عطا محمد میاخېل په ۱۳۶۰ هجري لمریز کال د مرغومي ( جدي) په پنځلسمه د کابل ولایت د موسهي ولسوالۍ اړوند د کوز میاخېلو په کلي کې زېږېدلی دی.
لومړنۍ زده کړې یې د لوی استاد علامه حبیبي په لېسه کې، منځنۍ زده کړې یې د برې موسهي په لېسه کې او ثانوي زده کړې یې د کوزې موسهي په لېسه کې تر سره کړې دي او په ۱۳۸۰ لمریز کال له یادې لېسې څخه فارغ شوی دی، ښاغلي میاخېل د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې له ۱۳۸۱ څخه تر ۱۳۸۴ هـ ل خپلې لوړې زده کړې کړي او د لیسانس سند یې تر لاسه کړی.
ښاغلی میاخېل په ۱۳۸۶ لمریز کال د کب د میاشتې په شپږمه نېټه د یاد پوهنځي د بیولوژي په څانګه کې تخنیکي مرستیال (د عملي درسونو د استاد په صفت) دنده پیل کړه، چې تر دې دمه په همدې دنده بوخت دی او د دې ترڅنګ د ملي پیوستون پروګرام له خوا د کلیوالې شورا د مرستیال په توګه هم کار کوي.
عطا محمد میاخېل په علمي او مسلکي برخه کې د لا زیاتو مالوماتو د تر لاسه کولو په موخه دوه ځله ډهلي پوهنتون ته علمي سفرونه کړي.
میاخېل د خپل اکاډمیک دوران په اوږدو کې په علمي، مسلکي، ټولنیز او ادبي ډګر کې بېلابېلې لیکنې او ژباړې کړي چې د هېواد له رسنیو څخه خپرې شوي.
ښاغلی میاخېل د لومړيتوب له فعالو قلمي همکارانو څخه دی چې ټولې لیکنې یې ده ته په ځانګړې شوې پاڼه کې لوستلای شئ.
You also might be interested in
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
ژونداو مبارزه قیس افغان تاریخ: (۱۳۷۲هـ .ل[...]
Share this:TwitterFacebookLike this:Like Loading...
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی