ښاغلي غوث خيبري چې ار نوم یې (غلام غوث خيبري) دی ، د خدای بخښلي پاينده ګل خان زوی او د شيخ عبدالرحمن لمسی دی، په ۱۳۱۲ لمریز لیږدیز کال د ننګرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنګر سراي په کلي کې زیږېدلی دی.
زده کړې
ښاغلي غوث خيبري خپلې لومړنۍ زده کړې د خپلې سیمې په لومړني ښوونځی کې کړي او منځنۍ زده کړې يې د کابل ښار په تجارت ليسه کې تر سره کړې دي .
کله چي یې په هندوستان کي رسمي دنده لرله، نو په همدغه مهال کې د ډهلي پوهنتون په ډهلي کالج کښي د لوړو زده کړو د ترلاسه کولو په موخه شامل شو ، له همدې کالج نه یې د ((بی ای)) لسانس ديپلوم په بری سره ترلاسه کړ .
ښاغلي غوث خيبري دغه راز د ژورناليزم يوکورس چي د مطبوعاتو په مستقل رياست کښي د امريکا یي پرو فيسور جالف لخوا جوړ اوخداي بخښلی استاد صباح الدين کشککي یې مرستندوي و، په بریاليتوب او د لو ړې درجې په اخيستلو سره پاي ته ورساوه .
شخصي ژوند
ښاغلی خيبري په ۱۳۳۸ لمريز کال واده کړی، دوه زامن او څلور لوڼې لري .
دندې اودولتي کارونه :
۱ـ ښاغلی غوث خيبري لوړو زده کړو نه وروسته په کابل کښي دکرهڼي او لاسي صنايعو د بانک د کتابخانې د امر په توګه په کار پیل وکړ.
۲ـ د ۱۳۳۵ لمریز لیږدیز کال دلړم د مياشتې په لومړۍ نیټه د مطبوعاتو د مستقل رياست د داخلي خپرونو د مراقبت مدير په حیث وټاکل شو.
۳ـ په ۱۳۳۸ لمریز لیږدیز کال د مرحوم عبدالروف بینو ا په وړانديز چي هغه مهال یې د کابل راډيو د رئيس په توگه دنده سر ته رسوله، د هغه وخت دکابل راډيو د رياست د خپرېدونکي ارگان ((پښتون ږغ))مياشتنۍ مجلې د مسؤل مدير په توگه وټاکل شو.
۴ـ په۱۳۴۸ کال د ننگرهار ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریاست د شعبې مشر او دغې دندې په خواکې یې د ننگرهار ورځپاڼې مسؤل مدير دنده هم په غاړه وه .
۵ـ د مرحوم داوخان تر کودتا وروسته کله چي د جمهويت په نامه ورځپاڼه خپرېده ،ښاغلی خيبري ددې ورځپاڼې د تدقيق د شعبې مدير اود ليكونكي ډلې غړى وټاکل شو.
۶ـ د پښتون ږغ له مجلې نه وروسته ښاغلي خيبري ته د مطبوعاتو د مستقل رياست د کورنيو خپرونو د څارنې او سانسوردنده ورترغاړې شوه .
۷ـ ښاغلي خيبري د هندوستان د حکومت په موافقه د افغانستان دحکومت د اړونده ادارې لخوا د هندوستان آل انډيا راډيو چي دنړۍ په مختلفو ژبو له هغه جملې په پښتو ژبه هم خپرونې لري، د پښتو څانگي د وياند او تاريخي افغاني فيچرونو د ليکوال په توگه وټاکل شو.
ښاغلی خيبري نژدې اوه کاله په هند کې د آ ل انډيا راډيو د پښتو خپرونې وياند او د تاريخي او ادبي مقالو ليکوال په توګه کار وکړ.
۸ـ له نږدې اوه کلونو وروسته هيواد ته له راستنېدو سره سم د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتو د پرمختيا د رياست مرستيال وټاکل شو. پدې وخت کي د دې رياست درئيس دنده د ښاغلي محمد ابراهيم خواخوږی او داطلاعاتو اوکلتورد وزير د نده دښاغلي ډاکتر عبدالرحيم نوين پر غاړه وه .
