لیکنه: کریستین ګادفري
ژباړه: حمیدالله حمیدي
بې له شکه، چې «یوازېتوب» خوند لري، ځکه کولای شئ د خپلې خوښې چارې لکه، فکرکول، کتاب لوستل، شعرلیکل او دې ته ورته نور کارونه په یوازېتوب کې تر سره کړئ!
که غواړئ، چې خپلو موخو ته تنوع او نوښت ورکړئ، او د ځان لپاره بلقوه ملګري پیدا کړئ ستا سو په شا او خوا کې په میلیونونو کسان شته، چې ستاسو په څېر موخې لري. نو که غواړئ د ځان لپاره ګڼ شمېر، د خپلې خوښې او دایمي ملګري پیدا کړئ، نو دغه ټکي په پام کې ونیسئ:
۱- د خلکو په منځ کې وخت تېر کړئ!
که غواړئ، چې ملګري پيدا کړئ، نو یوازېتوب پرېږدئ او له کوره ووزئ؛ ځکه تر څو، چې په کور کې د تلوېزیون تر شا ناست وئ او په دې تمه وئ، چې ملګري به پیدا کړئ دا ناشونې نه ده!
د بېلګې په توګه، په ورزشي کلپ کې نوم لیکنه وکړئ، کېدای شي هلته داسې کسان پيدا کړئ، چې ګډ او مشترک ټکي ولرئ. په اصل کې له هغه کسانو سره ملګري تر ډېره دوام کوي، چې تاسو سره کم ګډ ټکي ولرئ، ځکه که ګډ ټکي مو له یو بل سره زیات وي، کېدای شي، چې په ځینو مسایلو کې سره ټکر شئ.
په خپله خوښه او خیره کارونه تر سره کول هم د ملګرو او دوستانو د پیدا کولو لپاره تر ټولو غوره لاره ده، چې په دې چارو کې له ګڼ شمېر کسانو سره مخ کېږئ. د دې ډول ګډو کارونو په تر سره کولو سره کولای شئ، له زیاتوخلکو سره اړیکه ونیسئ او خپل نظرونه ور سره شریک کړئ.
۲- خبرې تاسو پيل کړئ!
کولای شئ په یوه ورزشي ګروپ، خیریه ټولنه او یا هم د انټرنېټ له لارې په یوه ټولنه کې غړي شئ، خو تر څو، چې په خبرو کولو پیل ونه کړئ، نه شئ کولای د ځان لپاره ملګري او دوستان پیدا کړئ. تر ډېره هڅه وکړئ، چې په لومړي سر کې د خبرو کولو پر مهال موسکي شئ؛ ځکه که تاسو په تروشه ټنډه له یو چا سره خبرې پیل کړئ، کېدای شي مقابل کس چندان ارزښت در نه کړئ، غومبوري مو غوړوئ او په خبرو پیل وکړئ. لومړنۍ خبرې مو باید د مهربانۍ او احترام له جملو څخه ډکې وي.
۳- خپل ځان ور وپېژنئ!
د لومړنیو خبرو په پای کې خپل ځان ور معرفي کړئ او په سادګۍ سره و وایئ: «رېښتیا زما نوم… دی» کله، چې تاسو خپل ځان معرفي کړ، بې له شکه، چې مقابل کس به هم خپل ځان درته معرفي کړي او په دې سره به ستاسو دواړو ترمنځ د دوستۍ یوه خښته کېښودل شي.
۴- د کتلو وخت وټاکئ!
د بیا لېدلو لپاره سره وخت وټاکئ. تاسو کېدای شي له یو چا سره وګورئ، ځان ور معرفي کړئ، که د دویم ځل لپاره ور سره ونه ګورئ کېدای شي رابطه او اړیکه مو همداسې سره پاتې شي. د بیا لیدلو لپاره وخت ټاکل ډیری کله هغه وخت تر سره کېږي، چې دواړه خواې د دوستۍ لپاره میل ولري. دغه وخت له لاسه مه ورکوئ! کولای شئ ورته و وایئ: (( زه باید ولاړ شم، که تاسو غواړئ، نورې خبرې هم وکړو، کېدای شي بل ځل سره وګور، داسې وخت، چې دواړه په کافي اندازه وخت ولرو، اجازه راکړئ، چې د خپل تلفون شمېره درکړم.))
په دې سره هغوی ته اجازه ورکوئ، چې له تاسو سره اړیکه ونیسي. کېدای شي هغوی هم دغه ډول چلند در سره وکړئ، خو که داسې وشي تر ګردو ښه خبره ده.
که مقابل کس له خپلو نویو دوستانو سره د بیا لیدلو وخت نه لري او ستاسو لپاره یې ځواب منفي وي، له دې چلند څخه یې مه خواشیني کېږئ. دغه راز که مقابل کسه د بیا لیدلو لپاره لېوالتیا ونه ښوده تاسو ورته ټینګار مه کوئ.
۵- هڅه وکړئ ښه دوست شئ!
کله، چې له یوه چا سره نوي ملګري کېږئ، هڅه وکړئ، چې په اړه یې بشپړ معلومات تر لاسه کړئ، له ورځنیو کارونو او د خوښې وړ له فعالیتونو یې ځان خبر کړئ.
وخت پېژندونکي اوسئ.
له وعدې سره سم ټاکلي وخت ته ځان ورسوئ او که کله مو ناوخته کړه په بد خلقي سره ځواب مه ورکوئ. هېڅ کله هم څوک په تمه مه پرېږدئ دا یوه بې ادبي ده او د یوې نوې دوستۍ لپاره ښه شروع نه شي کېدای.
هره کله، چې له یوه چاسره د یوه کار د کولو وعده کوي، نو وعده خلافي مه ور سره کوئ.
ښه اورېدونکي اوسئ. د نورو خبروته غوږ نیول، د خوښې وړ د لوبو پوښتنه کول تاسو ته اجازه درکوي، چې مقابل کس پوره وپېژنئ.
هڅه وکړئ داسې وښایئ، چې ژوند مو له هر ډول ستونزې پاک او ښه پر مخ ځي.
د خبرو کولو پر مهال یو دم موضوع مه بدلوئ، دا هم مه هېروئ، چې د خبرو آهنګ او ریتم مو یو ډول وي، مانا دا چې د خبرو کولو اواز مو تېټ او جګ نه شي.
تل د خلکو راز وساتئ، تر څو نور هم در باندې باور وکړي.
د خپل ځان او باورونو په اړه صادق اوسئ، له شایعو څخه ډه ډه وکړئ او کومې، چې اورئ باور مه پرې کوئ، تر څو تاسو د نور لپاره د اعتماد وړ کس اوسئ او ستاسو په شتون کې د راحتۍ احساس وکړي.
که ملګري مو په کوم کار کې د مرستې اړتیا درلوده له خپلې وسې سره سم مرسته ور سره وکړئ.
یادونه: ځینې وخت کېدای شي ستاسو ملګري داسې یو کار تر سره کړئ، چې ستاسو د خوښې خلاف وي د بېلګې په توګه، له داسې چا سره ناسته ولاړه کوي، چې ستاسو یې نه غواړئ، نو لازمه نه ده، چې خپل ملګری له دې ډول کړنو را وګرزوئ او له هغه څه یې منې کړئ، چې ستاسو نه خوښېږي.
کله، چې نوي دوستان پیدا کوئ، زاړه شاته مه پرېږدئ، ځکه دغه کار یوه ستره تېر وتنه ده. کېدای شي ستاسو دوستان د مختلفو ټیپونو درلودونکي وي، نو لازمه نه ده، چې د یوه دوست لپاره بل پرېښودل شي، هڅه وکړئ، چې له هر یوه سره جوړ راشئ.
تل باید دا هڅه در سره وي، چې نوي دوستان ولټوئ، دا هم باید په یاد وساتئ، چې زاړه دوستان در نه هېر نه شي.
نوي ملګري نقرې ته ورته دي، خو زاړه بیا لکه طلا داسې دي!
هڅه مه کوئ، چې د پیسو او ډالیو په اخیستلو سره د ځان لپاره نوي ملګري پيدا کړئ، که څه هم چې د ملګرو لپاره ډالۍ ورکول ښه او پر ځای کار دی، خو په دې ډول سره نوي دوستان پیدا کول یوه موقتي چاره ده، نه دایمي.
ښه ملګری هغه دی، چې هغوی هم په یوه مناسبت او یا هم بې له کوم مناسبته ستاسو لپاره ډالۍ واخلي.
لوستونکیه: د ښو دوستانو لرل لویه مینه ده، نو د خپلو دوستانو قدر وپېژنئ.
ښه دوست په بده ورځ معلومېږي.