د فلندر دریم لوی منځلاری یا ښي اړخۍ ، ځواکمن ګوند سې ډې انډ وې دی چې له تاریخي اړخه د بلجيم تر ټولو پخوانۍ سیاسي مذهبي، ملي او ديموکرات ګوند دی چې ریښه او پیل یې ان نولسمې پېړۍ ته رسېږي. چې له ګڼو ریفورمونو، بدلونونو او سوسیالیستي ګروهې څخه وروسته په ۲۰۰۱ کال کې په اوسنۍ بڼه CD&V یا Christen- Democratisch en Vlaams رامنځته شو. چې تحت الفظي مانا یې عیسوي ديموکراتیک او ولامس.
د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۷ کال په ټاکنو کې بریالۍ و او تر ۲۰۱۴ کال پورې د فلندر په کچه تر ټولو لوی او ځواکمن ګوند و، خو له ۲۰۱۰ کال څخه وروسته یې لومړی خپل متحدين لکه اوپن وې اېل ډې له لاسه ورکړل چې بیا یې د ۲۰۱۴ کال په ټاکنو کې ملتپالو ګوندونو لکه اېن وې آ او ولامس بیلانګ ته رایې له لاسه ورکړې.
دا ګوند د مذهب پر بنسټ پر سياست بنا شوی، د کورنۍ او د خلکو تر منځ ټولنیزو اړیکو ته ارزښت ورکوي. خوښ ژوند او ښه روغتیا د خپلې پالیسۍ کليدي توکي ګڼي، سوسیال ژوند او یو له بل سره ګډې همکارۍ ته خلک هڅوي.
د اروپا په کچه د اروپايي ټولنې د ادغام او همکارۍ ملاتړې دی خو د غړو هېوادونو د واک د زیاتوالي غوښتنونکې هم دی. یا په بل عبارت د اروپايي ټولنې د واک د ډېرېدو غوښتونکې نه دی
دوی له پخوا له کارګرو او سوداګرو سره ښې اړيکې پالي او له دوی څخه ملاتړ کوي. پر آزاد بازار د حکومت د متوازنه واک غوښتنه کوي. د سوداګرو او کارګرو له ټولنو سره له پخوا ښې اړيکې لري او د کارګرو له حقوقو ملاتړ کوي. په فلندر کې د کارګرو له سترې اتحادیې یا ACV سره نژدې اړيکې ساتي.
د کډوالو په برخه کې د غير منظم او غير قانوني کډوالۍ مخالفت کوي، د بلجيم او اروپا په کچه د شفافې پالیسۍ غوښتنه کوي. ددې ګوند اوسنۍ مشر سميع مهدي عراقي الاصله بلجيمۍ دی چې له د 2020 له اکتوبر د 2022 کال تر جون میاشتې پورې د کډوالو د چارو کميسار هم وو.