لیکنه: عبدالحق ثاقب هزارناوی
دا میرمن خپل پلار رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په اخلاقو او خلقت کې ډېره ورته وه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم یې په اړه داسې ویل :
(( فاطمه زما یوه ټوته ده .))
نوموړې له خپل پلار ترڅنګ ولاړه وه ، یوه صبرناکه ، زړوره او له ایمانه ډکه مېرمن وه . د فاطمې رضی الله عنها سیرت د رسول الله صلی الله علیه وسلم په ژوند او دهغه له وفات وروسته د اسلام د سیرت یوه مهمه برخه ګڼل کیږي . دا مېرمن فاطمة الزهراء نومیږي ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم ګل او ترټولو ورته ګرانه لور وه .
فاطمه رضی الله عنها دهغه مهال د پاکو ښځو سرداره ګڼل کیږي ، نوموړې د خپل وخت تر ټولو مهمه ښځه او سمبول یادیږي . د رسول الله صلی الله علیه وسلم د نیا نوم فاطمه وو ، او همدا لامل وو چې په خپله لور یې هم د فاطمې نوم کېښود . او دا چې ولې يې نوموړې په زهراء یادوله ، لامل یې دا وو چې هغه سپینه ، ځلانده او له فعالیته ډکه مېرمن وه . … فاطمه رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم په څلور لوڼو کې یوازینۍ لور وه چې د زوکړې نېټه یې کره مالومه وه ، او دا یې ترټولو کشره لور وه . …
په هغه ورځ چې قریشو غوښتل چې د کعبې شریفې د جوړونې چارې له سره پیل کړي ، او په دې پېښه کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم د فکر کره والی ټولو خلکو ته ثابت شو ، همدا مهال چې له بعثت پنځه کاله وړاندې وو ، فاطمه رضی الله عنها وزیږېده . .. کله چې قریشو د حجرالاسود ځای ته ورسیده ، اختلاف یې پیدا شو چې دا تیږه به کومه قبیله پورته کوي ، ترڅو دا ویاړ له ځان سره وساتي .. د اختلاف کچه یې تر دې بریده ورسیده چې تورې يې راوویستلې او جګړې ته یې ځانونه تیار کړل … دا مهال رسول الله صلی الله علیه وسلم راننوت ، او شخړه یې دحل لپاره هغه ته وړاندې کړه ، ځکه هغه په رښتونولۍ او امانت مشهور وو … . هغه یې له کیسې خبر کړ ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
(( یو څادر راته راوړئ .. .))
څادر یې ورته راوړ . تیږه یې راواخیسته او په خپل لاس یې ورکې کېښوده . بیا یې وویل :
(( هره قبیله دې د څادر یوه څنډه ونیسي ، او بیا یې په ګډه پورته کړئ …)) همداسې يې وکړه .. کله یې چې تیږه خپل ځای ته ورسوله ، په خپل لاس یې ځای پرځای کړه . په همدې توګه یې دا ستره شخړه هواره کړه ، او د وینو د توییدو مخه یې ونیوله …
کله چې پر رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې وحیه رانازله شوه ، او په حراء غار کې به یې د خلوت شپې ورځې تیرولې ، دا مهال فاطمه رضی الله عنها پنځه کلنه وه . .. ټول هغه کړاوونه چې اسلامي دعوت پرې تیر شو ، فاطمه رضی الله عنها په ماشومتوب کې ددې ټولو پېښو او کړاوونو شاهده وه . همدا راز ټولې هغه سترې پېښې يې هم ولیدې چې د نبوي کور آرامتیا او کراري يې متزلزله او نا کراره کړه . په دې وخت کې یوه ترټولو ستره غمیزه دا وه چې دبعثت په لسم کال خدیجه بنت خویلد رضی الله عنها وفات شوه ، دا هغه مېرمنه وه چې له رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو صحابه کرامو سره یې د بنوهاشم په سیمه کې د محاصرې او اقتصادي بندیزونو سخت تکلیفونه ګاللي وو . … نبوي کورنۍ له مور څخه خالي شوه ، د فاطمې رضی الله عنها مشره خور زینب رضی الله عنها هم له خپل خاوند سره دهغه په کور کې وه . او رقیه رضی الله عنها چې د فاطمې رضی الله عنها بله خور وه ، له خپل خاوند سره یې د مهاجرت او غربت شپې ورځې په حبشه کې تېرولې . له فاطمې رضی الله عنها سره یوازې دهغې خور ( ام کلثوم ) رضی الله عنها وه چې په کورنیو چارو کې به یې ورسره مرسته کوله . همدا لامل وو چې فاطمه رضی الله عنها په کم عمرۍ کې ډېره ځیرکه وه . … دې سترو پېښو له فاطمې رضی الله عنها یوه کوچنۍ موره جوړه کړې وه چې ستر ستر مسؤولیتونه به یې پر اوږو بارول . .. په ځانګړې توګه نوموړې د رسول الله صلی الله علیه وسلم سره په څنګ کې ولاړه وه ، له هغه به یې غمونه لیرې کول ، دفاع به یې ترې کوله ، او قریشو به یې چې له پلار او د هدایت او توحید سره کومه دښمني او جنجال کاوه ، نوموړې به ورته تسلیت ورکاوه او ددې رسالت په سرته رسولو کې به یې خپل پلار ته اوږه ورکوله . … ډیری وختونه به فاطمې رضی الله عنها د رسول الله صلی الله علیه وسلم په تکلیفونو ژړل ، کله به یې چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم په بدن باندې د مشرکینو لخوا د چټلیو نښانې ولیدې ، دې حالت ته به یې سخت ژړل او هغه به یې ترې لیرې کول . ..
رسول الله صلی الله علیه وسلم له کعبې سره په سجده پروت وو ، چې مشرکانو پرې ناولتوب واچاوه .. دا ناولتوب پرې پروت وو چې ، رسول الله صلی الله علیه وسلم کور ته ننوت ، او د کینې او نفرت بویونه ترې پورته کېدل …. فاطمه رضی الله عنها ژر راغله ، او په خپلو پاکو لاسونو یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم دا ناولتوب لیرې کړ او دې حالت ته یې سخت وژړل … رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وویل :
(( ای لورې مه ژاړه … الله جل جلاله به دې پلار ساتي … ))
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مکه مکرمه کې سخت تکلیفونه ولیدل ، الله جل جلاله ورته مدینې منورې ته د هجرت امر وکړ …
فاطمه رضی الله عنها له خپلې خور ام کلثوم رضی الله عنها سره په مکه مکرمه کې په خپل کور کې کښېناسته ، دوی د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه هجرت څاره چې ، قریشو یې په ترڅ کې پلار ، رسول الله صلی الله علیه وسلم او دهغه ملګری ابوبکر الصدیق رضی الله عنه تر تعقیب لاندې نیولي وو . … دواړه غار ته ننوتي وو ، رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل ملګري ته وویل چې ، مه خپه کیږه ! الله تعالی موږ سره مل دی !! رښتیا هم الله جل جلاله له خپل پیغمبر سره مل وو ، که څه هم قریشو ډېره هڅه وکړه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم د پیدا کولو په موخه یې ګڼ جاسوسان خپاره کړي وو او ګڼ کسان یې دهغه د نیولو په موخه لیږلي وو ، او په ټوله لاره یې تر څار لاندې نیولی وو ، خو بیا هم ونه توانېده چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ونیسي .
رسول الله صلی الله علیه وسلم ، له خپل ملګري ابوبکر الصدیق رضی الله عنه سره یوځای روغ رمټ مدینې منورې ته ورسیده ، او هلته یې د مدینې خلکو انصارو ډېر تود هرکلی وکړ .
کله چې رسول الله صلی الله علیه وسلم په مدینه منوره کې ځای پرځای شو ، زید بن حارثه رضی الله عنه یې مکې مکرمې ته ولیږه ، ترڅو فاطمه او ام کلثوم رضی الله عنهما له ځان سره دار الهجرت یانې ، مدینې منورې ته راولي . .. خو د هجرت لاره د رسول الله صلی الله علیه وسلم د لوڼو لپاره هم څه له خطرونو خالي نه وه . ځکه د قریشو مشرکانو هوډ کړی وو چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لوڼې به هم شړي او ډاروي به یې .. په دې وخت کې فاطمه رضی الله عنه ډېره کمزورې او خواره وه ، ځکه نوموړې په مکه مکرمه کې ددعوت په لاره کې د پلار د سختو غمونو او کړاوونو شاهده وه .
