۷۵ لنډي ادبي جملې
راټولوونکی: نوراحمد فضلي
- نور مي حالت د هغه مرغه په شان شوی دئ، چي د قفس د بنده آزاد سوی وي، مګر الوت ځني هېر شوی وي.
- د هغي ګل خرڅوونکي ماشومي انجلۍ په شان غمجن یم، چا چي د سره څراغ والا موتر شاه نیولې ده او ورته وايي: صاحبه! هیله ده دا یوه غونچه درسره واخلئ، باور وکړئ چي په خپلو” وینو “ مي رنګ شویدي.
-
اوس د شپې په توره تیاره کي د “هغې میاشت؛ سپوږمۍ” په څېر غمجن یم، چي “توري وریځي” ئې مخ پټ کړی وي.
- اوس خو مي حالت د هغه سپین ږیري په شان دئ، چا چي خپله ځواني د زړه د ټوټو( زامنو) په خوشبختۍ کي صرف کړه، مګر اوس د “کدر ښيښو” تر شا د هماغه زړه ټوټو( اولادونو) سرای ته په حسرت -حسرت ور ګوري.
- اوس د هغه مرغه په شان غمجن یم، چي په قفس کي د دانې په شوق د ښکاري په لومه کي راګیر شو.
- اوس د هغه کس په شان غمجن یم، چا چي د خپل نزدې دوست څخه خنجر وخوړی؛ خو ده یوازي د دوستۍ په خاطر ورڅخه غچ وانخیست.
- اوس مي حالت د هغه سپین ږیري په شان دئ، چي د مرګ پر بستر پروت وي؛ غواړي د ترحم او مهربانۍ خبري واوري، مګر مجبوراً د اِرث و میراث دعوې د مرګ څخه مخکي تحمُلوي.
- اوس مي د مړاویتوب( غمجنتوب) حالت هغه کروندګر ته ورته دئ، د چا چي د ځمکي ټول حاصل آفت ووهلی.
- اوس د هغو تیرو یادونو او خاطراتو په شان غمجن یم، کوم چي د بیاځلي( تکرار) موقع نلري.
- او اوس مي حالت د هغي بوډۍ په شان دئ، د کومي چي سترګي د جنګ څخه راغلي وروستي سرباز ته وي؛ خو هغه هم ددې زوی نه وي.
- او غمجن یم، د هغه زړه په شان چي ټپ ئې ولیدی؛
– دهغي سترګي په شان چي د لید څخه محرومه شوه او “اوښکو” ئې ځای ونیوی. - غمجن یم د خپل ځان په شان، چي مور مي هم زه یوازي پرېښودلم
الهي!
نور له چا څخه د انتظار اُمید نه لرم. - او اوس د هغه هیجان( احساس) په شان غمجن یم، چي د جمعې په مازدیګر ماته راځي.
- او اوس خو د هغي کړکۍ( کلکین) په شان غمجن یم، چي د لمر د غروب پر مخ را خلاصه وي.
- د هغي مورکۍ په شان غمجن یم، د کومي چي یوازینی زوی فوځ ته روان دئ.
- او اوس مي د هغو ورځو په شان غمجن یم، چي زما لپاره مي د شپو په شان پیکه دي.
- غمجن یم د هغه خالق په شان، چي بنده ئې وختونه کیږي هغه هېر کړی دئ.
- او اوس خو مي د ټولو هغو نیمګړتیاوو په شان غمجن یم، د کومو چي بشپړتیا یوازي په تا پوري ممکنه وه، مګر افسوس چي ونه شوه.
- او، اوس خو زه د خپلو خوبونو په شان غمجن یم، هغه خوبونه چي ته یې، او هیڅکله بیرته نه راګرځې.
-
او اوس د هغي فرشتې په شان غمجن یم، کومه چي یوازي زموږ ګناهونه لیکي، او د یوې نېکۍ په لیکلو کي په آفسوس او حیرت ولاړه ده.
نور بیا…