لیکنه: انور لمر
د ناروغ پیژندنه
د ناروغ د راتګ سره سم باید د هغې ټول هغه معلومات چې په ده پورې اړه لري واخیستل شي. د ناروغ پیژندنه باید په لیکلي بڼه په کلینک کې شتون ولري.
کله چې مو ټول معلومات واخیستل نو کولې شو چې دده د ستونزو او غوښتنو په هکله ترې معلومات واخلو.
ځیني روغتیایي معلومات یې هم اړین موږ باید پوهه چې ناروغ نورې کومې ناروغۍ لکه د شکرې او د زړه او د ویني ناروغي.
لدې وروسته موږ کولی شو چې د هغې د غاښونو په هکله ځان پوه کړو چې څومره وخت یې بی غاښو تېر کړې؟ پخوا یې پلاستیکي غاښونه لرلي دي او که يې دا یې لومړۍ ځل دی؟ د همدی سره سم یې باید رواني حالات هم وکتل شي.
اړین معلومات چې باید په هر کلینیک شتون ولري په لاندې ډول دي:
لومړۍ:
د ناروغ نوم تحلص او د زیږیدنې نيټه.
د کور پته، ټیلفون شمیره.
او کورنۍ ډاکتر او یا هغه ډاکتر چې دئ یې تر ډېره د روغتیا د پاره تر څارنې لاندې وي. که چیرته بیما ولري د هغې بیما کارډ څخه کوفي اخیستل یې هم دا کار اسانتیا راوستلې شي.
راتلونکی پلان
کله چې ناروغ ددی اراده وکړي چې پلاستیکي غاښونه ولرې نو ناروغ باید پدې پوه کړاۍ شي چې یو څو ځله باید دلته راشي.
لومړۍ ځل راتګ: د ناروغ سره لنډې خبرې کول او د دواړو ځامو څخه یې قلب اخیستل دي. لومړۍ قلب اخیستل یې په اوسپنیز قلب او یا پلاستیکي ځانګړو کاشوغو باندې اخیستل کیږي.
دویم ځل راتګ: په لومړیو قلابونو باید نورې کا شوغي جوړې شي چې د خولې سره بیخي سمې وي. د ی قلب ته دویم قلب ویل کیږي چې نور کار هم په هم دی مخکې بیول کیږي.
دریم ځل راتګ: په دویم قلب باندې باید نور د ناف اخیستلو دپاره یوه بله اله شتون لري چې په لاسونو سره جوړیږي، هغه جوړل کړل شي. چې کولی شو د
( خولې د ناف اله یې وبولو) په خوله کې ورته ایښودل کیږي د هغې په واسطه سره د خولې ناف اخیستل کیږي.
څلورم ځل: په څلورم ځل باید غاښونه جوړ شوی وي، خو د کنترول د پاره باید یو ځل بیا په خوله کې وکتل شي چې سم دي او کنه؟ سم ول نو مخکې ځې او کنه نو یو ځل بیا به ورته ځیني شیان بدلوی.
پنځم ځل: دا ځل ناروغ راغوښتل کیږي چې جوړ شوي پلاستیکي غاښونه ورته کیښودل شي. چې د همدی په واسطه ناروغ کولی شي خپل خواړه وخوري. او د خلکو سره په خندا خبرې وکړای شي.
که کوم ځای پکې خوږول کوي او یا بند پاتې کیږي هغه باید وتراشل شي. ترڅو ناروغ خوږ احساس نه کړي.
شپږم ځل: وروسته له یوې اوونۍ باید ناورغ بیا راشي کیدای شي کوم ځای کې درد او یار بل څه چې ناروغ ترې ښه احساس نه لري لیدل کیږي او د ښه کیدو دپاره یې لار کتل کیږي. وروسته له دی ناورغ هر وخت کولی شي زنګ ووهي که چیرته درد او یا یې ځامه مات او یا په خوله کې ازاده شي.
د ځامو ارزیابي کول.
له دی مخکې چې ډاکتر د ځامو قالب واخلي، باید لومړۍ د ناروغ ځامې وکتل شي، چې د ځامو لوړوالۍ او یا ټیټوالۍ یې څومره دی.
ـ دپاس او لاندې ځامې ارزیابي په لاندې ډول
ـ لومرۍ د ځامې د لوړې برخې کتل دي
ـ د تالو کتل ښي او کیڼې خوا ته او د ځامې مینځ برخې مالومول.
ـ د پسته او د کلک تالو سرخد ټاکل دي
د هرې ځامې بڼه بیله وي نو دی دپاره چې انسان هر ځل د نوي حالات سره مخ کیږي. باید هر ځل ځیني کړنې د هر ناروغ سره ترسره شي. تر څو ډاکټر او یا تخنیکر د ځان دپاره کار اسانه کړي.
ـ ځامه موږ هغې ځای ته ویلی شو، په کوم ځای چې غاښونه شتون ولري/لرلی وي. هره لاندې او باندې ځامه د مخ د غمبورو او یا نورو برخو سره د نرېو وژیو په واسطه تړلي ده، نود ځامو جوړونکی او ډاکتر باید نري وژي له پامه ونه غورځوي.
او دی دپاره په مصنوعي ځامو کې باید ځای غوڅ کړل شي، تر څو د ځامو زور په نریو وژیو رانه شي.
که چېرې دا کار ونه شي، نو د ناروغ دپاره د درد سبب ګرځي او مصنوعي ځامه هم په خپل ځای نه پاتې کیږي.
نري وژې چې ځامه د غمبورو سره نښلوي، یو یې په ښي، کیڼ او بل د پوزې لاندې او یا د دوو غټو داړو دپاسه شتون لري. همدا رنګه یې په لاندې ځامه کې هم پیدا کولی شو، خو ډېر وخت دومره څرګند نه ښکاري، لکه څومره چې یې سړی په پاس ځامه کې د ژبې په واسطه احساسولی شي.