ژباړه: محمود سعيد
علمي نظريه د فرضيې يا فرضيو لنډيز دی چې د پرلهپسې ازموينو په وسيله يې ملاتړ کيږي. علمي نظريه د نظريې يو ځانګړی ډول دی چې په علمي کړنو کې کارول کيږي. د نظريې ویی ښايي پوښتونکي ته په کتو په بېلابېلو ډولونو مانا شي.
د مارلبرو په پوهنتون کې د بيولوژي پروفېسبور جيمي ټانر په وينا د پوهانو له لوري د نظريې د ويي کارول د عامو وګړو له کارونې سره توپير لري. عام خلک د نظريې ویی د انګېرنې يا اېډيا په مانا کاروي خو په علم کې نظريه له واقعيتونو څخه زموږ د تفسير يا اخستنې په مانا ده.
د يوې علمي نظريې د رامنځته کېدنې بهير
ټولې علمي نظريې په لومړيو کې فرضيې وې. د وبستر ډکشنرۍ له مخې فرضيه هغه اېډيا ده چې لا ثبوت شوې نه وي. که له فرضيې څخه د ملاتړ له پاره کافي شواهد راټول کړل شي؛ هغه بل پړاو ته ځي او په علمي چلند کې فرضيه د يوې نظريې په توګه یعني د هغې پديدې له پاره د باوري روښانتيا په توګه منل کيږي.
ټانر وروسته وروسته روښانوي چې علمي نظريه د ليدنو او واقعيتونو له پوره يو چوکاټ دی. ښايي نظريې او په هم له هغو څخه زموږ انګېرنې بدلون ومومي خو خپله واقعيتونه بدلون نه مومي. ټانر نظريې له هغې ټوکرۍ سره تشبېه کوي چې پوهان پکې موندل شوي واقعيتونه او خپل ليدونه اېږدي.
د نظريې بنسټونه
د برکلي کليفورنيا پوهنتون نظريه د ډېرو پديدو له پاره د يوې پراخې او طبيعي روښانتيا په توګه تعريفوي. نظريې لنډې، منسجمې، اصولي، د لرليد او په زياته توګه د پلي کېدو وړ دي او د ډېرو فرضيو له بشپړېدو څخه تر لاسه شوې دي. هره علمي نظريه بايد د واقعيتونو په دقيقو او منطقي ازمايښتنو ولاړه وي. واقعيتونه او نظريې يو له بله دوه بېل مفاهيم دي او يو له بله توپير لري. په علمي چلند کې د هغو ليد وړ او يا اندازه کېدونکو حقایقو او له واقعيتونو څخه د پوهانو د روښانتيا او تفسيرونو تر منځ زيات توپير شته.
د علمي نظريو يوه مهمه برخه هغه څرګندونې جوړوي چې د ليدلو وړ پایلې لري. د نيوټن د راښکون د نظريې په شان يوه ښه نظريه سره يو لاس وي؛ يعني د مسايلو د حل له پاره د محدود شمېر کړنلارو لرونکې وي چې کولای شو له هغو څخه په ډېرو علمي برخو کې ګټه واخلو. د ښې نظريې بله ځانګړنه دا ده چې نظريه له يو شمېر داسې فرضيو جوړه شوي وي چې هره يوه په ځانګړي ډول د ازموينې وړ وي.
علمي نظريه په علمي چلند کې وروستی ځواب نه دی. کېدای شي نظريې هم د فرضيو په شان ثبوت او يا رد شي. هماغه شان چې مالومات زياتيږي او د وخت په تېرېدو د اټکلونو دقت پرمختګ کوي؛ کېدای شي نظريې ښې او سمې شي. نظريې د زيات او نوي علم او پوهې بنسټونه دي. راټول شوي مالومات د علمي کارونې پړاو ته رسيږي او پوهان د اختراعوو او ناروغيو ته د درملنې لارو موندلو له پاره له نظريو څخه ګټه اخلي.
ځينې کسان باور لري چې نظريې په قوانينو بدليږي؛ په داسې حال کې چې په علمي چلند کې نظريې او قوانين په بشپړ ډول بېل او توپيري رول لري. قانون د هغې پديدې روښانتيا ده چې ليدل شوې او په هره ازموينه کې يې پایله سمه ده. قانون دا نه روښانوي چې يو څه ولې سم دي؛ يوازې وايي چې دا سم دي. له بل لوري نظريه نظريه هغه مالومات چې د علمي پروسې په اوږدو کې راټول شوي دي روښانوي. ځکه نو د علم د ښوونکو د ملي ټولنې د تعريف له مخې له دې سره چې قانون او نظريه د علمي پروسې برخې دي؛ يو له بله د ډېر توپير لرونکي دي.
سرچينه: www.livescience.com
You also might be interested in
د مينې څومره والى او څرنگوالى كه د يوه انسان[...]
سلفیان یا د شیخ محمد بن عبدالوهاب بلنه پېژندنه: سلفیان یا[...]
ليکنه: محمود سعيد که څه هم دا ساده پوښتنه ښکاري[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی