ژباړه: حمیدالله حمیدي
که غواړئ، چې خوښ ژوند ولرئ، که غواړئ، چې د ژوند هره لحظه مو په خوښۍ تېره شي، نو خپل کار مو په پوره مینه او صداقت سره تر سره کړئ.
په کاري چاپېریال کې د خوښ اوسېدو لپاره، له خپلې دندې سره مینه د ټولو په سر کې راځي. که مو له خپلې دندې سره مینه او علاقه درلوده، نو په کاري چاپېریال کې درته ژوند کول ډېره اسانه خبره ده. له خپلې دندې څخه کرکه، او همیت نه ورکول به درته ژوند ورځ تر بلې سخت کړي او په همدې ډول په خوښیو کې به هم د کمۍ احساس وکړئ، نو د دې لپاره، چې له دې ډول ستونزې سره مخ نه شئ، ښه ده، چې په یوه نوې دنده پسې وګرزئ، په داسې دنده پسې، چې له افکارو او انګېزو سره مو نېږدېوالی ولري او وکولای شئ له خپله کاره خوند واخلئ.
په کاري محیط کې د خوښ اوسېدو لارې چارې
۱- سهار وختي له خوبه پاڅئ:
سهار وختي له خوبه پورته کېدل د دې سبب ګرزي، چې تاسو د ورځې په اوږدو کې خپلو کارونو ته په اسانۍ سره ورسېدلای شئ. د بېلګې په ډول تاسو کولای شئ، چې له سکوته په یوه ډک سهار کې په داسې حال کې، چې د کورنۍ غړي مو له نه دي پاڅېدلي اودس، لمونځ، تلاوت او څو ورزشي حرکتونه تر سره کړئ او دغه راز څو ژور نفسونه وباسئ او په پوره ارامۍ سره مو سهارنۍ وخورئ.
له خوبه سهار وختي پاڅېدل دا ګټه هم لري، چې په ځانګړي وخت کې د یوه الهام بښونکي کتاب څو صفحې مطالعه کړئ او یا هم له خپلې مېرمنې سره، څو د مینې خبرې وکړئ، تر څو ټوله ورځ مو ښکلې وي.
۲- د هغه کارونو لپاره مو مهال وېش جوړ کړئ، چې ډېره مو ور سره اندېښنه ده:
د دې لپاره، چې ورځ مو په خیر وي او له خوښیو ډکه روحیه ولرئ، تاسو ته دا توسیه کېږي، چې لومړی مو هغه کارونه تر سره کړئ، چې ستاسو په اند ستونزمن دي او ورته اندېښنه لرئ. د ورځې په لومړي سر کې د دې ستونزمنو کارونو تر سره کول د دې باعث کېږي، چې په پاتې ورځ کې به له هر ډول فشاره خلاص وئ او د نور څه په اړه به اندېښنه نه لرئ، چې ذهن مو درګیر کړي.
که د کوم څه په اړه اندېښنه ونه لرئ، نو معلومه خبره ده، چې په وجود کې به مو مثبته انرژي تولیدېږي، او د ټولې ورځې د خوښې تېرېدو سبب به مو ګرزېدلای شي.
۳- ځان په منفي افکارو کې مه ښکېلوئ:
څېړنو ښودلې ده، چې د یوې ټولنې ډېری غمګین، ستړي او خپه کسان، د منفي حوادثو د لیدلو او اورېدولو تمایل لري، نو خپل ځان په منفي افکارو کې مه ښکېلوئ.
منفي فکرونه تاسو د خفګان او افسردګۍ لور ته سوق کوي او د ورځې له خوښو او خوشاله شېبو څخه مو بې برخې کوي، نو په کاري محیط کې له خپګان، منفي فکرونو او بې مورېده خبرو څخه ډه ډه وکړئ. له ذهن څخه مو منفي فکرونه لرې کړئ او پر ځای یې مثبتو افکارو ته ځای ورکړئ.
۴- له کاري پرمختګ څخه مو انرژي واخلئ:
دا چې تاسو یوازنی کس یئ، چې په کاري محیط کې د خپل پرمختګ سبب ګرزېدلای شئ، نو هڅه وکړئ، چې خپله کاري وړتیا نوره هم لوړه کړئ. او کوم پرمختګ مو، چې کړی هغه درته یوه یوه بيلګه ورګرزوي او د خپل پرمختګ لپاره لا هڅه وکړئ.
۵- په کاري ژمنو مو ټینګ و اوسئ:
کاري ژمنو ته ژمن پاتې کېدل تاسو ته د آرامۍ احساس درکوي، او دا کړنه به مو د دې سبب شي، چې په کاري محیط کې د خوښۍ احساس وکړئ کېدای شي، چې د خپلو آمیرینو لخوا وهم ستایل شئ، چې دا ستاینه بېل خوند لري او له دندې سره د مینې د زیاتوالي سبب ګرزي.
۶- په خپل ټول توان سره کار وکړئ:
په کاري محیط کې له خپل ټول توان، مینې او مهارت څخه کار واخلئ. ان که له خپلې تنخوا هم راضي نه وی بیا هم په خپله دنده کې لټي مه کوئ، ځکه که په پوره مینه او صداقت سره کار تر سره کړئ، دغه کړنه به مو د دې سبب شي، چې هغه څه لاسته راوئ، چې غوائ یئ.
۷- له طبیعت څخه انرژي واخلئ:
لږه تر لږه د اونۍ یوه ورځ د طبیعت لمنې ته ولاړ شئ، پلي ورګرزئ او د لمر له وړانګو خوند واخلئ. له طبیعت څخه خوند اخیستل په تاسو کې د انرژۍ د تولید سبب ګرزي. پلي ګرزېدل او د لمر له وړانګې جذبول په کاري محیط کې تاسو ته آرامتیا درکوي.
لوستونکیه: په یوه کال کې۲۶۰ کاري ورځې شتون لري، چې ستاسو د ژوند لویه برخه جوړوي! لازمه ده، چې د ژوند دې لویې برخې ته مو اهمیت ورکړئ، نو د دې لپاره، چې د ژوند دا لویه برخه مو ښه تېره شي، په پوره خوښۍ او شادابۍ سره خپلې دندې ته حاضر شئ.