کله چې دوی مدینې منور ته راروان وو ، ( حویرث القرشي ) ددوی دکاروان مخه ونیوله، دهغوی سپرلي يې ووهله ، او فاطمه رضی الله عنها او دهغې خور یې دواړه په دښته کې راوغورځول . .. فاطمه رضی الله عنها ډېره خپه او سخته ستړې شوه ، خپلې تګلارې ته یې ادامه ورکړه او مدینې منورې ته یې په ډېر تکلیف ځان ورساوه . کله چې د ( حویرث ) له دې کاره خلک خبر شو ، ټولو پرې لعنت ووایه .. خو د کلونو په تیریدو سره ، رسول الله صلی الله علیه وسلم دهغه دا ظالمانه کار نه شي هیرولی .. ځکه هغه یې تر ټولو ګرانه لور تکلیف کړې وه …
دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم او نورو مسلمانانو په مدینه منوره کې د ورورولي او د مینې له ژونده برخمن شول ، او اسلامي دولت یې رامنځته کړ ، فاطمې رضی الله عنها هم له خپل پلار رسول الله صلی الله علیه وسلم سره د آرامتیا ژوند وکړ .
فاطمه رضی الله عنها له رسول الله صلی الله علیه وسلم سره دومره خوشاله وه چې ، هیڅ یې واده ته پام نه وو . ابوبکر الصدیق رضی الله عنه یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم غوښتنه وکړه ، خو هغه ورته عذر وړاندې کړ . بیا یې عمر بن الخطاب رضی الله عنه غوښتنه وکړه ، خو رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه هم په ډېرې نرمۍ او ادب ځواب کړ . .. او همدا لامل وو چې ، کله علي بن ابی طالب رضی الله عنها د فاطمې رضی الله عنها مرکې ته راغی ، په ډېر زړه نا زړه توب سره یې پرې مرکه وکړه.. کله چې علي رضی الله عنه خپلو ملګرو په فاطمې رضی الله عنها مرکې کولو ته وهڅولو ، علي رضی الله عنه ورته په ځواب کې وویل :
(( آیا له ابوبکر او عمر وروسته به یې ماته راکړي ؟ !!! ))
خو دا چې رسول الله صلی الله علیه وسلم علي بن ابی طالب رضی الله عنه له ماشومتوبه پېژندلو او دهغه په کور کې يې روزنه ترلاسه کړې وه ، او لومړی کس وو چې اسلام یې راوړی وو ، سمدلاسه یې د علي رضی الله عنها سره غوښتنه ومنله او فاطمه رضی الله عنها یې ورته ورکړه . علي رض الله عنه هم په ډېرې حیاء سره غوښتنه وکړه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل :
(( هرکله راشې … ))
علي رضی الله عنه په راتلونکې ورځ بیا راغی ، او له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لږ واټن کې ودرېده ، او رسول الله صلی الله علیه سلم ته یې په ډیر آرام غږ وویل :
(( غواړم د رسول الله صلی الله علیه وسلم لور باندې مرکه وکړم … ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته ورمخ کړ او په ډېرې نرمۍ يې ترې پوښتنه وکړه :
(( نو آیا تاسره څه شته ؟ ))
علي کرم الله وجهه ورته ځواب ورکړ چې
(( نه ، دالله رسوله …))
