ليکنه: محب الله آرمل
زموږ په وطن کې غوسې ډېرې دي، ذهني ګډوډي، بېوزلي، بې سوادي، جنګونه، سياسي تجارتونه، مافيايي فعاليتونه، ناوړه فرهنګونه…د انسان شخصيت ګواښي او پايلي يې دا وي چې انسان له انسان لرې او په رواني ناروغيو مبتلا کړي.
کله چې روح نا آرامه وي، پرېکړې له احساساتو ډکې وي او احساتي پرېکړې معمولا د تعقل له دايرې بهر تر سره کيږي.
په کورنيو کې پلورنه د روزئ ګټلو سوچ دومره اخستي وي چې ماښام کورته راشي د طوطي غږ هم بد پرې لګي او په وړه خبره غوسه کيږي په کوشنيانو په وړه تېروتنه په زوره چيغې وهي او آن څپړې هم نه سپموي.
نا امني بله ناوړه پديده چې د انسان په روح او روان غلبه کوي او هغه تر يرغل لاندې نيسي، نارامه او ګډوډ دوماغ د عقل پر ځای د غيرت لمن نيسي، او د ګرمو وينو پرېکړو ته يې اړباسي.
بې سوادي مو بله ستونزه ده چې وار په وار يې زموږ فرهنګ ناسم لوري ته ور ټيل وهلی او د حماقت په کنده يې بند ساتلی، اکثره کارونه چې موږ يې په وياړ ترسره کوو خو په اصل د شرم دي زموږ د فرهنګ برخه ګرځېدلي، يا مو يو ناسم ټولنيز عادت شوی دی.
دا او دې ورته نورې لویې او وړې ستونزې يوځای شوې او زموږ د زغم ځواک يې له منځه وړی او ځای يې غوسې ته ورپاتې.
کله چې موږ په خپل چا پېريال، کاري ساحه، کور، ښونځي … کې له خپلو کړنو خوند وانخلو او هر کار د مجبور يت په آساس ترسر کړو، کله چې په ژوند کې له نوښت بې برخې او يو نواخته ژوند ته دوام ورکړو غوسې رامنځ ته کيږي.
اقتصاد کمزوری دی، امن نشته ، فرهنګ ترميم ته اړتيا لري … نور کوم موارد دي چې موږ په بې ځايه غوسه روږدي کوي؟
تکرار د هرڅه خوند خرابوي او افغانان په مجموع له تنوع ځان لرې ساتي، کله چې په کار کې تنوع نه وي نو تکرار شي او تکرار خوندور کار بې خونده کړي او تداوم يې لا ستومانه کوونکی او په غوسه تمامېدونکي وي.
اوس څه وکړو چې لږ تر لږ په کور، ټولنه او کار ځای کې د غوسې په ځای د صبر او تحمل نه کار واخلو او ورو ورو خپلې حوصېلې لوړې او عالي کړو، په همدې موخه به دلته څو لارښونې وړاندې شي چې عملي کول به يې مرسته راسره وکړي ترڅو اخلاقي چلندونه، په تحمل ولاړ چلندونه …تر سره کړو.
۱ ـ هڅه وکړئ چې په ژوند کې نوښت او ابتکار ته لومړيتوب ورکړئ او خپل کارونه تازه او نوي کړئ.
۲ ـ حضرت عمر رض وايي د بېکار سړي مغز د شيطان کور وي، نو که بيخي کار نلرئ ځان بوخت کړی او د داسې وخت لپاره کتاب عالي وسيله ده.
۳ ـ دا احساس چې ستاسې فعاليتون بې ګټې او بې معنا دي هېر کړئ، دا دومره خطرناک احساس دی چې آن د ځان وژنې سرحد ته مو رسولی شي، نو تاسې چې هر کار کوئ هماغه کار مهم او د اهميت وړ وبولئ.
۴ ـ هره ورځ يو نوي څه زده کړئ او په خپله پوهه کې اضافه وکړئ.
