لیکوال، شاعر او قضاوتمند عنایت الله حافظ د حیات الله حیات حافظ زوی، د ننګرهار ولایت، چپرهار ولسوالۍ، په حافظانوکلي کې په ۱۳۶۳ لمریز کال زیږیدلی دی. حافظ صاحب په ۱۳۸۵ لمریزکال د شرعیاتوپوهنځۍ فقه اوقانون له څانګې نه په لومړۍ درجه لیسانس او په ۱۳۹۴ لمریزکال د همدې څانګې نه پوهنلیک (ماسټري) ترلاسه کړه. عنایت الله خان د شیخ ذاهد، سیدجمال الدین افغان او ځینوخصوصي پوهنتونوکې د استاد په صفت پاتې شوی دی. د پښتونستان، اوونیزه، سپین غر او غوټۍ مجلې مسول مدیر او د قضا مجلې او ځینو رسنیوسره د علمي لیکنو په برخه کې همکارپاتې شوی او اوسمهال سترې محکمې سره د قاضي په توګه دنده سرته رسوي او همدارنګه د شرقي زون د قضاتو د ټریننګ پروګرام استاد هم دی. دی په دوه رسمي ژبو (پښتواو دري)، دوو نړیوالوژبو( انګلیسي او عربي) او په اردو ژبې باندې د لیکلو، اوریدلواو ویلو صلاحیت لري، او دمعاصرې تکنالوژۍ سره بشپړه اشنايي لري. حافظ ته شاعري په ناشعوري اوتحت الشعوري ډول دخپل تره نصرالله حافظ نه راپاتې ده، منظومه وینا یې د شعر مالږه او هنریت لري، او د شعر آر توکي یې په ویناووکې لیدل کېږي. هرښه لیکوال بایدد خپل فکرتولیدولري او د فکر د تمرین په نتیجه کې داسې پیچلي مسایل ټولنې ته وړاندې کړي، چې مخکې پرې بحثونه نه وي شوي، چې د حافظ صاحب په لیکنوکې د دې خپل نظریات او افکار زښت زیات دي او په ښه ډول یې د لیکوالۍحق ادا کړی دی. دځینوخلکونومونه او تخلصونه د انسان له باطن، سیرت او داخلي جوړښت سره معنوي اړیکه لري نوځکه حافظ د ډېروزیاتوعلمي مهارتونو ترڅنګ د قرانکریم حافظ هم دی. د حافظ صاحب څېړنېز اثر (نذر د اسلام په رڼا کې) چاپ ته تیار دی، په خپلې تحقیقاتي لیکنې کې د تحقیق زاړه اصول ماتوي او د معاصرې څېړنې پراساساتواو میتود برابره او دقیقه لیکنه یې کړې ده. په بېلابېلوانټرنیټي ویبپاڼو او جرایدوکې یې په لسهاوو دیني، ټولنیزې او حقوقي رسمي او غیر رسمي مقالې خپرې شوي دي او په هره مقاله کې یې یوه نوې فرضیه ثابته کړې ده. الله تعالی له درباره ګران ورور عنایت الله حافظ ته اوږد او خوشحاله عمر غواړم او په دې هیله یو چې د فرهنګ او ژبې غنامندۍ لپاره دېر خدمت او پنځونې وکړي.
سیداصغر هاشمي