علي بن ابی طالب کرم الله وجهه هیڅ مال نه درلود ، یوازې یو زغره یې درلوده چې د بدر په غزا کې یې په غنیمت ترلاسه کړې وه .. .. رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته امر وکړ چې ویې پلوري … زغره ترې عثمان بن عفان په څلور سوه او اویا درهمه وپیرله .. رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې څخه ځینې مبلغ بلال ته ورکړ ترڅو پرې عطر وپیري … پاتې نور مبلغ یې ( ام سلمه ) رضی الله عنها ته ورکړ ، ترڅو پرې د ناوې لپاره سامان وپیري … .. دا مهال فاطمه رضی الله عنها اتلس کلنه وه … رسول الله صلی الله علیه وسلم ځینې صحابه کرام راوغوښتل ، او هغوی یې ګواه کړل چې خپله لور فاطمه یې علي بن ابی طالب کرم الله وجهه ته د څلور سوه مثقاله سپین زرو په مقابل مهر کې ورکړه . .. د واده مراسم یې په داسې حال کې پای ته ورسول چې دواړو ته یې د برکت او نېکې اولادې دعاء وکړه .. بیا یې خپلو مېلمنو ته له خرماوو ډک لوښی وړاندې کړ … .. فاطمه رضی الله عنها د خپل خاوند علي بن ابی طالب کرم الله وجهه په کور کې د زهد په ژوند باندې ډیره خوشاله وه . .. کله چې هغه د خاوند کور ته راننوته ، په کور کې يې یوازې بخملي جامې ، بالخت ، د اوبو دوه لوښي او دوه لوټې او یو څه اندازه خوشبوي او عطر یې لرل . په ډېر قناعت او صبر یې ژوند وکړ ، د کور خدمت به یې کاوه ، انګړ به یې جارو کاوه ، ډوډۍ به یې پخوله او اوړه به یې اغږل ، او د خپل خاوند د آس ساتنه به یې کوله . علي کرم الله وجهه دومره فقیر وو چې ، دومره وس یې هم نه درلود چې دخپلې میرمنې لپاره یو خادم ونیسي ، ترڅو ورسره په کارونو کې مرسته وکړي او کارونه ورباندې یوڅه آسان کړي .
یوه ورځ فاطمه رضی الله عنها د خپل پلار کور ته تلله ، کله یې چې لاسونه خلاص کړل ، د ډېر کار او مشقت له امله چاودلي وو … هغې هیله لرله چې پلار به یې ورته یوه وینځه ډالۍ کړي چې په غزاګانو کې يې بندي کړې وې ، ترڅو ورسره په ورځني کارونو کې مرسته وکړي . خو رسول الله صلی الله علیه وسلم که څه هم له خپلې لور فاطمې رضی الله عنها سره ډېره زیاته مینه لرله ، هغه او علي رضی الله عنه یې ځواب کړل ، او ورته یې وویل :
(( قسم په الله هیڅکله نه ، تاسو ګورئ چې د(صفې) د خاوندانو کولمې له ولګې تشې دي … زه دومره څه نه لرم چې پر هغوی یې ولګوم ، بلکې دا به وپلورم او پیسې به یې پر دوی مصرف کړم ..))
کله چې علي او فاطمه رضی الله عنهما ستانه شول ، رسول الله صلی الله علیه وسلم ورباندې خپه شو ، او په کراره کراره ورپسې ووت ، هغوی یې په داسې حال کې ولیدل چې یو څادر یې درلود …. کله به یې چې پرې سرونه پټ کړل ، پښې به یې ښکاره شوې .. او کله به یې چې پښې پټې کړې ، سرونه به یې ښکاره شول … هغوی چې کله محمد صلی الله علیه وسلم ولیده ، نو په احترام یې ودرېدل .. هغه ورته وفرمایل :
(( ودریږئ … تاسو چې له ماڅه وغوښتل ، تر هغې مو له غوره څه خبر نه کړم ؟؟؟.. یو څو خبرې راته جبریل علیه السلام راوښودلې … ))
د هر لمانځه وروسته لس ځله ، سبحان الله ، ووایاست . او لس ځله ، الحمدلله ، وویاست . او لس ځله ، الله اکبر ، وویاست . کله چې تاسو خپلې بسترې ته ځئ ، دري دېرش ځله ، سبحان الله، وویاست .. او دري دېرش ځله ، الحمدلله ، ووایاست . او څلور دېرش ځله ، الله اکبر ، ووایاست . … بیا یې پرېښودل او بیرته ترې راستون شو ..
