوهې او زدکړو په خپرولو کې یې هم تر ډېره بریده ونډه اخیستې او ولس یې تل د پوهې او زدکړې په لور هڅولی. چې په دې لاره کې یې په هغه سیمو کې چې نجونو ته د زدکړو اسانتیا نشته د وړو ټولګیو د جوړولو په برخه کې هڅې او کار یې د ستایلو وړ دی.