ژباړه: شبیر احمد همدرد
غوسه یو فطري شی دی، چې په ځینو کسانو کې لږه او په ځینو کې بیا ډیره تر سترګو کيږي، خو د غوسې عادت شخص په ټولنه کې په اروایې بدني او ټولنیزو حالاتو کې ډېر سپکوي او خوږ ژوند تریخوي.
غوسه څه شی ده؟
غوسه په ټولنه کې ډېرې ژورې او وېرونکي پښیي رامنځته کولاي شي.
غوسه په زړه کې د پیدا کېدونکي بیولوژیکي بدلونونو له کبله د بدن وینه ګړندۍ کوي، چې د دې عمل لپاره د زړه حرکتونه ډېرېږي او د شخص د پوستکي د رګونو کې وینه باندې ډېر فشار وادېږي، څوک چې ډېر غوسه شي د هغه د مخ او سترګې سرې کېږي او په عصبي سیستم یې واک له مېنځه ځي. چې بیا ورته د خپلو کړنو او فعالیتونو پته نه لګیږي؛ چې هغه څه کوي خو پایله یې د یو لوي جنایت پرته بل څه نه راووزي.
دا یوه منل شوی خبره ده، چې غوسه ناک خلک نه یوازې د اروایې او بدنې ستونزو او نارغیو ښکار وي؛ بلکې شخص په ټولنه کې هم د یوه بد او کم شخصیته انسان په توګه خلکو ته ورپېژني چې د ژوند له ترخه حقیقت سره یې مخ کوي.
په یاد ولرئ چې غوسه یوه منفي وېره او هیجان دی، چې په شخص کې د خندا یا ژړا په شان ایراوونکې څرنګوالي رامنځته کوي.
د ارواپوهني له نظره غوسه د محرومۍ هغه غیر نورمال غبرګون دی چې د شخص لخوا په ځینو حالاتو کې څرګندیږي یا که څوک د یو چا په ازاد او حقیقي عمل بندیز ولګوي نو شونې ده چې په چا بندیړ لېګدلي وی هغه غوسې په بڼه د ځایه غبرګون ښکاره کوي.
د غوسي زیانونه
په غوسې سره زمونږ اروایې او بدنې روغتیا په ډېره کچه زیانمنېږي ځیني په لاندې ډول یادوو.
۱ – د غوسې په حالت کې د انسان په ذهن او اعصابو فشار راځي چې عصبانیت هم ورته ویل کیږي.
۲ – د غوسې له امله د شخص جذبات ډېریږي، یانې غوسه د انسان جذباتې توازن خرابوي چې په پایله کې کړه وړه دنده او نور ورځني فعالیتونه په ناوړه توګه اغېزمنېږي.
۳ – غوسه انسان د نورمال حالت څخه باسي او په شخص کې د یو ډول کشش لامل کېږي چې دېته نانورمال حالت وایې.
۴ – غوسه د انسان په ټولنیز ژوند کې بیلابیلې ستونزې رامنځته کوي غوسه ناک خلک د خپلو مېلمنو ملګرو او ان د کورنۍ له غړو سره په ناوړه چلند لاس پورې کوي چې دا عمل د هغه په بدلونونه راوستلاي شي چې له کبله یې نه یوازې شخصیت ته زیان یا صدمه رسوي بلکې په ټولنزو مسایلو کې هم له ډېرو کړاوونو او ستونزو سره مخ کېږي.
۵ – غوسه ناک خلک په ټولنیز ډول په ژوند کې د محرمیت بې ارزښتي ناډاډمنتیا ښکاروي، دوي بې زړه هم وي او حالاتو د مقابلي او له ستونزو سره مبارزې توان او وړتیا یې د لاسه ورکړې وي.
دوی دانه شي درک کولاي، چې څه ډول د ورپېښو ستونزو مقابله وکړي او د کومو اصولو په رڼا کې ژوند تېر کړي.
۶ – د غوسه ناکو خلکو ذهن او دماغ له ناوړه او منفي فکرونه ډک وي، دوی هیڅکله د مثبت فکر کولو لوري ته تمایل نه لري او همېشه یې اروا ناوړه افکارو او اخیالاتو را ایساره کړې وي، چې په پایله کې داسې پریکړې کولو ته اړ کېږي چې پایلې یې خورا زیانمنې او وېرونکي وي.
۷ – په غوسه کولو سره انسان د وینې فشار لوړېږي او کابو ټول غوسه ناک کسان له دې ستونزې سره مخ وي، غوسه د شخص هضمي سیستم اغېزمنوي او داسي کسان ډېر د معدې په ټپونو د هضم کولو ستونزې یې اشتهایۍ دوامدار قبضیت او نورو اخته کېدلای شي.
غوسه عصبي سیستم اغېزمنوي چې د سرخوږي نیم سېری د زړه او اعصابو د سستوالي لامل ګرځي.
