ژباړه: محمود سعيد
بشر تل د کایناتو د تفسير، د پېښو د رامنځته کېدلو د دليل او د طبيعت د مهار په لټه دی. سېلابي بارانونه، د لمر ختل او لوېدل، وچکالي، ښېرازي، د ماشومانو مړينه او د ناروغيو خپرېدل د بشر په اند له دليل پرته نشوای کېدای. زموږ انساني نيکونو فلسفي پوښتنې او په پیروۍ يې تفکر درلودلی دی.
دوی له ځانونو پوښتل: د انسان د پيدايښت سرچينه څه ده؟ د ژوند هدف څه دی؟ له مرګ وروسته څه کيږي؟ د نړۍ په تفسير او د علم او علمي چلند په نه شتون کې اسطورو او (د درواغو) خدايانو دا بار په اوږو درلود او هره پېښه يې د خوښۍ يا غوسې له خدای يا ارواوو سره تړله.
د سمندر خدای، د توپان خدای، د ښېرازۍ خدای، د جګړې خدای او …هر يوه د کايناتو د يوې برخې مديريت په غاړه درلود. د تاريخ مطالعه موږ ته ښيي چې د بشر ليد څه ډول د تېرو ۲۶۰۰ کلونو په بهير کې له تالس رانيولې تر اوسه پراختيا موندلې.
په زړه پورې دا ده چې د هرې نظريې پراختيا، د هماغې نظريې د نقد له منځه لاس ته راغلې. د بېلګې په ډول د تالس نظر دا و چې ځمکه د کښتۍ په شان په اوبو ولاړه ده.
انکسيمندر په هغه نظر په زړه پورې نقد وکړ؛ هغه وپوښتل: که ځمکه د کښتۍ په شان د سمندر په اوبو ولاړه ده؛ نو دا سمندر په څه ولاړ دی؟
وروسته يې نظر دا ډول ورغاوه: داسې هېڅ څه نشته چې ځمکه ودروي؛ ځمکه له دې کبله په سکون کې ده چې واټن يې له هر څه څخه يو شان دی.
د فزيک په نه شتون کې ستوري پېژندنې او علمي چلند د کايناتو د پېژندنې او ابعادو د کچ کولو لپاره افسانو ته مخه کوله او فکر يې کاوه چې ځمکه د تارتاروس (۱) او اورانوس (۲) تر منځ ده.
د اسطورو پر بنسټ د اورانوس او ځمکې واټن په هغه کچه دی؛ که له آسمانه يو برنزي سندان ځمکې ته راپرېږدو؛ نهه ورځې او نه شپې به لاره وهي او په لسمه ورځ به ځمکې ته رسيږي.
تارتاروس هم په همدې واټن له ځمکې لرې دی او د زاړه يونان د اسطورو پر بنسټ زئوس هغه ته سرکښه دېوان هغه ته ور وار کړي وو.
دا ټول داستانونه او اسطورې د کایناتو د تفسير لپاره هڅې وې او له تاريخي اړخه د اوسني فزيک نيکونه ګڼل کيږي. وروسته بيا دې نظرونو په تدريج سره د نقد او بيا پر نقد د نقد په مرسته پراختيا ومونده.
د اريستارخوس، بطليموس او کوپرنيک د موډلونو په شان د هرې نظريې د علمي نقد په رڼا کې نوې نظريې وپنځېدې چې لا دقيقې، منسجمې او د کايناتو له واقعيتونو سره همغږې وې.
د بېلګې په ډول د کپلر قوانينو د کایناتو څرنګوالی په ځلونو له پخوانيو موډلونو په ښه ډول روښانه کړ.
هماغه ډول چې د نيوټن د قوو مفهوم بيا وروسته د انشټين له نظريې سره د نسبيت مرحلې ته ولېږدېد. په واقعيت کې بديله او ځایناستې نظريه د پخوانۍ نظريې رغول شوی روايت دی چې د کميو په سمون او د خطاوو په لرې کولو سره د پېژندنې يا معرفت پر لور يو ګام وړاندې تګ ګڼل کيږي.
ځينې علمي نظريې د انقلابي نظريو په ډول مطرح کيږي چې د اوسني وخت دوديز ليد له جرړو څخه ننګوي.
د بېلګې په ډول داروين د ژوند پېژندنې دوديزه نظريه په بنسټيز ډول له منځه يووړه. همدا شان د جيجي ټامسن له لوري د الکترون کشف له ۲۴۰۰ کلونو وروسته د اتوم د نه وېش نظريه راوپرځوله.
په اوسني وخت کې هم د نويو نظرياتو جوړښت د پخوانيو نظريو د خطاوو په پېژندلو او نقد په هډوکو ولاړ دی. په ۱۹۰۳ زېږديز کال کې د ټامسن اتومي موډل ډېر زر خپل ځای په ۱۹۱۱ کې د راترفورد سيارهاي موډل ته پرېښود.
د راترفورد نظريې څرګندوله چې الکترونونه په يوه ګردي ډوله مدار کې د اتوم د هستې شاوخوا تاويږي.
دې نظريې هم زيات دوام ونه کړ او په ۱۹۱۳ کال کې د بوهر په وسيله له منځه ولاړه. بوهر د راترفورد د موډل په نقد کې داسې استدلال وکړ چې که ذرې، د شمسي نظام د سيارو په شان د لمر په شاوخوا وڅرخيږي؛ بايد د ماکسوېل د الکترومقناطيسي معادلو پر بنسټ چې هره بار لرونکې خوځنده ذره په يوه الکتروستاتيک ميدان کې له خپل ځانه د الکترومقاطيسي څپو په ډول انرژي خپروي؛ بايد د هستې منځ ته ولويږي. له هغه ځايه چې دا ډول پېښه نه رامنځته کيږي؛ له همدې کبله د راترفورد اتومي بېلګه له يوه جوړښتيزې نيوکې سره مخ شوه.
هماغه ډول چې د ځمکې په اړه د تالس نظريه د انکسيمندر له لوري وننګول شوه او د دې نقد په رڼا کې لا ښې، رغنده او منسجمې نظريې رامنځته شوې. هماغه ډول چې کوپرنيک، داروين، نيوټن، فارادي، ماکسوېل، انشټين، مانډل، کرېک، واټسن، هایزنبرګ، شرودينګر او …هر يوه له علمي چلند څخه په ګټه اخستنه د پخوانيو نظريو په نقد او د نويو او انقلابي نظريو د پنځولو په مرسته، د کايناتو په اړه زموږ ليد له ريښو څخه بدل کړی دی.
سرچينه: بېګ بنګ
1- تارتاروس: په يوناني افسانو کې تارتاروس د ګناهکارو د سزا ځای او په يو ډول د ځمکې په تل کې دوزخ و. د زاړه يونان په اسطورو کې کرونوس او نور دېوان (تایتان) چې له خدایانو سره جنګېدل؛ په تارتاروس کې بندي شوي وو.
2- اورانوس: له يوناني اسطورو د يوې نوم دی چې د آسمان او په يو ډول له ځمکې پورته جنت ګڼل کيده او د اسطورو پر بنسټ د زئوس نيکه او کرونوس پلار و.