لیکنه: ایمل عشرتی امرخیل
د هیواد په وروستیو پیښو او ناورینونو له وجی ګڼو هیوادوالو ته ځانی او مالی ضربی ور رسیدلی او ډیریو د خپل کورونو غړی له لاسه ورکړی او هیواد وال یی ډیر خواشینی او ورځینی ژوند یی پر ټولو افغانانو تریخ کړی.
چی مهم ټکی او ثقلی موضوع زمونږ اقتصاد دی چی ورڅ تر بله مخ په رکود او انفلاسیون په ډیریدو دی.
چی دغه حالت هیواد وال له غټی ویری او تشویشونو سر مخ کړی، ځکه امنیعت مخ په خرابیدو دی، دبیکاری کچ ورځ تر بلی ډیریږی، د ورځی په زرونو ځوانان بهرنیو هیوادونو ته په غیر قانونی لارو سفرکوی، اقتصادی او سوداګریز فعالیتونه په ټپه ولاړ دی…..
منم چی دغه ټولی ستونزی شته ځکه په یو هیواد کی چی دری لسیزه جګر تیره شوی چی سیاسی، ټولنیز او اقتصادی حالاتو د بیرته سمون لپاره وخت، زغم، فکر او ډیر کار کول پکار دی.
په هیواد کی په خاصه توګه په پلازمینه کابل کی تیرو څو ځانمرګی بریدونه د ولس غبروګون او غوصی د اوسنی حکومت په وړاندی را وپارولی چی له دی وجی ډیریو خپل غبرګونونه د ګاونډی هیواد په وړاندی په ټولنیزو انټرنټی پاڼو کی هم وښودل.
له همدغه حالاتو او امکاناتو څخه د هیواد اقتصادی مافیا او دښمنانو کوښښ وکړ چی یوه بل اقتصادی جنګ پیل او د ولس د جوش او غوصی څخه ناوړه ګټه اوچته ، ډیریو سوداګرو ته اقتصادی ضربه وارده او ور شکست کړی.
د پیسو سوزول.
زما په شخصی نظر یو ناسم او نا معقول کار دی، هغه پر دی معنی چی اصلی سرمایه زمونږ د سوداګر دی، او دوی خپل ډالر او نور اسعار د سوداګریزو توکو را نیولو او معاملو لپاره په پاکستانی او نورو اسعارو بدلوی او له اړوند هیواد څخه سوداګریز توکی واردوی.
که یو سوداګر ۱۰۰ لکه افغانی ولری او خپله سرمایه په پاکستانی اسعارو بدله او لمړنی خوراکی توکی پری واردوی، دغه کار چی خلک یی کوی ورسره وشی ، تاسی څه فکر کوی چی دغه سوداګر به پرته له دی چی خپله ټوله شتمنی له لاسه ورکړی او ورشکست به شی ، تر ۱۰ کلونو به بیا په پښو د دریدلو توان پیدا کړی؟ نه هیڅکله نه.
ولی سوداګر سوداګریز توکی د ګاوندی هیواد له لاری ررا واردوی ؟
هغه څکه چی زمینی یا بحری لاه نسبت هوای لاری ته ارزانه پریوزی نو مجبورا د څمکی له لار خپل توکی هیواد ته را واردوی، د هیواد یو ستره تشه اوبو ( سمندر ته ) د لاری نه شتونه دی او محاط په وچه ده چی ډیری سوداګریز کالی په ډیره قیمته بیعه مونږ ته تمامیږی او پرته له امنیعتی، سیاسی، ټولنیزو عواملو، یوازینی عامل یی هم همدغه دی چی هیواد د سیمی بلخصوص د ګاوندیو هیوادونو د سوداګریزو توکو د مصرف بازار او مصرفی هیواد ګرزیدلی، څکه تولیداتی سرچینی شتونه نه لری او د ګوتو په شمیر په وروستیو کلونو کی څینی وړی فابریکی جوړی شوی چی هغه هم دسیاسی حالاتو پر بنا مخ په شکست دی.
د حل لاری.
که مونږ وغواړو چی د پردیو د اسعارو د یرغل مخه ونیسو باید ښی اقتصادی لاری او معقوله ګامونه اوچت شی نه دا چی زور، غصه او کینه مو پر منطق غالبه او داسی یو عمل باندی لاس پوری کړو چی وروسته بیا په خپله پیښیمانه شو.