یوه ورځ رسول الله صلی الله علیه وسلم فاطمې رضی الله عنها ته وویل ، هغه غوښتل چې په دې خبرو یې تکلیف او مصیبتونه یې راکم کړي ، ورته یې وفرمایل :
(( ای فاطمې ! ځینې داسې ګناهونه شته چې لمونځ او روژه یې نه بخښي … بلکې په کورنۍ باندې پام کول او کار کول یې بخښلی شي … ..))
کله چې علي بن ابی طالب کرم الله وجهه څو کلونه وروسته وغوښتل چې ، په فاطمې رضی الله عنها باندې د ابوجهل له لور سره واده وکړي ، رسول الله صلی الله علیه وسلم د خپلې لور ترڅنګ ودرید او غوڅ دریځ یې غوره کړ ، فاطمه رضی الله عنها خپل پلار ته راغله ، ورته یې وژړل او شکایت یې وکړ .. رسول الله صلی الله علیه وسلم ډېر په غوسه شو ، او سمدلاسه جومات ته ووت ، او منبر ته وخوت ، خلکو ته یې خطبه وکړه او داسې وویل :
(( بنو هشام بن مغیره راڅخه اجازه غواړي چې خپله لور علي بن ابی طالب ته په نکاح کړي .. . زه ورته اجازه نه ورکوم ، بیا ورته اجازه نه ورکوم ، او بیا هم ورته اجازه نه ورکوم !!! .. او یا خو دې علي بن ابی طالب دېته غاړه کیږدي ، زما لور دې طلاقه کړي ، او دهغوی لور دې نکاح کړي … فاطمه زما یوه ټوټه ده … په څه چې خپه کیږي، زه هم پرې خپه کیږم، او څه یې چې دردوي ، ما هم دردوي . او زه ویریږم چې ددین په برخه کې فتنه کې واقع نه شي … ))
بیا یې خپل زوم ( ابوالعاص ) یاد کړ ، او دهغه په اړه یې خبرو ته ادامه ورکړه او ویې ویل :
(( زه حلال نه حراموم ، او نه حرام حلالوم … .خو قسم په الله ! د الله درسول لور ، او د الله ددښمن لور هیڅکله نه شي یوځای کېدای .))
علي بن ابی طالب رضی الله عنه خپل کور ته لاړ ، او له فاطمې رضی الله عنها څخه یې بخښنه وغوښته ، بیا یې ورته د جومات ټوله کیسه بیان کړه … د فاطمې رضی الله عنها له سترګو اوښکې راوبهېدې … په دې پوه شوه چې پلار يې ورسره څومره مینه لري او په خپګان یې څومره خپه کیږي .. .. له دې وروسته لمانځه ته پاڅېده …
فاطمه رضی الله عنها چې رسول الله صلی الله علیه وسلم ورسره ډېره مینه کوله ، الله تعالی ورباندې انعام وکړ او زامن او لوڼې یې ورته ورکړې … د هجرت په درېیم کال ورته الله تعالی ، حسن ځوی ورکړ … رسول الله صلی الله علیه وسلم د حسن په زیږېدو ډېر خوشال شو .. او مدینې په فقیرانو یې دهغه د ويښتانو په وزن سپین زر صدقه کړل .. .. بیا یې د شعبان په میاشت کې د هجرت په درېیم کال حسین ځوی پیدا شو .. . رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې دوه ګرانو لمسیانو ډېر زیات خوشال شو … ددوی په لیدو به ډېر آرامېده ، نرمي به یې ورسره کوله او لوبې به یې ورسره کولې … .. یوه ورځ له خپلو صحابه کرامو سره ووت ، په یوه اوږه یې یو لمسی وو ، او بل لمسی یې په بله اوږه کښېنولی وو .. کله به یې یو ښکلولو ، او کله به یې بل ښکلولو …. بیا یې داسې وویل :
(( چا چې دوی سره مینه وکړه ، ماسره یې مینه وکړه ، او چا چې دوی سره کینه وکړه ، نو داسې دی لکه ماسره چې کینه وکړي . ))
رسول الله صلی الله علیه وسلم به پر دوی باندې له نظره ډیر ډارېده .. تل به یې ورته دا دعاء کوله :
(( اعیذکما بکلمات الله التامة ، من کل شیطان وهامة ، ومن کل عین لامة . ))
الله تعالی په فاطمې رضی الله عنها نور احسان هم وکړ ، هماغه وو چې د هجرت په پنځم کال ورته الله جل جلاله یوه لور ورکړه . نیکه یې پرې ( زینب ) نوم کېښود .. په دې نوم یې دخپلې مشرې ترور یاد راتازه کړ ، دا هغه ښځه وه چې د فاطمې د مور پرځای وه. بیا یې د هجرت په اووم کال د ( ام کلثوم ) په نوم لور پیدا شوه … فاطمې رضی الله عنها له خپلو زامنو سره داسې ژوند وکړ چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم دنیا یې له خوشالیو ډکه کړې وه . په دې سره یې د خپلو بچیانو تنده ورماته کړه . رسول الله صلی الله علیه وسلم ته یوازې دهغه لور فاطمه رضی الله عنها ورپاتې وه چې ور ته به یې د وفات شویو زامنو تسلیت ورکاوه ، د رسول الله صلی الله علیه وسلم چې کوم بچیان له دنیا تللي وو ، په لمسیانو به یې زړه ته ډاډ ورکاوه .
