پلار مې تر اوسه هم راته زما د زېږېدنې د نېټې په اړه کوټلې خبره نه شي کولی. چې کله ترې پوښتنه کوم: پلاره زه په کوم تاریخ زېږېدلی یم؟ وایي د کابل په رېشخورو کې عسکر وم، کور مو د لغمان د الینګار ولسوالۍ په کنده راجایي کې و، له عسکرۍ چې په رخصتۍ راغلم بي بي کوکۍ پر لارې راباندې ستا د پیدایښت زیری وکړ. نو پلاره که میاشت او ورځ یې نه وي در یاد، کال خو به یې در یاد وي؟ وایي پسرلی و، خدای مې دې غاړه نه بندوي د داودخان له شهادته یو نیم کال تېر شوی و.
۱۳۵۸ کال؟
هو همداسې به و.
بس ما هم همدا نېټه وټاکله هسې هم د ډېرو افغانانو د زېږېدنې تاریخونه ګډوډ دي زما یې هم په انارو.
پلار مې عجیبه سړی دی، ټول عمر یې په غربت کې تېر شوی، له دهقانۍ نیولې تر سوداګرۍ او دوکاندارۍ هره خواري مزدوري یې کړې، خو چې کله ترې د ژوند په اړه پوښتنه کوم، وایي د خدای شکر دی کندوان مو له هرڅه ډک ول.
رښتیا خو دا ده چې زه لکه تولستوی په یوه اشرافي کورنۍ کې نه یم زېږېدلی، مګر غربت هم ورته نه شم ویلی ځکه چې پلار مې یو زحمت کښه انسان دی، زما چې یادېږي، دی په خوارۍ مزدورۍ بوخت دی، د ژوند هره سخته یې ګاللې خو موږ یې نهیلي کړي نه یو.
وایي لومړی اولاد زیات خوږ وي، رښتیا یې ویلي. پلار مې چې کله ایران ته لاړو له هغه ځایه یو کال وروسته پاکستان ته راغی، زما د مور له قوله چې زه هغه وخت څلور کلن وم، زما انۍ ته یې ویلي ول چې کله له افغانستانه راتلې کډه مې هم درسره راوله. هغه سفر او د پېښور هغه تصویرونه مې اوس هم کله کله په خیال کې لکه لیدلی فلم تېرېږي، چې کله ورسېدو پلار مې د جوارو د یوه پټي ترڅنګه کېږدۍ درولې وه، یو کوچنی لاسي څراغ یې راته اخیستی و، د شپې چې به مې د ولاړو جوارو پر پټي څراغ واچاوه، یو عجیبه خوند به یې وکه. پلار ته مې یوه ملګري ګیس اخیستی و، چې کله به یې د شپې ولګاوه د بلبلکو میله به پرې جوړه شوه، د کېږدۍ یوه طرف ته پټي ول او بلې خواته یې شین چمن او د نورو مهاجرینو کېږدۍ وې. ما او زما کوچني ورور به بلبلکې په لاس کې ونیولې په خپلو وېښتانو کې به مو کېښودل او بېرته به مو پټي کې خوشې کړل. پلار مې ساده مګر ښکلی ژوند درلود. اوس کله کله فکر کوم چې زه ولې شاعر شوی یم. د پېښور په ګرمه هوا کې به مو مشران د څپرې سیوري ته ناست ول د لغمان محلي موسیقي او د پښتو د مشهورو هنرمندانو خیال محمد، هدایت الله او ګلنار بېګم سندرې به ورته په ټیپ کې غږېدلې. پلار به مې په میاشت خامخا یو ځل له ځانه سره سینما، موزیم یا نورو تاریخي ځایونو ته بیولم او د پښتنو د دود او دستور په اړه به یې معلومات راکول.
