• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

عبدالنافع همت

Home لومړيتوبعبدالنافع همت
Nafe Hemat عبدالنافع همت

عبدالنافع همت

 

Nafe Hemat3پيژندنه

ښاغلی عبدالنافع همت د حاجي عبدالکريم خان زوی د (١٣۴۷) لمريزلیږدیز کال د ليندۍ د مياشتي پر څوارلسمه نېټه د کندهار ولايت، ارغنداب ولسوالۍ د ناګان په کلي کې زېږېدلی دی.

 

زده کړې
ښاغلي عبدالنافع همت  تر دوولسم ټولګي پورې  په کندهار کې زده کړې  کړي دي،  اوس د کابل د تعليم او تربيې پوهنتون، ادبياتو پوهنځي د څلورم کال  محصل دی.

 

Nafe Hemat.14دندې
ښاغلي  عبدالنافع همت په څو نادولتي ټولنو کې پر کار سربېره يې په بېلابېلو ښوونځيو کې د ښوونکي په توګه هم کار کړی دی.
له (٢٠٠٠) ميلادي کال راهيسې د بي بي سي راډيو په تعليمي پروژو کې د ليکوال او پروډيوسر، ډرامې ليکوال، ايډېټر او خبريال په توګه کار کړی چې اوس په بي بي سي راډيو پورې تړلې ادارې (افغانستان تعليمي موسسه) کې د ايډيټوريل ټرېننګ کورډينېټر په توګه کار کوي.

شخصي ژوند

عبدالنافع همت واده کړی دی ، درې زامن او دوې لوڼې لري.

 

فرهنګي هڅې

Maewand Hemat

افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او دښاغلي همت زوی میوند همت

ښاغلي عبدالنافع همت  په (١٣٧٨) لمريز کال يې په کوټه کې د ميوند کلتوري ټولنې بنسټ کښېښود او په (١٣٨١) لمريز کال يې د ( ميوند) په نوم د يوې کلتوري او ټولنيزې مجلې خپرول پيل کړه او څلور کاله يې وچلوله.

ښاغلي همت  شعرونه، لنډې کيسې، طنزونه، ډرامې او بېلابېلو سياسي، اجتماعي او فرهنګي موضوعاتو باندې مقالې ليکلي  خو تر ډېره بريده د طنزي ليکوال په نوم شهرت لري.

Nafe Hematخپاره شوي اثار:
۱:  سپي څنګه مډالونه وګټل؟ طنزي مجموعه
۲: سياسي عينکې، طنزي مجموعه
۳: د جهاني جهان، د عبدالباري جهاني په باب د مقالوټولګه.
۴: خپل وطنه، ګل وطنه  ( د متلونو کیسې).

ناچاپ اثار:
۱:  اتڼ په پارلمان کې ( طنزي ډرامه )
۲:  ملا چرګک  طنزي تعريفات

۳: د کندهار مېله ځايونه ( رساله)

۴: خبري ببري.  طنزي کالم چې په خدمتګار ورځپاڼه او تاند ويبپاڼه کې خپور شوی دی.
۵: د طنز ليکلو هنر
۶: متفرق طنزونه چې په بېلابيلو ويبپاڼو کې راغلي، خولا نوم نه دی ورته غوره شوی.
Nafe Hemat.2

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

وږمه سبا عامر

وږمه سبا عامر

Nov 23, 2015

Share this: Click to share on X (Opens in new[...]

سعید زابلی

سعید زابلی

Mar 30, 2016

داسې هوا ده را الوتې د عذاب خدايه ! نه[...]

عبدالحمید بهیج عثماني

عبدالحمید بهیج عثماني

Mar 4, 2016

پيژندنه د ډاکټر عبدالحمید بهیج له نوم سره دا مهال[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

 

Loading Comments...
 

    %d