دسردارمحمد داودخان دجمهوري رياست په دوران کښي د هغه لخوا د يوه فرمان په صادرېدو سره په مطبوعاتو او فرهنگی ټولنوکښي قومي اوقبېلوي تخلصونو او لقبونو استعمال منع اعلان شو ، چي غوث خيبري هم خپل تخلص له خيبري نه په ((شهامت)) تبديل کړ او د ننگرهار د ورځپاڼي چلول ئي د غوث شهامت په نامه پيل کړل، دغه تخلص دکندهار د طلوع افغان د ورځپاڼې د مسوليت پر وخت هم پر خپل حال پاتې شو، د سياسي دايرة المعارف کتاب هم د غوخ شهامت په نوم چاپ او خپور شو. د جمهوريت د ورځپاڼې په دوهم مخ کې هم غوث شهامت وليکلو.
بينوا صاحب د غوث خيبري له يوبل پټ راز نه هم پرده داسي پورته کوي او ليکي : ((ښاغلي غوث خيبري لومړۍ پټاني تخلص درلود وروسته بيا خيبري شو، او ځيني مقالې يې په مستعارو نومونولکه (آرزومند،آشوب ،هنگامه ) نشر شوي دي) .
کله چي دسردارمحمد داوخان پر ضد پوځی کودتاوشول اودولتي حاکميت يوه سياسي گوند تر لاسه کړ، دکندهار په ولايت کښي دغوث شهامت يا غوث خيبري پر ځاي دحاکم گوند له اړوندانو څخه يونفر پدې دنده وگمارل شو اوغوث خیبري په کابل کې د اطلاعاتو اوکلتور د وزارت د بهرنيو خپرونو د مدريت غړی او وروسته د دې ادارې لوي مدير وټاکل شو.
اثار
ښاغلي خيبري د اطلاعاتو او کلتور په وزارت کې د پښتو د پرمختيا د رياست مرستيالۍ په مهال د همدغه رياست لخوا د ده تاريخي مهم او ارزښتناک ناول ((ابدالۍ توره )) او تر هغه وروسته سياسي فرهنگی کتاب (سياسي جېبي دايرة المعارف )چي له اردو ژبې څخه پښتو ژبې ته یې ژباړلی و، چاپ او خپاره شول .
تر دې دمه يې دوه ټوكه مستقل كتابونه، چې يو يې(( ديوانه )) او بل پښتو تاريخي ناول د (( اور لمبې)) په نوم و ل، د ((پښتو ټولنې)) له خوا چاپ او خپاره شول. په دې كتاب باندې سريزه استاد ګل پاچا الفت ليكلې او يادونه په كې پوهاند رښتين كړېده .
په همدې وخت کي ديوه تاريخي مطلب پر سرباندي چي د روهيله د پښتنو د يوه ستر شخصيت په هکله و، د پوهاندصديق الله رښتين او غوث خيبري تر منځ قلمي شخړه د (هيواد ورځپاڼې) په څو گڼو کي چي د جليل وجدي په مدريت خپرېدله، په پرله پسې ډول راښکار شوه .
دغوث خيبري ځيني ليکنې او چاپي اثار د نړۍ نورو ژبو ته هم د هغو هيوادنو د پوهانو او اديبانو په مټ ژباړل شوي دي، د بیلگې په توگه د پښتو ټولنې له خواچاپ شوي ناول (د اور لمبې) په نوم د پخواني شوروي اتحاد د علومو د اكاډمۍ د غړي استاد صولت شاه مهرګن اوف له خوا په روسي ژبه وژباړل شو او په مسكو كې د حكومتي خپرونو د ادارې له خوا چاپ اوخپور شو.
خپاره شوي اثار
۱ـ لکه های خون -(په دري ژبه ) د تاريخي لنډوکيسو ټولګه (د انگريزانو په ضد د پښتنو مبارزې) د چاپ کال ۱۳۳۵ لمریز لیږدیز.
۲ـ طوفانها – (په دري ژبه ) تاريخي ناول (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې) – چاپ کال ۱۳۳۶لمریز لیږدیز.
۳ـ تفنګداران خيبر -(په دري ژبه ) تاريخي ناول (د انګرېزانو پر ضد د پښتنو مبارزې) د چاپ کال ۱۳۳۷لمریز لیږدیز.
۴ـ ديوانه – (په دري ژبه ) د مینې ټولنيز ناول . د چاپ کال ۱۳۳۷لمریز لیږدیز.
۵ـ د اور لمبې – تاريخي ناول د چاپ کال لمریز لیږدیز.۱۳۴۲
۶ـ ابدالي توره – تاريخي ناول (په هند کې د ستر احمد شاه بابا د جګړو يوه ګوښه) د چاپ کال ۱۹۷۴زیږدیز
۷ـ اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر – تاريخي ناول (د سکندر سره د يوې پښتنې اتلې جګړه)
۸ـ هغه وژړل – د تاريخي لنډو کيسو ټولګه د چاپ کال ۱۳۴۴لمریز لیږدیز.
۹ـ پردېس – د کډوالو د ژوند يو انځور (د لنډو کيسو ټولګه) د چاپ کال ۱۳۶۶ لمریز لیږدیز.
۱۰ـ د کندهار ناوې – تاريخي ناول (د انګرېزي ښکیلاک په ضد د يوې پښتنې جګړه) ۱۳۵۳لمریز لیږدیز.
۱۱ـ د ګوګا منډه لیوان – د لنډو کيسو ټولګه .
۱۲ـ پاکه وينه – تاريخي ناول (په هند کې د لودي پښتنو په اړه دی).
۱۳ـ قهرمان ميميرد – تاريخي ناول (د برتانيوي ښکیلاک په ضد د پښتنو مبارزه).
۱۴ـ د مرګ سندره – تاريخي ناول (د برتانيوي ښکیلاک په ضد د پښتنو مبارزه) د چاپ کال ۱۳۵۰لمریز لیږدیز.
۱۵ـ لوی افغان شېرشاه سوري – تاريخي څېړنيز اثر د چاپ کال۱۳۵۱لمریز لیږدیز.
۱۶ـ د تيراه جګړه – تاريخي څیړنيز اثر (د انګرېزانو سره د پښتنو جګړې).
۱۷ـ سياسي دايرةالمعارف علمي ،سياسي له اردو – ژباړه
۱۸ـ نوميالي افغانان يا د هند په تاریخ او مدنيت کې د افغانانو برخه – تاريخي څیړنيز اثر ، د چاپ کال ۱۳۶۰ لمریز لیږدیز.
۱۹ـ په افغانستان کې توپان- تاريخي سياسي څېړنيز اثر (په افغانستان کې د سياسي تاريخي پیښو بهير) د چاپ کال ۱۳۷۸لمریز لیږدیز.
۲۰ـ پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې – تاريخي سياسي څیړنيز اثر د چاپ کال۱۳۸۱ لمریز لیږدیز.
۲۱ـ پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کې – پوهنيز سياسي اثر د چاپ کال ۱۳۸۵لمریز لیږدیز.
۲۲ـ پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاريخ کې – تاريخي سياسي څیړنيز اثر ، د چاپ کال ۱۳۸۷ لمریز لیږدیز.
۲۳ـ پښتانه د آريانا په کيسو کې – تاريخي څیړنې او ګروېږنې – دچاپ کال ۱۳۸۸ لمریز لیږدیز.
۲۴ـ پښتانه د ایران د پاچايي پر تخت، د دانش خپرندويه ټولنې لخوا چاپ شوی – چاپکال ۲۰۱۱ زیږدیز.
۲۵ـ جيبي سياسي دايرة المعارف – د پښتو د پراختيا د رياست لخوا چاپ شوې. (د شهامت په مستعار نوم يې خپور کړی).
ناچاپ اثار :
۱ـ د هند يادښتونه – تاريخي، سياسي، ټولنيز او څېړنيز اثر .په هندکي د ليکوال د اوسېدنې د وخت ياداښتونه.
۲ـ د آزادۍ سندره – دلوېديځ ادب د ځينو ټوټو ژباړه، په ۱۳۶۸ کال د ادبي لومړی درجه جايزې گټونکې .
ماخذونه
۱ د غوث خیبري ژوند لیک د حبیب الله غمخور لیکنه.
۲ ویکيپېډیا