زموږ له کېږدیو سره په نیم کیلومتر فاصله کې د حاجي کیمپ نهر بهېده، د نهر په غاړه یو خامه سړک و، د سړک په غاړه د انځرګل د دکان برنډه زموږ ښوونځی و. د برنډې خوا ته د کیلو یوه دنګه ونه ولاړه وه، موږ به له نورو ماشومانو سره تر همدې ونې لاندې سبق ویلو، استاد مو په لرګینه تخته لیک لوست راښوده، یو وار به مو په خټو ولړه چې وچ به شو بیا به مو په کړکه لیکل پرې شروع کړل. چې ګرمۍ به وارخطا کړو استاد به ویل ځئ بچیانو نهر کې لږ ولامبی، همدا مو تفریح ده ژر بېرته راشئ. یو شور به جوړ شو، تر لامبلو وروسته به مو ماغزه تازه شول، ستړیا به مو ووینځل شوه، په منډه به بېرته پر خاورو کېناستو.
نه پوهېږم زموږ دهغه کلیوال استاد په خوله کې کوم جادو و، خو په یوه کال کې یې لیک لوست را وښود، کله چې له پېښوره د پښتونخوا ایالت ټل سیمې ته ولاړو، هلته د سروخېلو نومې سیمه کې ما رسمي زده کړې پیل کړې. سهار وختي د چای تر وخته په جومات کې سبقونه، بیا تر غرمې په کېږدیو کې ښوونځي او وروسته به بیا د مازیګر تر اذانه لینده په لاس د ګورګرو په بوټو کې د مرغیو لټون.
په رخصتیو کې به مې پلار له ځانه سره د تیراه او وزیرستان میلو ته بیولم. کله کله به په لاره کې بارانونه وشول، خوړونه به راغلل د غره لمنه کې به مو چېرته پناه ځای پیدا کړ، تر ډېره به ولاړ وو او د نښترو ونو ته به مو کتل، د تیراه والو ماشومانو به شور ماشور جوړ شو، په وړو وړو ټوکریو کې به یې د غره ګورګورې راوړې او موږ به ترې په بیه واخیستل. پښتني طبیعي سیمه، میلو او موسیقۍ مې پر ژوند دومره اغېزه وکړه چې سندرغاړی خو نه شوم مګر د شاعرۍ احساس ته یې زما په وجود کې وده ورکړه.
په میلو کې به د لویانو او ماشومانو ګڼه ګوڼه جوړه وه، ځینو خلکو به د کټونو پر سر کتابونه د خرڅلاو لپاره خواره کړي ول، په هر میله کې به ما دوه درې د شعر او یا کیسو کتابونه اخیستل او بیا به مې ټوله اوونۍ لوستل. له مطالعې سره مې دومره مینه وه چې تر نیمې شپې به د زاړه څراغ مخې ته پروت وم، له مور نه مې خوبونه ورک کړي وو، نیمه شپه به یې حوصله تنګه شوه، ناڅاپه به راغله او زما له لاس نه به یې کتاب چک واهه. تل به یې همدا یوه خبره کوله چې ته به اخر په دومره مطالعه ځان لېونی کړې. شعرونو او کیسو سره مې دومره مینه وه چې ان په ټولګي کې به مې هم په وزګار وخت کې د کیسو کتاب له بکسې راوویست او په لوستلو به یې بوخت شوم. پایله یې دا وه چې تر اوسه مې ریاضي نه خوښېږي، د تاریخ کتابونه په مینه لولم، شعر مې زړه ته ننوځي او ښه ناول یا کیسه چې پیل کړم نور ژوند رانه پاتې وي.
پر ۱۳۷۲ کال چې بېرته پېښور ته راغلو، هغه حاجي کیمپ بدل شوی و، هغه د کیلې ونه او هغه دوکان نه ښکارېدل، پر ځای یې پخې ودانۍ ولاړې وې. نه هغه وختونه پاتې وو او نه هغه خوندونه. شپږ میاشتې مو په کې تېرې نه شوې، لکه لړم مو لکۍ په ملا راتاوه کړه او لغمان ته وخوځېدو.
