پيژندنه
عبدالوکيل سوله مل شينواری د پښتو ژبې په اوسني کیسه ایز بهیر کې یو له هغو کیسه لیکوالو نه ګڼل کیږي چې په دغه ډګر کې یې نوم ټولو ته اشنا دی، ښاغلی سوله مل په ۱۳۴۳ لیږدیز لمریز کال ( ۱۹۶۳ زیږدیز کال) د ننګرهار ولايت د هسکې مېنې په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی.
زده کړې
عبدالوکیل سوله مل شینواري خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د ننګرهار ولایت په جلال اباد ښار کې تر سره کړېدي ، د لوړو زده کړو لپاره پخواني شوروي اتحاد ته ولاړ ، په پخواني شوروي اتحاد کې یې د عسکري پيداګوژۍ څانګه کې د ماسټرۍ سند تر لاسه کړ.
دندې
عبدالوکیل سوله مل شینواری په ۱۹۸۸زیږدیز کال کې له شوروي اتحاد نه خپل هيواد ته راستون شو ، له راستنېدو وروسته د افغانستان د ملي دفاع وزارت په بیلا بیلو روزنيزو موسسو کې يې د ښوونکي په توګه دندې ترسره کړې، په ۱۹۹۴ زیږدیز کال کې د کډوالۍ په مهال په پېښور کې د ازاد افغانستان د ليکوالو د ټولنې په خپرنيز ارګان ( وفا ) لپاره د خبريالپه توګه په دنده پیل وکړ، په ۱۹۹۵ زیږدیز کال کې له پېښور نه و سلواک جمهوريت ته ولاړ ، ښاغلی سوله مل تر ۲۰۰۵ زیږدیز کاله پورې په سلواک جمهوریت کې واوسېد، تر هغې وروسته انګلستان ته راغی او تراوسه په لندن کې ژوند کوي.
پنځونې او لاسته راوړنې
خپاره شوي اثار
۱ـ زړه کلا د لنډو کېسو ټولګه
۲ـ رنځورې هېلې د لنډو کېسو ټولګه.
د ښاغلي سوله مل شینواري دا اثر په دري، انګلیسي او اردو ژبو هم ژباړل شوی او خپور دی.
۳ـ پنځوس میلیونه د لنډو کېسو ټولګه د خپرېدو کال ۱۳۸۹ لمریز لیږدیز( ۲۰۱۰زیودیز) د اسد دانش مطبعه کابل افغانستان.
د ښاغلي سوله مل شینواري دا اثر په دري، انګلیسي او اردو ژبو هم ژباړل شوی او خپور دی.
۴ـ باران د لنډو کېسو ټولګه د خپرېدو کال ۱۳۹۲ لمریز زیږدیز ، د دغه کتاب چاپچارې د مومند خپرندویه ټولنې تخنیکي څانګې په جلال اباد کې تر سره کړې دي.
عبدالوکيل سوله مل شينواري ګڼ شمير پوهنيزي څېړنیزې ، تحليلي ، سياسي او ادبي ليکني کړېدي چې تر هيواد دننه او بهر په ګڼ شمير افغاني خپرونو کې خپرې شوېدي همدا شان لنډې او اوږدې راډيويي او تلويزيوني ډرامې هم کښلې دي چې د ( غچ اور ) راډيو داستان يې بیلګه ده .چې ډير کلونه پخوا چي لا د ښوونځی په لسم ټولګي کې په زده کړو بوخت و ، وليکه اوپه هماغه وخت ( ۱۹۸۰ زیږدیز ) کې له افغانستان راډيونه پرله پسې خپورشو .
ښاغلی سوله مل د سوېلي اسیا د لیکوالو او ادبپوها نو د بنسټ فعال غړی دی او درې کاله وړاندې ده ته د دغه فیستوال د غوره لیکوال ایوارد هم ور کړ شو.