غوسه ناک کسان په ډېره کچه د اروایې ستونزو ښکار وي، چې ژور خپګان، وېره، ذهني او اروايې، فشارونه او خپګانونه یې غوره بېلګې دي.
موږ ټول پوهېږو چې غوسه څه ده او ټولو د یو ناڅاپه ناراحتۍ او یا هم د یوه بشپړه غصب په توګه احساس کړې هم ده، غوسه یو طبیعي احساس دی، مګر کله چې د هغې کنټرول د انسان له لاس څخه ووزي، کولی شي ډېری ستونزې وزېږوي؛ دلته مو پوره هڅه کړې تر څو تاسو غوسه پوره درک او کنټرول کړی شئ.
غوسه څّه ده؟
د دکتر چارلز اسپیکبرګر له نظره، چې د غوسې مطالعه په تخصصي ډول تر سره کوي، غوسه یو ډول احساس دی، چې د هغې شدت وړې ناراحتۍ په یوه ژوره خفګان او لویو ستونزو بدلوي، د نورو احساساتو په څېر دا هم د انسان په وجود کې رواني او بیولوژیکي بدلونونه منځ ته راوړي. کله چې غوسه کېږئ د زړه درزا، د وينې فشار او د انرژۍ هورمونونه (آدرنالین او نورآدرنالین) مو پورته ځي.
غوسه کولی شي په وجود کې د ډېری داخلي او خارجي ستونزو د خپرېدو لامل شي. امکان لري تاسو د یو چا له لوري، لکه یو همکار او یا سرپرست او یا هم د یوې پېښې، لکه ترافيکي پېښې او یا هم د پرواز د لغوه کېدو له امله غوسه شئ، امکان لري ستاسو غوسه د اندېښنو له امله او یا هم د شخصي ستونزو په اړه د فکر کولو له امله منځ ته راشي، او د ځينو ټکان ورکونکو پېښو یاد کولی شي ستاسو په وجود کې د غوسې احساس منځ ته راوړي.
ستاسو د ډېرې غوسې علت څه ده؟ ایا ستاسو داخلي ستونزې تاسو دا ډول په منډه غوسه کوي او که د روحي ستونزې له امله ستاسو غوسه را څرګندېږي؟ وروسته به ولولئ چې ستاسو د غوسې علت څه دی.
په ټوله کې غوسه کولی شي راز راز عوامل ولري لکه: بخیلي، بې صبري او کم ظرفیتي، د روغتیا کمزورتیا، په خپل ځان باور نه درلودل او خپل ځان کم ګڼل، افراطي حساسیتونه، منفي لیدلوری، بدې او ځورونکې پېښې، د یو چا له لوري رټل کېدل، د خپلو همزولو او ملګرو پېښې کول او همداسې نور…
غوسه څنګه کنټرول کړو؟
۱- که تاسو یو عصباني شخص یاست، چې غوسه په هره حالت او هره شېبه کې درسره ده، او دې ځانګړتیا ستا په شخصي ژوند منفي تاثیر اچولی دی، خبر اوسه، چې ته تر هر چا زیات، د یو روانشناس سره د مشورې اړتیا لرئ.
۲- کله کله زموږ غوسه دومره غځول شوې وي، چې حتا خپله مو هم باور نه کېږي، چې زموږ دا کړڼه غلطه او غیر عادي ده. په دې حالت کې مشوره اود غوسې د لامل تشخیص د کنټرول تر ټولو غوره لار ده.
خو د غوسې د له منځه وړلو تر ټولو اسانه او لنډه لار د لاندې کړنو تر سره کول دي:
۱- فکر وکړئ
یوه ژوره ساه وکاږئ او تر لسو (۱۰) حساب وکړئ. فکر کول تاسو ته اجازه درکوي، چې ساه واخلئ، ارامه شئ او بېرته خپل عادي حالت ته را و ګرځئ او منطقي رفتار وکړئ، حتا امکان لري بیا د چیغو او نارو وهلو پریکړه وکړئ، مګر دا کار به په باور سره وکړئ.
۲- ترې تېر شئ او وه یې بښئ
غوسه معمولآ د نفرت لامل ګرځي، هغه نفرت چې کېدای شي په بشپړې بښنې سره یې له منځه یوسو. تاسو مجبوره نه یاست چې په همغه شېبه کې چې نفر له تاسو سره مخامخ په بحث لګیا دی وبښۍ او چوپ پاتې شئ، بلکې بښل په هره طریقه او هر وخت کې حتا د ډېرې غوسې په حالت کې تاسو د ننه ارام کړي.
۳- نوښتګر وا اوسئ
د غوسې څخه د خلاصون لپاره خلاق (نوښتګر) واوسئ، چیغي ووهئ او یو بالښت وار کړئ، زړې ورځپاڼې او بیکاره ورقې څیرې کړئ، یو توپ په لاس کې ټینګ ونیسئ، د دیوال په لوري یې وار کړئ او یا یې هم په لغته ووهئ، شاید ستاسو په نظر دا کارونه یوه شوخي او مسخره وي، مګر همدا ساده کارونه کولی شي د ډېرو لویو او وحشي پېښو مخه ونیسي.