لغمان نو زما لپاره بله دنیا وه، له هر سړي سره ټوپک، اوږدې څڼې، د هر انسان په سترګو کې غوسه، ناڅاپي منډې، له هرې غونډې ډزې، زما ژوند داسې شو لکه رومانتیک فلم کې چې حماسي صحنه پیل شي. لغمان دا مهال د ټوپکیانو په واک کې و، د اوړو پاچا مجددي د چا له حاله خبر نه و. د دې لپاره چې خپل مال او ناموس وساتي هره کورنۍ اړ وه چې په کور کې دوه یا درې تنه له کوم قوماندان سره وسلوال کړي.
تازه ژمی شروع شوی و، په کور کې مو بخارۍ نه درلوده، د کلي وسطل ته ووتم چې په پیتاوي کې همزولو سره بنډار وکړم. دا ځای زموږ له کوره لږ څه لرې و، د وسطل خواته د انارو ونې ولاړې وې او لاندې ترې ویاله روانه وه، یوه شېبه د ویالې غاړې ته کېناستم، چې بېرته پورته کېدم یو بدرنګه اواز مې واورېد. چې ور ومې کتل یو لنډي توره کي ځوان راپسې نارې وهلې. چې کله ور نږدې شوم ویل یې قوماندان غوښتی یې.
چېرته؟
هاغلته پوسته کې ناست ده.
پوستې ته ورغلو قوماندان کلاشنکوف راته وړاندې کړ: ته نور زما مجاهد شوې. له دې خبرې سره مې پر سترګو تیاره راغله، په عمر کې مې وسله په لاس کې نه وه اخیستې، شاوخوا غونډیو ته مې وکتلې، د روسانو څرک نه ښکاره کېده، ټولې پوستې د همدې ټوپکیانو وې. تر مازیګره همدلته ناست وم، مازیګر مې پلار ته چا احوال ورکړی و له یوه خپلوان سره مو راغی او زه یې د قوماندان له شره خلاص کړم. بیا مې نو د همزولو بنډارونو او پیتاوو ته زړه نه ښه کاوه.
څو کاله همداسې په ککړه تېر شول، تر هغې چې طالبان راغلل. د طالبانو له راتګ سره زما د کور کلي څېره بدله شوه، زه هم یو څه ژوند او مینې ته وزګار شوم.
زموږ کور د سړک پر غاړه و، پاس پر غونډۍ مو پخوانۍ کلا وه چې څه موده دمخه مو پرې کار شروع کړی و، سهار تر چایو وروسته مې د ویالې غاړه ونیوله، وړه راډیو مې لاس کې وه، ویاله د کلي په منځ کې د توت د ونو له منځه تېرېدله. د باغ په منځ کې یوه څاه وه چې شاوخوا کورونو ترې اوبه وړلې. له باغه لا نه وم وتی چې د شا له خوا مې لنډۍ واورېده:
ها پخوانۍ مینه دې نه شته
لکه د زرو ګونګرو شور به دې کاونه
دا لنډۍ لکه غېشی زما په زړه ښخ شو، پر لاره او کار نه یم پوی شوی، نور مې خوبونه ورک شول، څو میاشتې مې یو عجیبه احساس درلود. ځان راته د ټولو هغو عشقي داستانونو اتل ښکاره کېده چې له بېوسۍ به یې سر تر هندوستانه ووت. اخر همداسې وشول د ځوانۍ لېونتوب او غربت همدومره په تنګ کړم چې نور مې باید وطن پرېښی وای. یو څه موده مې کلی پرېښود او د ملتان او کراچۍ په سختو ګرمیو کې مې مزدوري او شاعري وکړه. د شاعرۍ تومنه خو له پخوا شعرونو او کیسو، د لغمان محلي موسیقۍ او د تیراه غرونو زما په وجود کې پخه کړې وه، خو دې لنډۍ کې دومره قوت و، لکه په نغري کې لرګي تیار ایښي وي او څوک اور ورنږدې کړي. همدغه وخت کې مې د جدي شاعرۍ دوره پيل شوه، یوه ټولګه شاعري مې وکړه، مینې ته خو مې ونه رسېدم مګر کله چې مې خپله لومړنۍ شعري ټولګه [د شپې په غېږ] کې چاپوله نو په لومړي مخ مې پرې ولیکل:
هغې سندرمارې ته چې په یوه لنډۍ یې شاعر کړم.
