– لیکنه: مصطفی صفا
د ژوندانه ورځنۍ پېښې په انسان کې بېلابېل احساسات، هیجانات او ذهني کړکېچونه منځته راوړي. ددغه له جملې څخه یو هم قهر او غوسه ده، چې هر وخت زموږ روان ځوروي او د ژوند خوږې شېبې مو ترخوي.
ارواپوهان وايي، غوسه په یوه فرد پورې اړوند یو د وړاندوینې وړ احساس دی. په ورځني ژوند کې د انسان د توقع خلاف یوه پېښېدونکې موضوع، یا د کوم چلند منفي انګېرل، یا یوه ناکامي، یا یو فکري او ارماني ټکر ددې لامل کېږي، چې موږ له غوسې سره مخ شو.
په غوسه راوستلو کې لوی مسایل څه چې، ډېرکوچیني مسایل هم کار ورکوي. غوسه زموږ په ذهن کې یوې فکري او احساساتي چاودنې ته ورته ده او موږ ډېر ژر یوه ناسنجول شوي غبرګون ته هڅوي. یو روان پوه وايي:
«قهر او غوسه یو ځواک دی، چې سم او صحي مسیر یې نه دی موندلی.»
هره احساساتي پېښه یو لامل لري؛ د ساري په ډول د وېرې او ډار لامل دا دی، چې له کوم خطر سره مخامخ یو. د غم لامل دا دی، چې خوښي، شرف او شخصیت مو له ستونزې سره مخ دی او د قهر او غوسې لامل دا دی، چې زموږ شخصي، فکري او فزیکي حریم ته په ښه سترګه نه دي کتل شوي او زیاتی ورسره کیږي.
قهر او غوسه انسان له پورته لاملونو سره مبارزې ته چمتو کوي. قهرېدلي وګړي ځان ناامنه احساسوي، داسې فکر کوي، لکه له سخت تهدید سره چې مخ وي، پرله پسې ځان ناراحته، آزار لیدلی، ناکام او ټولو خواو ته ځواب ویونکی ګڼي. له همدې امله دفاعي حالت غوره کوي، نور پړه ګڼي او ټوله ګناه د نورو پرغاړه وراچوي او حتیْ ځینې وخت بې ګناه افراد د خپل قهر په لاملونو کې راګډوي…
ارواپوهان وايي:
«د غوسې د درک لپاره باید، د هغو ریښې وپېژنو.»
موږ باید د غوسې پرمهال له خپله ځانه وپوښتو:
ایا زما غوسې تراوسه پورې څه ګټه کړې ده؟
ایا کومه هیله مې پکې ترسره شوې ده؟
ایا انتقام تراوسه کومه ستونزه حل کړې ده؟
هو! ناکنترول شوی قهر، موږ ته نړۍ نه شي رنګینولی. کله چې موږ نړۍ لکه څنګه چې ده، داسې ووینو؛ په موږ کې ډېر شدت پای ته رسېږي. موږ هېڅ وخت باید د قهر او غوسې له مخې چلند ونکړو، بلکې د زړه سوي، همدردي، همپالنې، بښنې، تېرېدنې او نرمښت له مخې چلند وکړو.
غوسه ناک چلند، بېلابېلې رواني اغېزې لري. غلط درک، کمزوری استدلال، د ستونزو په حل کې کم ځواکي، په کینه لړلي متقابل روابط او نور… ددغه ډول اغېزو له ډلې څخه دي.
د رواني مسایلو څېړونکي وايي:
«د غوسې او قهر ترټولو مهمه درملنه، د هغو ځنډول دي.»
کله چې تاسې د غوسې پرمهال خپل کنټرول له لاسه ورکوئ، نو په حقیقت کې د معقول تفکر او د منځلارې تصمیم نیونې ځواک هم له لاسه ورکوئ. موږ باید پوه وو، چې غوسه هغه توفان دی، چې ترټولو لومړی قرباني یې پخپله غوسه کوونکی انسان دی.
د یوه عادي او طبعي انسان په توګه هرسړي ته د نورو د بدچلندۍ له امله غوسه پیداکېږي. که چېرې تاسې هم له داسې حالت سره مخامخ کېږئ، نو هېڅ وخت جګړه ییز دریځ مه نیسئ، بلکې د همدردۍ لاره غوره کړئ او په آرامۍ سره خبرې وکړئ.
آرام استدلال، هم اورېدونکی د آرامۍ خواته بیايي او هم خبرې کوونکی. کله چې موږ آرامښت غوره کړو، بیا د قهر او غوسې کنټرول راته اسانېږي او کله چې شورماشور جوړ کړو او خپلو احساساتو ته چاودنه ورکړو، نو دا ډول چلند مو د غوسې په زیاتولو کې نوره هم ونډه اخلي.
ځینې وخت خوش طبعي، موسکا او بې تفاوته اچول، زموږ د غوسې په راکمولو او حتیْ له منځه وړلو کې مرسته کوي.
په انساني ژوند کې بښنه او تېرېدنه هغه څه دي، چې د ډېرو نورو مشکلاتو ترڅنګ زموږ د غوسې په ختمولو کې هم لوی رول لري. هغه څوک چې نورو ته بښنه نکوي او هرڅه د خپلې ځانغوښتنې په تله تلي، د ځان او نورو ترمنځ د تفاهم او جوړجاړي پلونه نړوي.
تاسې مجبور نه یئ، چې په نړۍ کې ټول شیان کنټرول کړئ، د نورو په اړه بدګومانۍ پای ته ورسوئ. ساده زړي ووسئ، دغه کار ستاسې د ناامنۍ د احساس کچه راټیټوي او د قهر او غوسې توپان مو د آرامښت په وږمو بدلوي.
[review]