لیکنه: ارش ننګیال
(د ځوانو نجونو روزنه)
ـ اولادونو کې غوره، لوڼې دي ( حضرت محمد مصطفی)
دا چې د هلکانو روزنه مهمه ده او که د نجونو دې پوښتنې منطقي ځواب ورکول سخت کار دی او زما د وس خبره نه ده.
خو که یوازې خپل ورځني ژوند او د کور ماحول ته وګرور، مېندې هغه څوک دي چې پښتانه ورته کور ودانه وايي. شاید څوک ووايي چې زموږ خوېندې، مېندې خو خټګرې نه دي او نه یې موږ ته کله کور او دالان جوړ کړی دی.
دا سمه ده چې د کور فیزیکي جوړول د نارینه وو مسولیت دی خو د کور معنوي جوړول د مور مسولیت دی او مور یې جوړوي.
له مور پرته کور نشته او که د کور فیزیکي جوړښت څومره هم ښکلی وي خو چې ژوند پکې نه وي یانې کور ودانه پکې نه وي د ویجاړې جونګړې حیثیت لري.
زموږ هېواد کې پلار د سارا او مور د کور مسولیت لري، په دې مانا چې پلار ځان د ماشومانو په تېره د نجونو له روزنې او پالنې نه بچ کړی دی او دا دروند مسولیت یې د مور په اوږو اچولی دی. که مور په ماشومتوب کې ښه روزل شوي وي د خپلو ماشومانو روزنه او پالنه به په ډېرې اسانۍ تر سره کړي او ټولنې ته به هم غوره اولادونه وړاندې کړي چې تل به پرې ویاړ کوي. خو که لور په سمه توګه نه وي روزل شوي ښکاره ده چې نه غوره کورنۍ شته او نه هم غوره ټولنه او ویاړ.
ما چې څومره د ماشومانو او ځوانانو د ارواپوهنې کتابونه لوستي ټول بحث یې د ماشومانو روزل دی. ډیر کم کتابونه مې لیدلي چې دا روزنه یې په دوو برخو وېشلې.
۱ـ د نجونو روزنه
۲ـ د هلکانو روزنه
کله چې خلکو ته دا توپیرونه برالا نه شي، ښکاره ده چې سمه روزنه به نه ورکول کېږي.
که په نارینه کې ښځینه ځانګړنې وي او ښځينه وو کې د نارینه وو، دا خلک ژوند کې له سختو ستونزو سره مخ کېږي او هېڅوک نه غواړي چې داسې بچي ولري. هماغه ځانګړنه کېدای شي د مېرمنې ښکلا وي خو د نارینه بدرنګي.
د کورنۍ مشران لکه مور او پلار دا له هرچا ښه درکولی شي نجونې د جسمي او رواني ځانګړنو او په راتلونکې کې د هغه مقام او رول له امله چې په ټولنه کې یې ترسره کوي د روغتیا له نظره تر هلکانو ډېر زیان مننونکي دي. دغه نجونې د سبا ورځې مېندې دي، دوی دي چې ولسمشران، نوابغ په خپله غېږه کې روزي، دوی دی چې د کورنو تاداو اېښودونکي دي نو پکار ده چې د سبا ورځې دغه مېندې په ښه ډول ورزو څو چې ښه ټولنه او ښه اولادونه ولرو.
نو په داسې شرایطو کې چې پلار یوازې د زوی څنګ نیولی دی او له لور سره یې اړیکې کم رنګه کړي دي، مېندو ته څه کول پکار دي چې د خپلو لوڼو روزنه په غوره ډول وکړي؟
د نجونو نړۍ د کتاب لیکوال (ګاپی شوستر) وايي:
ـ نجونې کولی شي چې له مور سره ښې اړیکې جوړې کړي او زوی له پلار سره. په تېره د نوې ځوانۍ په دوران کې چې ماشومان په اصطلاح د خپلواکي احساس کوي او خپلواکي خوښي.
زموږ ټولنه کې پلار ته تر هغې زوی او لور توپیر نه کوي چې ماشومان وي. اما لور چې له لس کلنې پورته شوه بیا نو پلار او ورور ته پردۍ کېږي، نه ورسره هغه پخوانۍ مینه کوي او نه ورسره ناسته ولاړه کوي.
نو دلته د لور د روزنې مسولیت مور ته پاتې کېږي او مور په اسانۍ کولی شي چې خپله لور درک کړي، ځکه چې مېندې خپله ځوانۍ د لور په وجود کې وینې د هغوی مشترکات ددې لامل کېږي چې د یو بل په خبرو ژر پوی شي او یو بل ښه درک کړي.
ـ ګیزلا پروشوف په خپل کتاب د( نجونو ارواپوهنه) کې وايي چې د لور یوه ستره اړتیا داده چې خبرو ته یې غوږ ونیول شي او دا کار مور ښه کولی شي، ځکه چې له مور سره د خبرو پر مهال لور د امنیت احساس کوي او د زړه ټولې خبرې مور ته پرته له وېرې کولی شي. مېندو ته پکار ده چې د خپلې لور خبرو ته غوږ ونیسي او ارزښت ورکړي.
لوستې مور، هغه مور چې د اولادنو د روزنې په هکله مالومات لري کولای شي چې په ښه توګه د لور جسمي، عاطفي او رواني تغیراتو ته په خپل وخت متوج شي او هغه اتحمالي ستونزې چې ډیری نجونې د پیغلتوب په لومړیو کې ورسره مخ کېږي مهار کړي او د زیان مخه یې ونیسي.
نجونو کې د نوې ځوانۍ پرمهال د نورو بدلونونو ترڅنګ د ازادۍ او استقلا حس هم پیاوړی کېږي. مور ته پکار ده چې په کور کې داسې فضا جوړه کړي چې لورګانې پکې د نظر ورکولو، انتخاب، مشورې حق ولري، لور باید په خپل کور کې د پوره واک او اختیار خاونده وګڼل شي، د کور چارې ور ورسپارل شي. مور ته پکار ده چې په هرې موضوع کې له لور سره مشوره وکړي او د هغې نظر ته درناوی وکړي. دې سره نجونو ته ارزښت او اعتماد په نفس ورکول کيږي.
موږ تاسو ټولو ته مالومه ده چې نجونې او مېرمنې سختې عاطفي دي، نجونو ته سپورې خبرې ویل به د هغوی په ټول ژوند اغېزه وکړي. هغوی به ځان کم ارزښته وګني او په خپل ځان به اعتماد له لاسه وکړي.
که مور غواړي چې ښه لور وروزي نو باید چې د اولادنو ترمنځ هېڅ ډول توپېر ونه کړي. لکه زموږ په کورنیو کې چې دود ده. لور خپله مور ګوري چې ښه خواړه، ښه جامه، ډېرې پیسې زوی ته ورکوي او لور نه یې د زوی خدمت ګاره جوړه کړې ده. کورنۍ کې دا ډول سلوک د لورګانو په روح او روان خورا بده اغېزه کويي، کرکه او نفرت زېږوي. مور ته پکار ده چې خپلې لور ته ډاډ ورکړي چې د اولادونو ترمنځ هېڅ ډول توپیر نه کوی. دا پیغام به د لور په ژوند کې چې د سبا مور ده ستره ونډه ولري.
مور باید د ټولنیزو اړیکو په هکله خپله لور پوه کړي. د دوستانو په انتخاب کې ورسره مرسته وکړي. له مخالف جنس سره اړیکې باید له پلار نه زده کړي خو چې پلار نه وي باید چې مور یې ورزده کړي.
مور کولای شي چې خپلې لور ته په ډېرې اسانۍ په انسانانو په تېره نجونو کې د جسمي بدلونونو په هکله مالومات ورکړي چې را تلونکې کې له ستونزو سره مخ نه شي.
ددې لپاره چې مور او لور ښې او غوره ملګرې اوسې، کله چې لور د خپلې سهوې په هکله هم تاسو یانې مور سره خبرې کوي باید په ډېرې حوصلې ورته غوږ ونیسئ، څو چې د ستونزې جرړې پیدا کړي. که نن ورته په وړې ستونزې په قهر شوې سبا ستره ستونزه هم درسره نه شریکوي. لور ته وخت ورکړئ چې هره خبره درسره شریکړه کړي. که تاسو یې خبرو ته غوږ ونه نیسئ او د ستونزو په حل کې ورسره مرسته ونه کړي هغه به له کوره بهر بل داسې څوک پیدا کړي چې مرسته ورسره وکړي.
ښکنځلې د پښتنو ناوړه دود دی. په ټولنیزو رسنیو کې به مو سپینږیری سناتور صیب لیدلی وي چې د رسنیو پر وړاندې سپکې سپورې وايي. د ډېرو پښتنو په کورنو کې شپه او ورځ، د مېرمنو او پیغلو نجونو پر وړاندې ښکنځلې کېږي، له دې سره تاسو په لوی لاس خپل اولادونه غلطو مسایلو ته متوج کوئ په تېره پیغلې لوڼې. که یې د غوره روزنې توان نه لرئ نو د بېلارۍ خبرې خو مه ورزده کوئ!
دا یادونه ددې لپاره نه ده چې د لورګانو روزنه د پلار مسولیت نه دی، پلار ته زوی او لور هېڅ دوپیر نه کوي، دواړه یې د دوجود برخه ده. د پلار او لور ترمنځ واټن نا پوهۍ ایجاد کړی دی.
که د مور له غوره روزنې سره د پلار مینه او غوره روزنه ملګرې شي، ستاسو لور به هغسې کورنۍ او اولادونه ټولنې ته وړاندې کړي چې د خلکو په ژوند کې بدلون راولي او تل پاتې څېرې وي.
_ د یوه هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره د نورو کارونو ترڅنګ تر ټولو زیات د مېندو پالنې او روزنې ته اړتیا ده ( ناپیلیون)
3 Sep, 2015
کابل