ژباړه: عطا محمد میاخېل
په ډېره پخوا زمانه کې د چین هېواد د پېکنګ په ښار کې د علاء الدین په نامه یوه ځوان له خپلې کونډې مور سره ژوند کاوه، چې د یوه درزي (خیاط) زوی وو. دی ډېر کوچنی وو، چې پلار یې له دې نړۍ سره د تل له پاره مخه کړې وه. هغوی ډېر بېوزله او غریب ول. علاء الدین یو ډېر مټور او ځواکمن ځوان وو.
په دې وخت کې د ابو نذیر په نامه یو ستر او مضر جادوګر وو، چې په افریقا کې یې ژوند کاوه، هغه اورېدلي وو، چې د پېکنګ په یوه غره کې ډېر عجیب سوری شتون لري، چې په دې سوري کې یو عجیب جادویي څراغ موجود دی، مګر له سوري څخه د دې جادویي څراغ را ایستل آسانه کار نه وو، ځکه د تونل په خوله کې، چې له دې سوري سره نښلېده یوه ستر تیږه ایښودل شوې وه . یاد جادوګر په همدې خاطر چین ته راغی، تر څو دا جادویي څراغ تر لاسه کړي، ځکه دی یو بوډا سړی وو، د دې توان یې نه درلوده، ترڅو یاده تیږه د سوري له خولې څخه لرې کړي .
یوه ورځ ابونذیر په ښار کې قدم واهه، چې ناڅاپه یې په علاء الدین باندې سترګې ولګېدې، چې یو مټور او پیاوړی ځوان وو، چې په ښار کې په لوبو بوخت وو، هغه له ځان سره فکر وکړ، دا ځوان کولای شي هغه تیږه د سوري له خولې څخه لرې کړي. جادوګر ځان علاءالدین ته ورنږدې کړ او وې ویل : دی د هغه د نږدې خپلوانو له جملې څخه دی، له پوښتنې او ګرویګنې وروسته یې له علاء الدین څخه وغوښتل، چې خپل کورته یې بوځي تر څو د هغه له مور سره وګوري . علاء الدین جادوګر خپل کور ته بوته او خپلې مور ته یې ور وپېژانده. جادوګر د علاء الدین مورته وویل، چې دی د هغې د خدای بښلي خاوند له نږدې خپلوانو څخه دی او له افریقا څخه راغلی دی، تر څو له دوی سره مرسته وکړي. له دې وروسته جادوګر د علاء الدین مورته یوه اندازې پیسې او ښکلې ډالۍ ورکړې او وې ویل : وروسته له دې به علاء الدین له ماسره کار کوي او ډېر ژر به د ډېرو پیسو خاوند شي . له دې وروسته ابونذیر علاء الدین ته مخ ور واړاوه او وې ویل : زویه ! که چېرې ته په یوه کوچني کار کې له ماسره مرسته وکړې، نو له تاسره ژمنه کوم، چې په ډېره کمه موده کې به درنه یو شتمن سړی جوړ کړم .
ځکه علاء الدین او مور یې ډېر غریبان ول، نو علاء الدین په ډېرې خوشالۍ چمتو شو، تر څو له ابو نذیر سره مرسته وکړي. بله ورځ ابو نذیر علاء الدین هغه غره ته بوته په کوم کې چې یو نری تونل هغه سوري ته تللی وو، جادوګر علاء الدین ته یوه ګوتمۍ ورکړه او ورته وې ویل، چې هغه په ګوته کړي، هغه وویل : دا تیږه د تونل له خولې څخه لرې کړه او په تونل کې ننوځه، د تونل په وروستۍ برخه کې یو سوری شتون لري، چې باید هغه ته ور ننوځې، کله چې سوري ته ننوتې، په هغه ځای کې به یو ژېړ څراغ پیدا کړې، زه غواړم، چې د هغه څراغ تېل پر ځمکه تویې کړې، وروسته هغه ماته راوړې، لکه څنګه چې وینې زه یو بوډا او ناتوانه سړی یم او نه شم کولای، چې دا ټول کارونه ترسره کړم .
علاءالدین تیږه را پورته کړه او تونل ته ور ننوت، هغه هلته یوه اندازه الماس او لاجورد ولیدل، چې د جاودیي څراغ شاوخوا پر ځمکه پراته وو، هغه خپل جیبونه له دې قېمتي تیږو څخه ډک کړل، وروسته یې د څراغ تېل ټول پر ځمکه تویې کړل، هغه څراغ په خپل جیب کې کېښود او په تونل کې په څښېدو شو، تر دې چې د تونل خولې ته را ورسېده، د تونل ځمکې ډېرې لوړې او ژورې لرلې، کله چې ابونذیر، د علاء الدین په لاس کې څراغ ولیده، هغه ته یې وویل : زه وینم، چې څراغ دې تر لاسه کړ، ژر تر ژره یې ماته راکړه.
