که تاسې د بلجیم تابعیت لرئ او غواړئ د یوې لنډې یا اوږدې مودې لپاره له بلجيم څخه بهر ژوند وکړئ، دا مهمه ده چې د خپل ادرس او قانوني مسؤلیتونو په اړه پوه شئ. که څه هم ستاسې تابعیت نه ختمیږي، خو ستاسې اداري حالت تغیر موندلی شي.
تاسې ولې غواړی له بلجيم څخه بهر ولاړ شئ؟
لومړی باید تاسې دا روښانه کړئ چې ستاسې سفر په کومه کټګورۍ کې راځي:
الف: موقتي غیر حاضري (Tijdelijke afwezigheid)
که تاسې د یو کال څخه د کم وخت لپاره بهر ځئ (د مثال په توګه: د زده کړو، کومې کاري پروژې، یا تداوۍ لپاره) او غواړئ خپل ادرس په بلجیم کې فعال وساتئ:
- تاسې باید په بلجیم کې یو داسې کور ولرئ چې هر وخت ورته لاسرسی ولرئ.
- تاسې باید خپلې ښاروالۍ ته خبر ورکړئ.
- په داسې حالت کې ستاسې روغتیايي بیمه، د ماشومانو پیسې او نور حقوق په خپل ځای پاتې کیږي.
ب: دایمي وتل (Definitief vertrek)
که تاسې غواړئ له یو کال څخه زیات بهر پاتې شئ یا نور نه غواړئ په بلجیم کې ادرس ولرئ نو:
- تاسې باید له ښاروالۍ څخه د خپل نوم د ایستلو غوښتنه وکړئ (د موډل ۸ په نوم یوه فورمه باید ډکه کړئ).
- تاسې به د بلجیم د مالیاتو او بیمې له سیسټم څخه ووځئ، خو په نوي هیواد کې به د بلجیم په قونسلګرۍ کې د “بهر مېشتي بلجیمي” په توګه ثبتېږئ.
د ادرس د ساتلو اهمیت
په بلجیم کې د ادرس لرل یوازې د استوګنې مانا نه لري، بلکې دا ستاسې د ټولنیز امنیت (Social Security) کیلي ده. که تاسې پرته له خبر ورکولو له ۶ میاشتو زیات غیر حاضر اوسئ.
- تاسې به د پوليسو له محلي ادارو سره ثبت نه یاست.
- ښاروالي به تاسې له اداري سيستم څخه لېرې کړي.
- په داسې حال کې به ستاسې بانکي حسابونه ممکن بند شي، د پاسپورټ نوي کول درته ستونزمن کیږي، او که کومه دولتي یا سوسیال مرسته اخلئ، هغه به سمدستي بنده شي او ممکن د ناخبری په خاطر تاسې ته جریمه هم واستول شي.
عملي ګامونه (څه باید وکړئ؟)
که د لنډ وخت لپاره ځئ (تر یو کال کم):
- ښاروالۍ ته ورشئ او د موقتي غیابت خبر ورکړئ.
- یو باوري کس (دوست یا د کورنۍ غړی) وټاکئ چې ستاسې پوستونه / لیکونه ترلاسه او وګوري.
- خپلې بیمې (Mutuelle) ته خبر ورکړئ ترڅو ستاسې د سفر پر مهال ستاسې روغتیایي خدمات تایید کړي او که چېرې تاسې له بلجيم څخه بهر هم له ستونزې سره مخ شئ، تاسې خپلو خدماتو ته لاسرسی ولری.
که د اوږدې مودې لپاره بهر ځئ (تر یو کال زیات):
- له ښاروالۍ څخه د موډل اته فورمه ترلاسه کړئ: له ښاروالۍ څخه د وتلو رسمي سند واخلئ. دا سند تاسې سره په بهرني هېواد کې د بلجيم په سفارت او هغه هېواد کې په اداري برخو کې مرسته کوي.
- په قونسلګرۍ کې نوم لیکنه: کله چې نوي هیواد ته ورسېدئ، په نږدې بلجیمي سفارت یا قونسلګرۍ کې خپل نوم ثبت کړئ. دا ستاسې د پاسپورټ او رایې ورکولو حق لپاره خورا مهم دی.
- د مالیاتو ادارې ته خبر ورکړئ ترڅو دوه ځله مالیه (هم په بلجیم او هم نوي هیواد کې) ورنکړئ.
مالیات او تقاعد (Tax & Pension)
- مالیه: که ستاسې د عاید سرچینه بلجیم وي (لکه د کور کرایه یا تجارت)، تاسې باید لا هم په بلجیم کې مالیه ورکړئ.
- د بلجیم تابعیت لرونکي کولی شي خپل تقاعد په هر هیواد کې ترلاسه کړي، خو باید هر کال د “ژوند سند” (Lebensbescheinigung) خپلې د تقاعد ادارې ته واستوي.
د بلجیم د تبعه په توګه، تاسې حق لرئ چې هر څومره وخت وغواړئ له هیواده بهر اوسېږئ، خو د دې لپاره چې خپل حقوق (بیمه، تقاعد، او اداري اسانتیاوې) له لاسه ورنکړئ، شفافیت مهم دی. تل خپله ښاروالي د خپلو پلانونو په اړه باخبره وساتئ.
