لیکنه: پوهنیار محمد داود شیرزاد؛ د کابل پوهنتون استاد
په افغانستان کې ککړتیا او د چاپیریال علم ته چې تر اوسه پورې ورته زیاته پاملرنه شوې نه ده،لا زیاته پاملرنه غواړی،دا ډیره مهمه ده چې د چاپیریال ککړتیا په ځانګړې ډول غږیزه ککړتیاته جدی پاملرنه وشی خو په هیواد کې د څولسیزو جګړو له امله نه یواځې پام ورته شوي نه ده، بلکې تیر شوو ناورینونو د ککړتیا له لا زیاتیدو سره یې مرسته کړې ده. ددې ټولو بدمرغیو لامل د چاپیریال ساتنې علم ته نه پاملرنه ده. مونږ اوس یوې داسې ککړتیا ته اشاره کوو چې خلک تر اوسه ورته ډیر متوجه ندي او اغیزې یی هم په اوږدمهاله کې حس کیږی ، چې په قرآنکریم کې هم ورته اشاره شوې ده الله ج فرمایی (ان انکرلاصوات الصوت الحمیر) ترجمه: په تحقیق سره بد ترین له غږونو څخه، د خره غږ ده( د لقمان سورت، ۱۹ ایت، ۲۱ سپاره).
مونږ هره ورځ د غږ بیلابیل ډولونه اورو. په حقیقت کې غږ د یوې لړزیدونکي سرچینې میخانیکي انرژي ده. کیدای شي یو ډول آواز د ځینې وګړو لپاره خوښونکی وي خو د ځینو لپاره به خوښونکی نه وي. دغه نه خوښوونکي او نه غوښتوونکي آواز ته غال مغال (noise) وایي. آواز کیدای شی د هوا، مایعاتو یا جامداتو پواسطه خپور شي. د آواز موج په (medium) کې یو اختلالي فشار دي چې آواز حرکت کوي. د اواز فشار منتاوباً د متراکم کیدنې او خپریدو پایله ده.په واحد زمان کې د یوه میډیم (medium) (د بیلګی په توګه هوا) د مالیکولونو د متراکم کیدنې او خپریدنې، فریکونسي تشریح کوي. د فریکونسي واحد هرتز(Hz) دي چې د دوران په ثانیه(R/sec) سره مساوی ده. د آواز د فشار کچه ده چې د انسان غوږ ورسره مواجه کیږي. د آواز زیاتیدنه د انسان د غوږ د خطی عکس العمل غوښتنه نکوي. یو معنا لرونکی لوګارتمي د سېکل یا مقیاس اختراع ده. د آواز اندازه کوونکی د آواز د فشار اندازه(SPL) تشریح کوي چې د آواز د فشار لوګارتمي نسبت معلوموي. دغه په یو بی بعده واحد، ډیسیبل(dB) سره ښودل کیږی. په بین المللی سطحه د یوه روغ غوږ د اوریدو سرحد(حدود) 2*10-5Pa دي. ډیسیبل د ځوږ (loudness) د اندازه کولو واحد دي. د غال مغال فریکونسی (زیرو بمی ) کیدای شي د انسان په غوږونو بده غیزه وکړی. په (1) جدول کې د ککړتیا د څارنې مرکزي کمیټې (CPCB) په بیلابیلو سیمو کې د آواز مجازه کچه وړاندې کړې ده(۷، ۴، ۳).
لومړی جدول : د CPCB کمیټی د غال مغال وړاندې شوی سټنډردونه
د غال مغال کچه په dB (A) Leq | د سیمو ډولونه | د سیمې کوډ | |
شپه | ورځ | ||
70 | 75 | صنعتي | A |
55 | 65 | سوداګریزه | B |
45 | 55 | استوګنځی | C |
40 | 50 | چوپه سیمه | D |
دویم جدول : د بیلابیلو آوازونو ډولونه د دیسیبل په کچه
د غږ سرچینه | د غږ کچه په دیسیبل(dB) | ||
د راکټ ماشین | 180 | ||
170 | |||
160 | |||
د جت الوتکو الوتنه | 150 | ||
140 | د تکلیف یا درد سرحد | ||
د راک لوړ ثبت شوی موزیک | 130 | ||
د تالنده اواز | 120 | ||
Autohorn I m away | 110 | ||
د ۳۰۰ متری په لوړوالی کی د جت الوتکو د الوتنې ، ساختماني چارې، د اخبار پرس کول او نور | 100 | ||
موټر سایکل په ۸ مترۍ کې ، د خوړو ګډونکي | 90 | ||
80 | |||
برقی جارو، معمولی غږیدا | 70 | ||
ایرکنډیشنونه په ۳۰ متری کې، د ترافیکي څراغونو آواز | 60 | ||
د اوسیدنې متوسطه خونه | 50 | ||
40 | |||
کتابتون ، په کراره پس پس کول(whisper) | 30 | ||
د خپرونې سټډیو | 20 | ||
د پاڼو غږ | 10 | ||
0 | د اوریدو سرحد | ||
په پورتني جدول کې د غږ د تحمل کچه او هغه کچه چې غوږ یې د اوریدو تحمل نلری جوته شوې ده.
د غږیزې ککړتیا سرچینې
د غږیزې ککړتیا مهمې سرچینې د ترانسپورت بیلابیل ډولونه(هوایی، سرک، اورګاډی) دی، صنعتي فعالیتونه، ټاکنې او داسی نور) د کور بریښنایی وسایل.
د نړی په ځینو ښارونو کی لوړ غږونه ثبت شوي دي. د چین هېواد په نانجنګ ښار کې د غږ کچه 105 dB ثبت شوی، کله چې د نړۍ په ځینو نورو ښارونو لکه (روم 90dB ، نیویارک 88dB ، کلکته 85dB، ممبیی 82dB ، دهلي 80dB ، کټمنډو 75dB کې بیلابیل غږونه ثبت شوې ده(۱۱، ۱۰، ۸).
غږونه د لاندې اغیزو لامل ګرځی:
۱- د خلکو د خبروکولو مزاحمت کوي: په یوه غږیزه سیمه کې د خلکو خبرې اترې په لوړه کچه اغیزه لري.
۲- د اوریدلو ویجاړول: غږونه کیدای شي چې په موقتي توګه او یاهم په دایمي توګه د غوږونو د کڼیدلو لامل شي چې د غږ په ځواکمنتیا پورې اړه لري. که چیرې د غږ کچه له 90dB څخه لوړه شي نو په څو دقیقو کې د سامعې حساسیت کموي.
۳- فزیولوژیکي او رواني بدلونونه
د نورو اغیزو تر څنګ د بدن نور غړي هم د غږونو تر اغیز لاندې راځي چې د اغیزو پایله یې ناآرامي، بې خوبي، د کولمو درد، د هاضمې بې نظمي، د معدې زخم، د وینې د فشار بدلونونه، د پلي حرکت په مهال ګنګس توب، احساساتی بدلونونه او داسې نور دي.
اخځلیکونه:
- قرانکریم ، د لقمان سورت،۱۹ آیت، ۲۱ سپاره
- Down to Earth, Centre for Science and Environment, New Delhi.
- Glasbergen, P.and Blowers, A. (Eds). (1997). Perspectives on Environmental Problems, Arnold.
- Ison, S., Peake, S. and Wall, S. (2002). Environmental Issues and Policies, Prentice Hall.
- Jackson, A.R.W. and Jackson J.M. (1998). Environmental Science, Longman Group Ltd.
لیکونکی پوهنیار محمد داود شیرزاد د کابل پوهنتون استاد