علاء الدین انکار وکړ او وې ویل : تر هغه وخته چې له تونل څخه نه یم وتلی، څراغ به درنه کړم . هغه له جادوګر څخه وغوښتل، تر هر څه لومړی یې لاس ونیسی او له تونل څخه یې بهر کړي، مګر جادوګر ټینګار کاوه، چې لومړی باید څراغ ده ته ورکړي، بیا به یې لاس ونیسي، تر څو له تونل څخه را ووځي، په دې وخت کې جادوګر ډېر غوسه شو او د خپلې جادو په وسیله یې د سوري خوله وتړله، علاء الدین په تونل کې دننه پاتې شو.
علاء الدین د دوه ورځو له پاره په تونل کې بندي پاتې شو، په تیاره کې ناست او ژړل یې، هیڅوک نه ول، چې غږ یې واوري، په داسې حال کې چې هغه ژړل او چیغې یې وهلې، خپل لاسونه یې ومروړل، ناڅاپه د ابو نذیر له ګوتمۍ څخه کومه چې علاء الدین ته یې مخکې ورکړې وه، یو ستر پېری را څرګند شو .
په داسې حال کې چې علاء الدین وېرېدلی وو، ورته وې ویل : ته څوک یې؟ له کومه ځایه راغلی یې؟ پېري په ځواب کې وویل : زه د ګوتمۍ غلام یم، زه ستا هر امر ته چمتو یم، زه ستا کومه غوښتنه پر ځای کولای شم ؟ په داسې حال کې چې د علاء الدین له سترګو رڼې اوښکې د ګرېوان په لوري څڅېدلې، وویل : د مهربانۍ له مخې ما له دې ځایه بهر کړه، په یوه شېبه کې هغه له سوري څخه ځان بهر ولید.
کله چې علاء الدین کورته ورسېده، خپله ټوله کیسه یې خپلې مور ته وکړه او ټول الماس، لاجورد او دغه راز هغه زوړ ژېړ څراغ، چې له هغه سوري څخه یې راوړی وو خپلې مور ته ورکړل او خپلې مور ته یې په ټینګار وویل، چې له څراغ څخه به سمه ساتنه کوي .
علاء الدین د هغو قېمتي تیږو، کومې چې له سوري څخه یې تر لاسه کړې وې، څو دانې وپلورلې. علاء الدین او مور یې یو څو موده ډېر ښه او خوشاله ژوند درلوده، مګر کله چې هغوی خپل ټول الماس او لاجورد وپلورل، یو ځل بیا بېوزله او غریبان شول .
علاء الدین تر سخت فشار لاندې راغی، اړ شو، تر څو هغه څراغ، کوم چې له سوري څخه یې ترلاسه کړی وو لرې وغورځوي . یوه ورځ مور یې علاء الدین ته وویل : په دې څراغ کې څه دي، چې ابونذیر یې غواړي؟ وګوره څومره زوړ او زنګ وهلی دی. له دې وروسته یې وغوښتل، چې په خپل لسټوني د څراغ دوړې او خاورې پاکې کړې . ناڅاپه له څراغ څخه یو ستر او مټور پېری، چې د ګوتمۍ د پېري په پرتله ستر وو، له لوګي سره یو ځای را بهر شو، هغه وویل : خبر اوسئ، چې زه د دې څراغ پېری یم، چې له ټولو پېریانو څخه ستر یم، زه ستاسو امر ته چمتو یم، ماته حکم وکړئ، تر څو یې ترسره کړم، تاسو له ما څخه څه غواړئ ؟
علاء الدین ځواب ورکړ : زه وږی یم، ماته د خوړلو له پاره یو څه راوړه . پېري د سترګو په رپ سره، د دوی دستر خوان له ښو او خوندورو خوړو څخه ډک کړ .
اوس نو علاء الدین پوه شو، چې ابونذیر ولې هڅه کوله، چې دا څراغ تر لاسه کړي، د خوړو له خوړلو څخه وروسته علاء الدین پېري ته امر وکړ، چې ده او مور ته یې ښکلې او په زړه پورې جامې جوړې کړي او دغه راز د ګلانو سیمه یې په یوه ښکلې ماڼۍ بدله کړي، په یوه شېبه کې دا ټولې غوښتنې پرځای شوې، ډېر ژر هغوی د چین په شتمنو خلکو بدل شول.