فاطمه رضی الله عنها ژوندۍ وه ، او د اسلام د سترو بریاوو شاهده وه . د هجرت په اتم کال یې د مکې فتحه ولیده ، او له خپل پلار رسول الله صلی الله علیه وسلم سره یوځای مکې مکرمې ته لاړه ، او هلته یې دخپلې مور خدیجې رضی الله عنها د قبر زیارت وکړ . رسول الله صلی الله علیه وسلم د خدیجې رضی الله عنها په قبر باندې ګومبزه وهلې وه . فاطمې رضی الله عنها د هجرت په نهم کال خپله خور ام کلثوم رضی الله عنها له لاسه ورکړه . بیا د هجرت په لسم کال خپل ورور د محمد صلی الله علیه وسلم ځوی ابراهیم له لاسه ورکړ چې له ( ماریة القبطیة ) څخه يې زیږیدلی وو … له ده وروسته یې پلار ته یوازې فاطمه رضی الله عنها ورپاتې شوه …
د صفر میاشتې ته څو ورځې پاتې وې ، او رسول الله صلی الله علیه وسلم ناروغ شو ، خپله لور یې راوغوښته … هغه ورته ژر راغله … کله یې چې ولیده … ملاقات ته یې راپاڅیده ، ښکل یې کړه او خپل ښي لور ته یې کښېنوله ، هغې ته یې پټ وویل چې ګویا په دنیا کې يې نورې شپې نشته او نېټه یې رانږدې ده … کله چې فاطمه رضی الله عنها په ژړا شوه ، رسول الله صلی الله علیه وسلم په دې خبره بیرته خوشاله کړه ، ورته یې وویل :
(( زما له کورنۍ به ته، تر ټولو وړاندې ما پسې راځې !!!))
رسول الله صلی الله علیه ورته زیاته کړه :
(( ای فاطمې ! آیا خوشاله نه یې چې د مؤمنانو د ښځو سرداره شې ؟ او یا ددې امت د ښځو سرداره شې ؟ !! ))
فاطمه رضی الله عنها ترهغې ژوندۍ وه چې ، د بنوساعده په څپري کې يې د ابوبکر الصدیق رضی الله عنه د بیعت مراسم ولیدل … بیا د خپل پلار د رسول الله صلی الله علیه وسلم له وفات شپږ میاشتې وروسته ، له دې دنیا په داسې حال کې سترګې پټوي چې ، لا د عمر دېرشم کال یې نه وو پوره کړی .. .. خپل خاوند علي بن ابی طالب کرم الله وجهه ، دهغې تره عباس ، او دوه زامنو حسن او حسین رضی الله عنهما او نورو صحابه کرامو پرې د جنازې لمونځ اداء کړ ، او د شپې لخوا یې د مدینې منورې په بقیع هدیره کې خاورو ته وسپارله … دهغې پاک سیرت ، دهغې په سپیڅلي نسب ، نیک کار ، په خلقت او اخلاقو کې رسول الله صلی الله علیه وسلم ته په ورته والي کې رانغښتل شوی .