لیکنه: نوراحمد فضلي
په قرآنکریم چي د بشر د ادراک او فهم په منظور ډېره استعمال سوې کلمه ده، هغه عقل او مشتقات ئې دي. چي په قرآنکریم کي ۴۹ ځلي ورڅخه یادونه شوېده؛ یو ځل د ((عقلوه)) په شکل، ۲۴ ځله د(( یعقلون)) په شکل، یو ځل د(( نعقل)) په شکل، یو ځل د ((یعقلها)) په شکل او هم ۲۲ دوه ویشت ځله د ((تعقلون)) په شکل کار سوېده.
استاد جوادي په دې معتقد دئ چي د قرآنکریم په ډیرو ځایونو کي چي د عقل خبره مطرح ده، هلته پر ادراک یا فهم نظر نلري، بلکي دی ورڅخه د تصمیم؛ عزم او تکل تعبیر اخلي، چي زما په فکر د استاد دغه تعبیر تر ډېره صحیح هم دئ. ځکه د عقل دنده او کار دئ، انسان د جهل په تورو تیارو کي د لوېدو څخه ساتل او را ګرځول. یعني، عقل انسان د تمایلاتو او انحرافاتو څخه ساتي او پر خپل نفس ئې واکدار جوړوي.
ځیني انسانان پوهیږي؛ بې علمه نه دي، لیکن خپل امارة نفس نسي ساتلای؛ کنټرولولای ئې نسي. ولي؟
ځکه چي دوئ هغه قوي عزم؛ اراده او تکل نلري چي د دوئ د نفس امارة په مقابل کي دي ودریږي او کنټرول ئې کړي.
بناً د الله ج دغه ارشادات چي د عقل د کارولو لپاره ئې په قرآن کي بشر ته کړیدي؛ په خپل ژوړند کي عملي کوو، خو عقل به یوازي د علم و تحصیل په مانا نه کاروو، د ټینګ عزم؛ قوي ارادې او تکل ماناګاني هم باید ورسره ملې وي، بلکي لومړیتوب باید قوي ارادې او تکل ته ورکړل سي.
او هو،
دا هم باید په یاد ولرو چي عقل به یوازي د خپل رب په خلقیاتو کي د بشر د ګټي لپاره کاروو، د خپل خالق د ښکاره او واضحو آمرونو پر وړاندي( لکه څنګه چي ابلیس د لایزال رب د آمر پر وړاندي د خپل مادي جوړښت په خاطر د الله ج د آمر څخه نافرماني وکړه او وئې ویل چي … خلقتني من النار؛ زه خو له اوره پیدا یم… الخ) به ئې نه کاروو.