یوه ورځ علاء الدین د امپراتور لور ولیده او پرې مین شو، وې غوښتل، چې له هغې سره واده وکړي، مګر د علاء الدین مور د خپل زوی له دې نظر سره مخالفت وکړ او هغه یې له دې واده څخه منع کړ، مګر علاء الدین خپلې مور ته وویل : زه د چین تر ټولو شتمن سړ یم، هر څوک له ما څخه غواړي تر څو شهزاده واوسم، له درې ورځو وروسته به ښکلې او په زړه پورې ډالۍ زما له خوا امپراتور ته وروړې.
د علاء الدین مور درې ورځې وروسته له طلایي جامونو سره، چې د طلا له سکو، الماس، یاقوت او قېمتي تیږو څخه ډک ول، امپراتور ته ورغله، دا ټول څیزونه د څراغ پېري ورته چمتو کړي ول، د دې ټولو قېمتي ډالیو له وړاندې کولو څخه وروسته، د علاءالدین مور خپل زوی ته د امپراتور لور وغوښتله او څرګنده یې کړه، چې زما زوی له شهزادګۍ سره ډېره زیاته مینه لري او غواړي، چې له هغې سره واده وکړي .
امپراتور چې د الماسو او نورو قېمتي تیږو په لیدو حیران شوی وو، له خپل وزیر سره یې په دې اړه مشوره وکړه، وزیر د دې صحنې په لیدو له علاء الدین سره کینه وکړه، امپراتور ته یې مشوره ورکړه او وې ویل : عالي جنابه ! ستا لور یوې ښکلې ماڼۍ ته اړتیا لري، تر څو هلته ژوند وکړي، له علاء الدین څخه وغواړه، چې ستا د ماڼۍ په وړاندې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړي .
علاء الدین د څراغ پېري ته امر وکړ، چې د امپراتور د ماڼۍ په وړاندې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړي، چې حتی د امپراتور له ماڼۍ څخه هم ښکلې وي. د څراغ پېري د نورو پېریانو په مرسته په یوه شپه کې د امپراتور د ماڼۍ په وړاندې، داسې یوه ښکلې ماڼۍ جوړه کړه، چې په ټوله نړۍ کې یې ساری نه لیدل کېده .
کله چې سبا امپراتور له خوبه پاڅېده، د دې ښکلې ماڼۍ په لیدو حیران شو او ژمنه یې وکړه، چې خپله لور به علاء الدین ته ورکوي، بله ورځ علاء الدین او شهزادګۍ واده وکړ، د هغوی د واده په مراسمو کې ابونذیر هم ګډون درلوده، کله چې یې په علاء الدین سترګې ولګېدې، په همغه شېبه یې وپېژنده او د خپلې جادو په وسیله یې دا ومونده، چې علاء الدین دا ټول شته د همغه جادویي څراغ په مرسته، چې دی په لټه کې وو تر لاسه کړي دي . هغه یو پلان وسنجاوه او وې غوښتل، تر څو یاد څراغ تر لاسه کړي. یوه ورځ کله چې علاء الدین د یوه کار په موخه له کوره بهر تللی وو، جادوګر یو شمېر مسي څراغونه، چې له بازاره یې اخیستي او په یوه ټوکرۍ کې یې اچولي وو، د علاء الدین د ماڼۍ په لور وخوځېده، هغه په لاره کې داسې نارې وهلې، راشئ خپل زاړه څراغونه په نوو بدل کړئ، نوي څراغونه د زړو په بدل کې !
د کنیزانو له ډلې څخه یوې کنیزې شهزاګۍ ته وویل : زما د ارباب په کوټه کې یو زوړ او زنګ وهلی څراغ دی، که ستا اجازه وي هغه به په یوه نوي څراغ بدل کړم، کوم چې دا بوډا سړی یې خرڅوي. شهزادګۍ ورسره ومنله او وې ویل : د علاء الدین دا زوړ څراغ په یوه نوي څراغ بدل کړه . شهزادګۍ له ځان سره وویل : کله چې علاء الدین دا نوی څراغ وویني، نو زما له دې کار څخه به ډېر خوښ شي، شهزادګۍ نه پوهېده، چې دا زوړ څراغ د علاء الدین له پاره ډېر ارزښت لري. جادوګر وروسته له دې چې زوړ څراغ یې په نوي بدل کړ، ډېر خوشاله شو او فوراً له هغه ځایه لاړه، بالاخره جادویي څراغ د هغه شو، هغه یوه آرام او هوسا ځای ته لاړه او څراغ یې په خپلو لاسونو وموښه، په ناڅاپي ډول د څراغ پېری یې مخې ته څرګند شو او امر ته چمتو ودرېده، جادوګر پېري ته امر وکړ، چې د علاء الدین ښکلې ماڼۍ سره له شهزاګۍ او نوکرانو د افریقا یوې لرې سیمې ته ولېږدوي. ماڼۍ سره له ټولو کسانو او توکو، چې دننه پکې ول فوراً له سیمې ورکه شوه او افریقا ته ولېږدول شوه، د دې صحنې په لیدو امپراتور ډېر خواشینی شو، کله چې علاء الدین بېرته کورته را وګرځېده، ګوري چې ماڼۍ په خپل ځای کې نه شته، ډېر حیران او خواشینی شو. امپراتور ورباندې په غوسه شو او وې ویل : که چېرې تر سبا پورې دې زما لور بېرته را نه وسته، نو تا به ووژنم .
بېچاره علاء الدین ډېر خواشینی شو او هر څه یې له لاسه ورکړي وو، هغه له ډېرې غوسې خپل لاسونه ومروړل، چې ناڅاپه لاس یې په ګوتمۍ ولګېده او فوراً د ګوتمۍ پېری یې مخې ته څرګند شو او وې ویل : تاسو څه امر کوئ قربان دې شم ؟ !
علاء الدین په ځواب کې ورته وویل : زه غواړم، چې ماڼۍ او مېرمن مې بېرته راولې، د ګوتمۍ پېري ځواب ورکړ : هغه څه چې ته یې غواړې زما له توانه بهر دی، د څراغ پېری له مانه ډېر ځواکمن دی او کېدای شي هغه ما و تا دواړه ووژني، یوازې د څراغ پېری کولای شي، چې دا کار تر سره کړي. علاء الدین وویل : نن شپه یوازې ما خپلې ماڼۍ ته ورسوه .
په همغه شپه د سترګو په رپ سره علاء الدین په افریقا کې خپل ځان د خپلې ماڼۍ په وړاندې ولیده، له نېکمرغه چې په هغه شپه جادوګر په کور کې نه وو، هغه خپله مېرمن ولیده، چې د کړکۍ په یوه څنډه کې ولاړه وه او ژړل یې؛ د علاء الدین په لیدو شهزادګۍ ډېره خوشاله شوه او ورته وې ویل، چې جادوګر ابونذیر څنګه وتوانېده، چې ما زنداني او په وهلو او ډبولو مې د کور د کارونو ترسره کولو ته اړه کړي؟ علاء الدین خپلې مېرمنې ته یوه اندازه وژونکي زهر ورکړل، تر څو یې د جادوګر په ګیلاس کې واچوي او خپله د ماڼۍ په یوه ګوښه کې پټ شو .
کله چې جادوګر کور ته راغی، نو شهزادګۍ د شرابو پوه پیاله ورکړه، چې زهر پکې تویې شوي وو، جادوګر په ډېرې خوښۍ او لېوالتیا هغه ګیلاس د شهزاګۍ له لاسونو واخیست او په سر واړاوه، جادوګر پر ځمکه اوږ وغځېد او مړ شو . علاء الدین له خپل پټنځای څخه را بهر شو او د څراغ په لټه کې شو، هغه ټوله ماڼۍ ولټوله، خو څراغ یې پیدا نه کړ، بالاخره ستړی او د څراغ له موندلو څخه ناهیلی شو، بالاخره هغه د جادوګر د خوب کوټې ور ننوت، چې په جادویي څراغ یې سترګې ولګېدې، چې د بالښت لاندې ایښی وو، هغه په خوشالۍ هغه را پورته کړ او په خپلو لاسونو یې وموښه، کله چې د څراغ پېری را څرګند شو، نو علاء الدین ورته امر وکړ، چې موږ بېرته خپل اصلي ځای ته ولېږدوه .
بله ورځ امپراتور یو ځل بیا ښکلې ماڼۍ ولیده، چې د ده د ماڼۍ په وړاندې ولاړه وه، هغه د خپلې لور په لیدو ډېر خوشاله شو، نور نو شهزادګۍ د مکار جادوګر له شره ژغورل شوې وه . علاء الدین ټوله کیسه امپراتور ته وکړه، په دې ترتیب هغوی بېرته چین ته لاړل او خپل پاتې ژوند یې په خوښۍ او هوساینې سره تېر کړ .