د هر څه نه مخکې خپل احترامات ډالۍ کوم او د لوی خدای ج څخه مو د ښه صحت غوښتونکی یم .
ډاکټر صاحب! زه یوه مریضې لرم او هغه دا چې ماته پر لږ څه او معمولی خبره غصه راځي او بیا تر هغه وخته دوام کوي تر څو چې سر درد شم . ډیر وختونه ډیر دقدروړ کسانوته چې زه نه غواړم رانه خفه شی لکه زما مور او پلار هم په غصه کیږم.
او بل داچې هیر ډیر لرم او ډیر ژر مې له ذهنه څخه شیان وځي.
یادونه باید وکړم چې زه تعلیم یافته یم، هیڅ ډول نشه نه کوم . امید لرم چې د حل لار راته و مومیء.
ستاسو د لا کامیابۍ په هیله ځواب
خپله غوسه څنګه کابو کړو؟
غوسه او تاو: د ځینو روحي فشارونو، درد، غم، ناخوالو، د توقع او غوښتنې خلاف د یو څه واقع کېدو او ستونزو په وړاندې ځمونږ بدن فزیکي، روحي او یا احساساتي ( لکه قارېدل، غضبېدل او عصبي کېدل) عکس العملونه ښیء چې همدغو حالتونو ته غوسه ویلی شو.
غوسه په بدن ځینې فزیکي اغیزې کوي لکه د مخ سور اوختل یا د مخ او شونډو پیکه کېدل، د غړو رېږدېدل، د زړه د ټوپونو زیاتېدل، په وینه کې د اډرینالین او نار اډرینالین هارمونو ډیر افرازېدل، د غاښونو چیچل، خوله کېدل، د ګرمۍ او یا یخنۍ احساس او د وینې د فشار لوړېدل. که نوموړي حالتونه زیات او یا غوسه داسې حد ته ورسېږي چې د ځان اداره کول ګران شي نو په بدن او اعصابو ناوړه اغیزه کوي، خو کله نا کله د یو دفاعي میکانیزم په شان د حرکت، قوت او جرات په زیاتولو مو د ځینو نا ببرو پېښو په وړاندې محافظه کوي.
زغم کمونکي عوامل:
۱- د مخدره موادو او الکول کارول.
۲- درد.
۳- دغوښتنې او توقع خلاف د پېښو، ستونزو، غم او مخالفتونو سره مخ کېدل.
۴- روحي او جسمي فشار، اندېښنه، تشویش، ځورېدل او تهدید.
د حل لارې: غوسه کمول او یا نه غوسه کېدل یواځې د احساساتي پرېکړو او روحي فشارونو مخنیوی نه کوي، بلکه د اندېښنې او زړه د حملو په کمولو او د مکروبونو او ناروغیو په وړاندې د بدن د مقاومت په غښتلي کولو کې هم مرسته کوي.
په لاندې ډول مو د زغم په زیاتولو، غوسه کابو کړﺉ.
۱- همېشه مکمله او منظم خواړه وخورﺉ.
۲- د سهار او یا ما ښام ورزش کول مه هیروﺉ.
۳- د بیدېدو مهال ویش مو منظم کړﺉ.
۴- د مخدره موادو استعمال، الکول او سګرټ څښل د ډاکټر په مشوره او لارښونه ترک کړﺉ.
۵- غوښتنې او توقعات مو د حالاتو سره برابرې کړﺉ.
۶- خپلو حاضرو حالاتو او کارونو ته توجه وکړﺉ، د تیرو شوو او راتلونکو پېښو او کارونو په هکله اندېښنه او فکر مه کوﺉ.
د غوسې په وخت داسې وکړﺉ.
۱- څو ځلي اعوذ با الله من الشیطن الرجیم او لا حول ولا قوت الا با الله العلی العظیم ووایاست.
۲- که ولاړ یاست کښینیء او یا که ناست یاست پرېوځیء.
یو ګېلاس سړې اوبه وڅښیء.
ه انرژي ده، د غوسې په وخت هڅه وکړﺉ چې د قدم وهلو، کار کولو، ژوره سا اخستلو او نورو طریقو سره خپله انرژي کمه او غوسه مو سړه کړﺉ.
له چا سره د نظر د مخالفت په صورت کې د غوسې پرځای خپله غوسه په خواخوږۍ، هم نظرۍ او ګذشت بدله کړﺉ.
هڅه وکړﺉ چې د قار وخت کې څو ځلي ژوره ساه واخلیء او ځان ته د روحي ارامۍ تلقین وکړﺉ.
د غوسې په وخت کې ځان په بل شي مصروف کړﺉ.