ليکنه: انجینر تهذیب الله مهذب
یوه لویه ستونزه چې اوسنۍ نړۍ او د بشر ژوند یې د ګواښ سره مخامخ کړی دی د مختلفو ککړتیاؤ ډولونه دي، یو ددغو ککړتیاؤ څخه غږیزه یا د شورماشور ککړتیا ده، البته د غږیزي ککړتیا څخه مطلب ټول هغه غږونه دي چې انسان د عمل څخه پورته وي یعنې ټول هغه غږونه چې دانسان لپاره مزاحم کوونکي او یا هم د هغه دناارامۍ سبب وګرځي د غږیزي یا د شورماشور ککړتیا په نامه یادیږي.
غږیزه ککړتیا د صنعتي تمدن زیږنده ده او دغږیزي ککړتیا څخه هغه څوک ډیر زیانمن کیږي چې د زیات وخت لپاره په کارخانو کې چې ماشینونه چالان او لوړ اواز تولیدوي کار کوي او ددې ککړتیا منفي تاثیرات په لومړیو وختو کې کم منفي نا ارامي سردر دی، د هاضمي سیستم مشکلات او خستګي مشکل ظاهریږي خو که چیرته هغه اشخاص چې د زیات وخت لپاره د ککړتیا سره مخ شي خپل د اوریدلو حس له لاسه ورکوي چې بیا یې درملنه مشکله ده، بعضې وسایل چې د هغه کسانو لپاره چې د اوریدلو حس یې له لاسه ورکړی دی جوړیږي خو دا وسایل په هغه عادي مشکل چې غوږونه کار کوي کار نشې کولای او هغه کسان چې د زیات وخت لپاره چې ددي مشکل سره مخ دي نو په لومړیو وختونو کې د هغه په غوږونو کې خپل سر ځیني اوازونه یا زنګونه تولیدیږي چې دا یې د منتشر کیدو لومړنی مراحل دی او که چیرته دا شخص ددې ککړتیا څخه ځان ونه ساتي نو شاید خپل د اوریدو حس له لاسه ورکړي.
د غږ د اندازه کولو واحد deci ble scale په نوم یادیږي البته د غږونو سره د حساسیت اندازه دافرادو ترمنځ متفاوته ده یعنې بعضې خلک شاید د اوچت غږ یا لوړ غږ په مقابل کې ډیر ژر حساسیت وښی خو بعضې نور ژر حساسیت نه ښي او علماء پدې عقیده دي چې کله د غږ لوړتیا 85 DB ته ورسیږي نو د اوریدلو حس ته زیان رسوي چې دا اندازه د یوې باروړونکي لارۍ د غږ سره مساوي دی،همدارنګه علماء پدې نظر دي ورځ تر بلي د غږ لوړتیا په زیاتیدو ده او په همغه اندازه د هغي منفي تاثیرات هم زیاتیږي.
د غږیزي ککړتیا کنټرول:
که څه هم په ټوله نړۍ کې د ژوند چارو د ترسره کولو لپاره بیلابیل اصول او قوانین وضع شوي دي او خلک اړ دي چې د خپلو وضعه شویو قوانینو او حدونو درناوی وکړي مګر په افغانستان کې له تیرو دري نیمو لسیزو جګړو له کبله یې هرڅه له منځه تللي دي، دا چې په افغانستان کې د الهي او مدني قوانینو ته د نه درناوي له امله دچاپیریالي ستونزو سربیره په انسانانو کې ګڼي ناروغۍ هم رامنځته کوي چې ځینې خلک ورڅخه خپل ژوند د لاسه ورکوي.
په افغانستان کې اوس مهال هم د جنګ جګړو له امله خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي که له یوي خوا په مخامخ جګړو کې افغانان خپل ژوند له لاسه ورکوي خو له بلې خوا ددغه جګړو د نامستقیمې اغیزې له امله هم کله د لویو او وړو وسلو استعمال اوازونه، د بمبارونو اوازونه، د موټرو اوازونه، ټول ترانسپورتي وسایل په فابریکو کې د ماشینونو استعمال په ښار کې د میوزیک سنټرونو اوازونه، د موبایل زنګونو اوازونه، لوډسپیکرو اوازونه او داسې نور هغه غږونه دي چې د خلکو په ورځنیو چارو کې د خنډ سبب ګرځي او هم انسانانو کې ډول، ډول ناروغۍ رامنځته کوي نو ددې لپاره چې د غږیزي یا د شورماشور ککړتیا مخه ونیسو نو باید ځینې قوانین او اصول مراعت شي لکه:
- *د غږ د موانعو استعال
- *د حمل او نقل وسایلو د سرعت محدودول
- *دسړکونو په جوړښت کې بدلون
- *د درندو عراده جاتو محدودول
- *خپل ماشینونه ښه وساتۍ ترڅو په غږ کې یې تغیر رانشي
- *خپل ماشینونه په مناسب ځای کې نصب کړۍ ترڅو غږ یې یو څه کم شي
- *د شور ماشور لرونکو ځایونو کې د کار کولو په وخت کې د غوږونو ساتونکي وسایلو. استغږیزه یا د شورماشور ککړتیا: