ليکنه: محمود سعيد
د اوسني انسان ټول ژوند او چاپېريال علمي لاسته راوړنو پوښلی دی. د علم له پرمختګ پرته ناشونې وه چې انسان د پرمختګ او تمدن دې پوړ ته ورسيږي. د علمي لاسته راوړنو په سيوري کې انسان توانېدلی چې نسبي آرامي ومومي او نور په غارونو او ځنګلونو کې ژوند ونه کړي. ښايي په دې اړه مو وخت ناوخت د ډېرو کسانو تر منځ بحثونه اورېدلي وي چې علم څه ته وايي، پوهه څه ده، عالم څوک دی او دا چې د ديني او ساينسي علومو تر منځ توپيرونه څه دي. زموږ په ټولنه کې د عامو وګړو تر منځ ډېره خپره انګېرنه دا ده چې ديني پوهې ته علم او ساينسي يا تخنيکي پوهې ته مسلک يا کسب وايي.
تر ټولو لومړی بايد روښانه کړو چې د نويو تعريفونو پر بنسټ علم او پوهه توپير لري. پوهه په عمومي ډول ستر مفهوم لري او علم د خپلې يوې برخې په توګه په ځان کې رانغاړي. په ټوليز ډول بشري پوهه په څلورو سترو څانګو وېشلای شو: دين، علم، هنر او فلسفه
د علم څرنګوالی او تعريف خپله يو ستر علمي ـ فلسفي بحث دی چې هغې ته د علم فلسفه وايي. علم زموږ د چارچاپېړه نړۍ او کايناتو په اړه د نسبي ډاډ وړ پوهې تر لاسه کول دي. علم يو عربي ویی دی چې د پوهېدلو، پوهې، زده کولو او پوهولو په ماناوو کارول کيږي. په انګليسي کې د علم معادل (Science) دی چې د لاتين ژبې له (Scientia) نه چې د پوهې او پوهېدنې په مانا دی اخستل شوی دی. د علم د تعريف په اړه د پوهانو تر منځ بېلابېل نظريات شته. ذکريا رازي وايي:
«علم جوت دی او تعريف يې ناشونی دی؛ ځکه له علم نه روښانه څه نه نشته چې په مرسته يې علم تعريف کړای شو.»
د دوديز تعريف له مخې علم د ناپوهۍ پر وړاندې نسبي پوهې ته وايي. دا تعريف د بشريت له منځته راتلو سره يو ځای رامنځته شوی دی او له مخې يې د پوهې د بېلابېلو څانګو څخه په يوې يا ډېرو پوهېدنې ته علم وايي. د علم معاصر تعريف بيا د تجربي پر بنسټ د پوهې په لاس ته راتلو ولاړ دی. د دې تعريف له مخې علم د څو ځانګړو تجربي څانګو په اړه پوهې ته ویل کيږي.
په ختيځه نړۍ کې اوس هم تر ډېره علم (Science) او پوهه (Knowledge) په يوه مانا کارول کيږي؛ په داسې حال کې چې په لويديځ کې د علم (Science) د ويي له کارونې څخه موخه روښانه ده او يوازې د تجربي پوهې لپاره کارول کيږي. په پښتو، دري او عربي ژبو کې د (Science) د کلمې لپاره د يوه وړ بديل نه شتون د دې لامل شوی دی چې ډېر کسان د علم له نامه څخه ناسمه ګټه پورته کړي. ډېر کسان په شعوري يا غیر شعوري ډول د علم او علمي ويو په کارولو سره د معلوماتو، فلسفې او ادبياتو لپاره د تجربي علومو ځانګړنې، اعتبار او ارزښت خپلول غواړي. د بېلګې په ډول وايي چې علم د روح شتون ثابت کړی دی. دلته له علم څخه د دوی موخه د تجربي علومو پایله نه بلکې هماغه فلسفي او کلامي دلایل او اټکلونه دي. ښايي ووايو چې علم د کایناتو د تفسير او درک لپاره هڅه ده. دا تعريف تر يوې کچې سم دی چې دقيق نه دی. دا ځکه چې فلسفي نظريې او اېډيولوژۍ هم د کایناتو د تفسير او پوهېدنې لپاره هڅه ده خو په علمي کړۍ کې ځای نه لري.
انشټاين وايي:
«د علم اصلي هدف د لږ شمېر فرضيو او اصولو څخه د منطقي پرتلې په مرسته د ډېرو زياتو تجربي واقعيتونو څېړل دي.»
د شپاړسمې زېږديزې پېړۍ تر پیل پورې په لويديځ کې ټولو علومو د فلسفې په غېږ کې وده کوله. په لرغوني يونان علم او فلسفه يو ګڼل کېدل. د ارستو او اپلاتون په ګډون د هغه مهال ټول فیلسوفان هم عالمان وو او هم فیلسوفان. په همدې ډول د کوپرنيک، کپلر او ګاليله کړنو ته يې د طبيعي فلسفې (Natural Philosophy) نوم ورکړ او وروسته د فزيک تر نامه لاندې له فلسفې بېل شول. تر دې چې د دې پېړۍ له پیل او د تجربي علومو له پرمختګ او د معرفت په تر لاسه کولو کې د تجربې د ارزښت په زياتېدلو نوې پوهه رامنځته شوه چې له ځينو اعتقادي او فلسفي ګروهنو سره يې توپير درلود.
نن ورځ د علم زدهکړه خپله د علم لپاره نه بلکې له هغه څخه په عمل کې د ګټې اخستو لپاره ده. په دې اړه اګوست کنت وايي:
«علم د وړاندوينې لامل دی او وړاندوينه عمل رامنځته کوي؛ هغه کړنه چې د انسان غوښتنو ته ځواب وايي.»
علم د مادي نړۍ په اړه د مالوماتو راټولولو او په هغو د پوهېدلو لار ده. علم، طبيعت هماغه ډول څرګندوي لکه څنګه چې دی؛ نه هغه ډول چې بايد وي او يا يې موږ غوښتونکي يو. له فلسفې او هنر سره د علم توپير په همدې کې دی. علمي قضيې نه د رد او نه هم د منلو وړ دي. نظريې، فرضيې او تيورۍ هېڅ يوه قطعيت نه لري او په علم کې قطعيت بې مانا دی. علم د قطعياتو نه بلکې د ظننياتو په لټه کې دی. له همدې کبله ده چې عالمان (ساینسپوهان) د مطلق معرفت ادعا نه کوي او ان هغه بنسټيزې نظريې چې د نويو څېړنو او تجربو له مخې ناسمې ثابتې شي؛ له مخې لرې کوي. د نيوټن د جاذبې قانون د دې کړنې يوه ښه بېلګه ده.
ساينس او قرآن
هماغه شان چې کاينات او ورسره انسان تل د بدلون په حال کې دي؛ ورسره جوخت علمي تعريفونه او پایلې بدلون مومي. له همدې کبله ده چې له ټولو ساينسي فرضيو او تجربو سره د قرآني نصوصو پرتله ناسمه ده.
آيا رياضي علم دی؟
ځينې متفکرين رياضيپوهان عالمان ګڼي او د رياضي ثبوتونه د تجربي ازمايښتونو معادل ګڼي خو ځينې نور بيا رياضي ته د علم په سترګه نه ګوري؛ ځکه چې د رياضي نظريې او فرضيې د تجربي ازموينې وړ نه دي. د يادونې وړ ده چې که رياضي علم وګڼو او يانه خو بايد په ياد ولرو چې رياضي د علم لپاره اړينه ده.
سرچينې: بېلابېلې انټرنېټي پاڼې