• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

علامه اقبال د خپل زوی له خولې

Home ژباړهعلامه اقبال د خپل زوی له خولې
علامه اقبال د خپل زوی له خولې

علامه اقبال د خپل زوی له خولې

جاوېد غوربندی
«اقبال اکاډمي» د علامه اقبال په اړه د ده د زوی، قاضي جاوید اقبال مقالې راټولې کړي او د کتاب په شکل يې خپرې کړي دي.
يوه ليکنه يې د «He was my father» په نامه ده او د پلار په اړه يې ډېرې جالبې خبرې کړي دي. د علامه اقبال شعر، فکر او ژوند ټولو ته معلوم دی. په سلګونو کتابونه په مختلفو ژبو په کې خپاره شوي، خو د ژوند ډېر شخصي او کورنۍ برخه يې تر اوسه ډېره نه ده سپړل شوې او ډېر څه پرې نه دي ليکل شوي.
ما چې د جاويد اقبال دغه ليکنه وليده، ډېره مې خوښه شوه او ومې غوښتل چې له خپلو لوستونکو سره يې لنډيز شريک کړم.
جاويد اقبال ليکي:
پلار مې نرم زړی و. وينو ته يې نه شو کتلای او نه يې د قربانۍ حلاله ليدلای شوه. خو ما ته به يې تل ويلې چې د قربانۍ ننداره وکړم. هغه غوښتل زما زړه کلک کړي او د قربانۍ په فلسفه مې وپوهوي. تل به يې مجلسو ته ورسره بوتلم. زه شرمېدوکی وم او تل به غلی وم؛ خو ده غوښتل چې مجلسونو کې خبرې وکړم او دی راته ګوري.
زما پلا لټ و. ډېر لټ و. کله نا کله خو به ځان خپل خادم کېکاږه. سګرټ و چلم به يې ډېر څښول. شعرونه يې ډېر خوښېدل. کله نا کله به يې خپل شعرونه هم اورېدل.
هغه صوفي طبعی و. د صوفيانو قبرونو ته به ډېر ورته. زه چې کوچنی وم، يو وار يې د يوه صوفي قبر ته بوتلم. د کورنۍ غړو راته ويلي وو چې ستا د پيدايښت دعا يې د ده له قبر سره کړې وه. د قبر څنګ کې کېناست او تلاوت يې پيل کړ، په ژړا شو، دومره په زوره يې ژړل چې زه يې وډار کړم.
غريب سړی و، پيسې يې ډېرې نه لرلې. موږ په کرايي کور کې اوسېدو. مور به مې تل ورته ويلې چې پيسې پيدا کړه چې کور واخلو، يوه ورځ يې د کور اخيستو لپاره څو روپۍ موندلې وه. کور يې واخيست خو په درېيمه ورځ مې مور مړه شوه.
پلار به مې راته ويلې چې له خپلې خور سره په نرمۍ چلند وکړم. خور ته به يې د جرمنۍ مېرمن کيسې کولې او ويل به يې چې جرمنيانې ډېرې غيرتي وي.
هغه په جامو ډېرې پيسې نه لګولې او نه يې ما ته اجازه راکړې وه چې قيمتي جامې واغوندم يا په څپليو له اتو روپيو ډېرې ولګوم. راته به يې کړه چې «ته خو څه د لارډ زوی نه يې». هغه به پتلون نه خوښاوه. ما ته يې ويلې چې تل شرقي جامې واغوندم.

[review]

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د ستالين مړينه

د ستالين مړينه

Jan 25, 2015

– جاويد غوربندی – جوزېف ستالين په روسيه کې د[...]

منډېلا، منديلا، lomritob
منډېلا

د نېلسن منډېلا يوه کيسه

Jan 29, 2015

جاويد غوربندی د جنوبي اسيا بلکې د نړۍ مشهور شخصيت[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022