عبدالوکيل سوله مل شينواری په ۱۳۴۳ لیږدیز لمریز کال ( ۱۹۶۳ زیږدیز کال) د ننګرهار ولایت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې تر سره کړېدي، د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته تللی او د پيداګوژۍ په څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړي. د ملي دفاع وزارت په بیلا بیلو روزنيزو موسسو کې يې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړي.
خپاره شوي اثار
- زړه کلا د لنډو کېسو ټولګه
- رنځورې هېلې د لنډو کېسو ټولګه په (پښتو، دري، اردو او انګریزي)
- پنځوس میلیونه د لنډو کېسو ټولګه په (پښتو، دري، اردو او انګریزي)
- باران د لنډو کېسو ټولګه