بېرته چې کله افغانستان ته راغلم په لغمان ولایت کې مې یو کوچنی دوکان جوړ کړ، دا دوکانګوټی وروسته زما د ادبي بنډارونو په مرکز بدل شو. له ما سره به دوکان کې کتابونه پراته ول، تر سودا به مې مطالعه ډېره کوله، خپلوانو به راپورې خندل چې ټوله ورځ دې کتابونو ته سرټیټ وي، پیرودونکي راشي چې تا بوخت وویني بېرته لاړ شي، خو زه لکه چې خدای له اره دوکاندارۍ ته نه وم پیدا کړی. هغه د خوشال بابا شعر دی چې:
شیخ دې مونځ روژه کا زه به خپلې پیالې اخلم
هر سړی پیدا دی خپل خپل کار لره که نه.
یوه ورځ معلم صاحب غلام نبي ګل چې د لغمان د ځوانانو په روزلو کې د یادولو وړ شخص دی، له ما سره اشنا شو. یو کمزوری شعر مې لیکلی و، هغه مې ورته ولوست، ده په غېږ کې ونیولم او ویې هڅولم چې نور هم ولیکم. بله ورځ یې د لغمان اطلاعات او کلتور ریاست ته بوتلم چې په مشاعره کې خپل شعر واوروم. ښه مې په یاد دي لومړی ځل و چې په مشاعره کې مې شعر لوست، پښې مې رېږدېدلې، شعر مې په یو تکلیف ولوست خو چې لاندې راښکته شوم، معلم صاحب ګل خپل څادر راکړ چې خولې مې پرې وچې کړم.
د لغمان له ادبي شخصیتونو او دادب او فرهنګ مینه والو ځوانانو سره ناستې ولاړې مې ژوند بدل کړ، ادبي فعالیتونه مې زیات شول. د کار او فرهنګي فعالیتونو ترڅنګ مې دولسم ټولګی هم د الینګار ولسوالۍ په انجنیر شیرمحمد لېسه کې پر ۱۳۷۸کال بشپړ کړ. یوه ورځ مې د لغمان په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې له ښاغلي اسمعیل یون سره ولیدل، د هیلې مجله یې راکړه، پر پوخ یې د داودخان عکس و، مجله مې ډېره زیاته خوښه شوه، ویل یې یو شعر دې هم راکړه چې په هیله کې یې چاپ کړم. شعر مې ورکړ خو درې میاشتې د مجلې تر چاپېدو داسې وم لکه یو څوک چې د خپلې مینې د لیدلو په انتظار وي. لویه هیله مې همدا وه چې د هیلې مجله کې مې شعر چاپ شي، شعر مې هم چاپ شو او داسې ورځ هم راغله چې زه دهماغې مجلې مرستیال هم شوم. له مجلې سره د کار کولو ترڅنګ مې د نښترو او ګرګرو په نامه د لغمان د معاصرو شاعرانو تذکره هم ولیکله، کمپوټر او انګرېزي ژبه مې زده کړل، له ګڼو لیکوالو او مجلو سره مې ملګرتیا پیدا شوه او داسې دندې مې هم ترسره کړې چې یو وخت راته خوب او خیال ښکارېدې.
یو کار مې چې تر اوسه هم نیمګړی پاتې دی هغه د لوړو زده کړو ترسره کول دي. د هېواد ګډوډ حالاتو او د بېوزلۍ ژوند اجازه نه راکوله چې لوړې زده کړې وکړم، هر هغه څه چې مې زده کړل له ځانه مې زده کړل. هر ځای چې به راته د زده کړې چانس برابر شو ما به ترې ګټه پورته کوله، د ځان لپاره به مې ایډیال شخصیتونه پیدا کول او بیا به مې هڅه کوله چې زه هم ددوی په څېر شم. ژوند راته دا وښودل چې ټینګ عزم او لوړه اراده انسان خپلو موخو ته رسولی شي. ما چې په دا تېرو کلونو کې هر کار ته ملا تړلې ده او خواري مې کړې ده هغه هدف ته رسېدلی یم.
زما ژوند په یوې غریبې کورنۍ کې پیل شو، لوړې ژورې مې ولیدې، خو خپل همت مې ونه بایله، له پوهې او ادبیاتو سره مینې دې حد ته ورسولم چې په لوړو پوسټونو مې دندې ترسره کړې، پنځه کتابونه مې چاپ شول، تر پنځو زیات ناچاپ پاتې دي، له خپل هېواده د درېیم ځل لپاره مهاجر شوم، داسې مهاچر چې دا ځل له بده مرغه د هېواد بوی هم راباندې نه لګېږي، تېر ژوند همدا و، له راتلونکې خدای خبر چې خاوره به مو هېواد ته ورسېږي او که د امریکې د سمندر پر سر به باد باد شي. ځکه چې:
داسې اوازې دي اوس زموږ د کلي نجونو کې
سپین ویښته زرغون شول د صابر غریب بریتونو کې
زده کړې:
دولسم ټولګی ۱۳۷۸ کال، د لغمان ولایت الینګار ولسوالۍ انجنیرشیرمحمد لیسه
اوس د امریکې په میشیګن ایالت کې د حقوقو او سیاسي علومو محصل یم.
دندې:
د ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۵ کال پورې د هیلې مجلې مرستیال او د کاوون اوونیزې چلوونکی.
د ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۰۸ م پورې په افغانستان کې د ناقانونه وسلوالو د بې وسلې کولو د دفتر ویاند.
د ۲۰۰۸ نه تر ۲۰۱۰ پورې د کلیو او پراختیا وزارت د مطبوعاتي اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۰ نه تر ۲۰۱۳ پورې د افغانستان د پارلمان د ملاتړ پروژې د عامه اړیکو مسئول.
د ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۴ پورې دکاونټر پارټ د دفتر د ارتباطاتو مسئول.
۲۰۱۴د جنوري میاشتې نه تر سپتمبره پورې ایشیا فاونډیشن کې د ارتباطاتو متخصص.
چاپ اثار:
۱- د نښترو او ګورګرو څو سندرې د لغمان د شاعرانو تذکره ۱۳۸۰ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه
۲- د شپې په غېږ کې د شعرونو ټولګه ۱۳۸۱ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه
۳- د ژوند پاڼې د شعرونو ټولګه ۱۳۸۸ لمریز لېږدیز کال، لغمان فرهنګي ټولنه
۴- د ارتباطاتو لارې چارې ۱۳۹۳ لمریز لېږدیز کال، مومند خپرندویه ټولنه، ننګرهار
۵- پر پښتو شعر د جنګ اغېزې ۱۳۹۴ لمریز لېږدیز کال، د افغانستان د بشر دحقوقو دفتر، کابل.
نا چاپ اثار:
۱- زما د ژوند کیسه سندره نه شوه د شعرونو ټولګه
۲- ادبي مرکې له شلو شاعرانو او لیکوالو سره مرکې او ادبي بحثونه.
۳- هاغه زیارت وینې د لنډو کیسو ټولګه
۴- یو داستان یو نقد د نړیوالو لیکوالو داستانونو او نقدونو ژباړه.
۵- د ولسي شاعر حیاخان د شعرونو راټولونه.
۶- د لغمان ادبي او ټولنیز شخصیتونه.
۷- د افغانستان د پارلمان شپاړسمه تقنني دوره.