۵ ـ دا سې کارونه تر سره کړئ چې ګټل او بايلل ولري، لکه، د لوبو سيالۍ… البته مثبت کنه سيالۍ توپير کوي.
۶ ـ په نړۍ کې هېڅ شی غوسه کوونکي ندي، بلکې دا ستاسې افکار دي چې سم شی ناسم در ښکاري، افکار مو تغير کړی چې احساسات مو بدل شي.
۷ ـ د پلټنې حس مو په کار واچوئ، د پېښو په وړاندې مه بې تفاوته کيږئ. هڅه وکړئ هرڅه ته د قيق شئ، البته د نورو په ژوند کې ځانته د مداخلې او پلټنې اجازه مه ورکوئ.
۸ ـ خيال پلو ووهئ، خيال مو که څه هم له واقعيتونو لرې وړي خو ستاسې تخيل پياوړی کوي او پياوړی تخيل مو حوصله زياتولی شي.
۹ ـ يو نواخت او تکراري ژوند مه کوئ، مثلا د تل لپاره يو ډول بوټ مه اخلئ، هر سهار له چای سره يوازې يوشی مه خورئ بلکې نوښت پکې راولئ.
۱۰ ـ د خپلې وړتيا او استعداد مطابق د امکان او تر لاسه کېدو وړ موخې وټاکئ.
۱۱ ـ خپلو موخو ته د رسېدو په پار پلان ترتيب کړئ، وخت ته پابند اوسئ او د پلان د عملي کولو لپاره جديت غوره کړئ.
۱۲ ـ د الله ج ذکر مه هېروئ، د اسلام مقدساتو، بيناوو، عوامرو او نواهيو ته پام وکړئ، کلکې او ريښتنې عقدي مو روحي سکون زياتوي او دروني فشارونه مو له منځه وړي.
۱۳ ـ د خپل هوډ د ضعف عوامل پيدا کړئ، او همدا عوامل په نوبت وار په وار له خپلې مخې لرې کړئ او له ارادې سره مو مرسته وکړئ .
۱۴ ـ بايد باور وکړئ چې تاسې هم د نورو انسانو په شان له زياتو وړتياو او توانمنديو برخمن ياست، دا مه هېروئ چې د هر انسان تر نېمګړتيا وو د هغه وړتياوې ډېرې دي. د توان او وړتيا په مټ نيول شوی تصميم، نيمګړتياوې له منځه وړي او د توانېدو احساس درکوي.
۱۵ ـ هڅه وکړئ چې د هر کار د انجامولو لپاره قوي انګيزه پيدا کړئ او په ځان کې يې وروزئ، د ښه تصميم معيارونه زده کړئ او عمل پرې وکړئ.
۱۶ ـ له هغه محيط او ملګرو ځان لرې کړئ چې وزګار او بې موخو ژوند خوند ورکوي او بې پروا دي. د خپلو موخو د تر لاسه کولو لپاره خپل روحي امنيت ټينګ کړئ چې و کولی شئ له نورو سره په آرامۍ برخورد وکړئ.
۱۷ ـ له زيات خوب، ډېر خوراک او د ټنبلۍ له ورته نورو اسبابو ځان وساتئ.
۱۸ ـ په تصميم کې بيړه او په عمل کې ځنډ ستاسې موخو ته صدمه رسوي او پايله يې خپګان او بې ځايه غوسې وي. نو ځير شې، ښه تصميم ونيسې او عمل پرې وکړئ.
۱۹ ـ ورزش مه هېروئ، سپورت ستاسې اراده او حوصله پياوړي کوي.
پای
You also might be interested in
ژباړه : نیازمحمد نیازمند په دې لیکنی کي به تاسي ټولي[...]
ژباړه: نیازالله مبارز بسم الله الرحمن الرحیم « ربی زدني[...]
ژباړه: حمیدالله حمیدي زه په کار او بار کې د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی