پوهنيار عبدالجبار څپاند د عبدالستار زوى په كال ۱۳۵۹هجري لمريز دننګرهار ولايت د سره رود ولسوالۍ په حاجي صاحبانو كلي كې زيږيدلى. لومړنۍ زده كړې يې د عبدالوكيل منځني ښوونځي او منځنۍ زده كړې يې په كال ۱۳۷۶ دننګرهار په عالي ليسه كې بشپړې كړي. لوړې زده ګړې يي د ننګرهار ولايت د صحي علومو په انستيتوت د طبي تكنالوژۍ په څانګه كې تر سره كړې او تر فراغت وروسته په نوموړي انستيتوت كې څلوركاله د استاد په حيث دنده درلوده. پر ۱۳۸۴ هـ ل کال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې ته شامل او په ۱۳۸۷ کال د لیسانس په درجه فارغ شو او په همدې برخه کې یې خپله ماستري د کابل پوهنتون له ادبیاتو پوهنځي څخه په ۱۳۹۱ کال کې ترلاسه کړه.
په ګڼو کورنيو او بهرنيو نادولتي موسیساتو کې يې دندې ترسره کړي، اوسمهال د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي پښتو څانګه کې د کادري استاد په حیث دنده تر سره کوي.