لنډ مثال یی د موټرو د پرزو (چلیدلی سامان) دی چی د اسلام قلعه ، ویش او طورخم په بازارونو او هټیو کښي له بهار ملکونو رازی او له هغه ځای څخه یی افغانی سوداګر پیری، چی زمونږ د هیواد په زرونو وګړی دغه تجارت کی بوخت او حلاله روزی ګټی، په ملیونونو ډالرو سرمایی یی بندی دی چی ډیری سوداګریزی معاملی( پلورل او پیرودل) په خارجی اسعارو کیږی، د دغو وګرو ګنا څه ده چی یوغیر مستقیم اقتصادی ضربه ور واردیږی؟ او دا حق مونږ ته چا راکړی چی د هغوی حق او حلاله روزی پری ودرو؟
انګریزانو د مستعمری په وختونو کی کله به یی چی په یوه هیواد یرغل کاوه نو دا به یی توسیعه کوله له دغه سیاست نه به یی کار اخیست چی ، که غواړی یو ملت یا قوم د ځان مهتاج کړی، لمړی یی فرهنګ ورنه واخلی بیا یی له پښنو وغورځوی ( یعنی اقتصادی ضربه ورکړی) چی تل ستا مهتاج وی.
د هر کار کولو او بدلولو څخه لمړی بدیل اړین دی، که داسی فکر وکړو چی سر له نن ټول وارداتی خوراکی توکی بند او هیڅ څوک حق د پلورلو او پیرودلو نه لری، دا امکان لری؟ نه څکه له منطق څخه لری ده. که یی له خپله کوره حساب کړو، اورلګیت، غوړ، وریژی، صابون، اوړه، بوره، لوبیا، نخود او…….. ټول د کوم ځای تولید دی؟
دولت کی دا توان شته چی ۳۳ ملیونو وګړو ته یوازی اوړه برابر کړی، ځکه له الف – یی پوری ټول توکی دی وارداتی دی په وطن کی داسی بنسټیز کار ندی شوی چی خود کفا وه اوسو او بیا په زغرده دغه شان اقدام وکړو.
که مونږ غواړ چی واقعا دغه لاری ته ادامه ورکړو په ځینو اسعارو که بندیزونه ولګوو باید لاندی ټکی په پام کی ونیول شی :
۱. باید دولت ټولو سوداګرو ته وخت ورکړی چی تر ټاکل شوی مودی سرمایی په نورو اسعارو بدلی کړی.
۲. هغه توکی چی دمخه شتون لری باید بازار ته عرضه او مصرف شی.
۳. مالی وزارت د ګمرکاتو معینیت باید وروسته له معینی نيټی سوداګرو ته ایجازه ورنکړی چی هیواد ته منع کړل شوی توکی وارد کړی.
۴: اړونده مسول وزارتونه باید د بدیل لار پیدا او عملی کړی.
۵. ځینی اقلام چی ډیر اړین دی لکه، اوړه، غوړ، بوره، سون مواد باید حکومت په خاصه د سوداګریزو وزارت دمخه بدیل یا هم بل هیواد سره قراردادونو لاسلیک کړی.
۶: خارجی پانګوالو ته د پانګه اچونی ضمنه برابره شی.
۷: هغه توکی چی په هیواد کی تولیدیګی او له خارج نه هم را واردیګی باید پری ۲-۳ چنده مالیه وضع شی.
۹: داخلی تولیداتو به وړاندی باید مالیه معاف کړل شی په خاصه توګه په خوراکی او سون توکو.
۱۰: دولت باید د خوراکی توکو لپاره کوپراتیفونه او سبسایدیز په نظر کی ونیسی او عملا وګړو ته مواد عرضه کړی.
په دغه شان غبرګونونو چی خپلی سرمایی په خپل لاس سوزو د دی پر ځای چی ګټه وکړی ستونزی را پاروی،څکه سره له دی چی اقتصاد مو د نورو ګاونډیو هیوادونو په پرتله ډیر را ټیټ دی او دفقر ګراف صفر نه هم را ټیټ دی و ورځینی ملی ناح\خالص عواید له ۲ ډالرو کم دی څنګه کولی شو چی دغه شان کار له خپلو وګړو سره په خپله وکړو او هغه د ګوتی په شمیر سوداګر چی ګوډو مات کارونه یی پیل کړی هغه غواړو چی له پښو وغورځو او په ګونډو یی کړو.
ا.ع.امرخیل