لیکوال او شاعر محمداسمعیل یون بیا د شمسزي د شاعرۍ په اړه په دې نظر دی چې په شعر کې یې ښکلاییز اړخ تر محتوایي اړخه برجسته دی، شعر یې له رمزي ښکلا برخه وړې، مفاهیم په رمز کې افاده کوي، شعرونه یې دومره لوڅ او بربنډ نه دي چې په اني ډول د یو لوستونکي ذهن ته ور انتقال شي، شعرونه یې په همدې ښکلي دي چې یوه خوږه پېچلتیا لري او لوستونکي مجبوروي څو څو ځله یې ولولي.
You also might be interested in
پلار مې تر اوسه هم راته زما د زېږېدنې د[...]