عبدالله الهام جمالزی؛ لیکوال، ژورنالست او مدني – فرهنګي فعال دی چې په پښتو، فارسی او انګلیسي ژبو لیکنې کوي.
عبدالله الهام جمالزی د میدان وردګو ولایت په جغتو ولسوالۍ کې، د الحاج مولوي عبدالسلیم جمالزي په کورنۍ کې زيږېدلی دی. په حقوقو او سیاسي علومو کې يې لوړې زدهکړې کړې او په ادبياتو او ژورنالېزم کې يې په لنډمهالو او اوږدمهالو ښونیزو او روزنيزو پروګرامونو کې ګډون کړی.
عبدالله الهام د طالبانو د رژیم له سقوط وروسته د افغانسان په سویلي ولایتونو کې د ژورنالست په توګه کار پیل کړی او له هغه مهاله تر اوسه په بېلابېلو کورنيو او بهرنيو رسنيو کې د خبريال، ویاند، ليکوال، مدير او سلاکار په توګه پاتې شوی. اوسمهال “د افغانستان د ژباړې او څېړنې مرکز” مشر دی، د افغانستان او منځني ختیځ په کچه یوې رسندویي ادارې ته مشورې ورکوي او یو شمېر ملي او نړیوالو تحقیقاتي ادارو ته شننې ليکي.
عبدالله الهام د مدني ټولنې د همغږۍ مرکز، د مدني ټولنې د ګډ ګروپ او یو شمېر ملي مدني چترونو غړی او فعال دی او د افغاني ډيپلوماسي مطالعاتو مرکز، افغان لیکوال ادارې او یو شمېر نورو فرهنګي بنسټونو په رامنځته کولو کې یې اساسي رول لوبولی او د یو شمېر نورو فرهنګي او علمي جريانونو په پرمخ بېولو هم بوخت دی.
عبدالله الهام په پښتو ژبه کې د مینیمال داستاني ادب په برخه کې ګڼې ليکنې کړې او کوي يې او دغه راز د رسنیو او ټولنیزو علومو په برخه کې د لیکلو او ژباړلو آثارو تر څنګ یې، لس داستاني آثار چاپ شوي او یا هم د چاپ په حال کې دي.
عبدالله الهام له ۲۰۰۳ کال راهیسې ژباړې کوي، داستان لیکي او په دې برخه کې څېړنې کوي. د هغه مشهور کتابونه په راډیو او ټلویزون کې د ویندویۍ فن، د ابراهیم ادهم په پلونو او کیسهګۍ دي. همدا راز په نږدې راتلونکي کې به د هغه نوی ناول په انګلیسي ژبه له چاپه راووځي.
- د ویندويۍ فن
- د ابراهیم ادهم په پلونو
- کیسهګۍ
- سلامونه
- ښکار
- واوره او وینې
- کیسه ليکنه (کيسه او لومړني ګامونه)
- بلوڅان
- نوبل ګټونکي نړیوال کیسه لیکوال
- د سیاسي فلسفې تاریخ – ژباړه
- ګوډ تیمور – ژباړه
- نورې بېلابېلې ژباړې
د هغه له چاپ او ناچاپ آثارو څخه دي.
دغه راز د نوموړي ګڼې مقالې چاپ او خپرې شوې او په ورځنیو موضوعاتو بېلابېلو مطبوعاتو ته نظر ورکوي.