• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

فرمانبرداري

Home اسلامفرمانبرداري
فرمانبرداري

فرمانبرداري

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي

د الله تعالی په موجوداتو کې مې ډېر بې فکره، بې عقله، بې تمیزه او غیر ژوندي څېزونو نه ځینې داسې کړنې ولیدې چې په اکثروانسانانوکې نه لیدل کېږي.

ډېرې ونې مې ولیدلې چې په ګرمي او یخنۍ کې نېغې ولاړې دي، بې احسانه انسانانو ته خدمت کوي او په کال کې یوځل انسانانو ته میوې ورکوي، همدا ونې په پسرلي کې شنې شي، هوا ته تغیر ورکوي او انسانان یې له سیوري استفاده کوي.

هو! د ونې فرمانبرداري ته هيښتیا پکار ده.

یو شاعر وایي:

لکه ونه مستقیم پخپل مکان یم

که خزان راباندې راشي که بهار

رښتیا چې ونې په خزان او بهارکې د خپل مالک تابع داري کوي، د ژوند سختې په ځان تېروي خو خپله حوصله له لاسه نه ورکوي.

د سیندونو فرمانبرداري وکورئ. حرکت کوي، ځمکې خړوبوي، فصلونه شنه کوي، اب هوا ته تغیر ورکوي او هر طرف ته چې ځي له ځانه سره ښیرازي وړي.

په حرکت کې برکت وي، نو ځکه سیندونه هم ځای پر ځای نه ودریږي او پوهیږي چې زموږ فرمانبرداري په حرکت کې ده. ډنډونه چې ځای پر ځای ولاړ دي، هېڅکله  آبادي نه شي راوړی او د دوی تابعداري ته د شک په سترګو ګورم.

پلونه هم تابعداره دي، انسانانو، حیواناتو اوداسې نورو توکو سره مرسته کوي، دغه ټول شیان یې پر سینه حرکت کوي او خپلې ستونزې حلوي خو دې بېچاره هېڅکله د خستګۍ احساس ونه کړ. پلونه چې د کومې وظیفې لپاره جوړ شوي دي، خپله متابعت کوي او له سیندونویې د فرمانبردارۍ درس زده کړی دی.

اسمان کې د ورځې لمر پیدا کوي او سپینه رڼا کوي، انسانان کارونو ته ځي او د پرمختګ لپاره هڅې پکې پیل کېږي.همدا لمر دی چې ټولوژوندیواو غیر ژوندیو څېزونو ته خدمتونه کوي.

د لمر راختل او راپریوتل، د سپوږمې پیدا کېدل او فناکېدل، د ورځې او شپې راتلل، بارانونه کېدل او شپه او ورځ بې ستنې ودریدل د اسمان تابعداري الله تعالی ته ده.

دا چې انسان اشرف المخلوقات دی، له ټولو ژوندیو توکو یې توپیرونه زیات دي، په خاص ډول د فکر کولو امتیاز یې له نورو څخه بېلوي. الله تعالی ورسره د همدې لپاره حساب او کتاب کوي چې د ځانګړې وظیفې لپاره یې پیدا کړی دی.

د نړۍ له ټولو شیانو د انسانانو فرمانبرداري باید توپیر ولري. ډېر انسانان باید د تابعدابۍ په برخه کې له ډېرو بې فکرو غېر ژوندیو توکو نه د فرمانبردارۍ الهام واخلي او خپل کارونه سم کړي.

د فکر خدمت

په انسان کې سر په سر کې مغز او په مغز کې فکر کول دی چې انسان ته یې په نورو ژوندیو توکو انفرادیت ورکړی دی. او دغه د فکر کولو ځانګړی منفرد خصوصیات دی چې انسان ته یې فوقیت ورکړی دی.

ځینې خلک د مغز د پیاوړتيا لپاره خپل فکر کول صیقل کوي او پرمختګ منځ ته راوړي.

د فکر کولو سره دوستي پکار ده او همدغه فکر دی چې انسان پرې ډېر لوړ لوړ کارونه سر ته رسولای شي.

زموږ سره د فکر دښمني نشته، موږ له فکر سره دښمني کوو او سمه استفاده ترې نه کوو.

همدا یو فکر دی، که وروزل شي خدمت کوي او که تربیه نه شي خیانت کوي. هلته چې خدمت  یې شوی دی خدمت کوي، دلته چې خدمت یې نه دی شوی خیانت کوي، هلته نوې څېړنې او تحقیقات کوي او دلته خزان وهلی، بې کاره او بې تربیته دی.

فکر دومره شوم نه دی چې هلته له خلکو سره یو ډول رویه وکړي او دلته بل ډول. هلته هر څه نوي کړي او ډېرو شیانوته ښکلا ورکړي او دلته هر څه زاړه کړي.

فکر هر چا ته خپله برخه ورکوي، خو دغه مزد په زحمتونو لاس ته راځي او هغه خلک د دې مزد مستحقین دي چې پوهه لاس ته راوړي. ناپوه چې شپه او ورځ بې ځایه تېروي هېڅکله د فکر نه د مزد اخیستلو مستحقین ورته نشو ویلای.

موږ وږي، تږي، بېچاره، مسکینان او غریبان یو، هېڅ نه لرو، په مقابل کې نوره نړۍ هر څه لري خو فکر هم زموږ پر ځای له هغوی سره مرسته کوي، نه پوهېږم چې دا د فکر بې انصافي ده او که زمونږه ناپوهي او د هغوی پوهه ده.

هو! فکر زموږ سره بې انصافي نه کوي، موږ د فکر سره بې انصافي کوو او له دغه قیمتي څېز نه سمه ګټه نه اخلو.

فکر پوهېږي او له پوهانو سره ښه کوي او ناپوهان یې چې په قدر نه پوهېږي نو هماغه دی چې فکر ترې مرور دی.

فکر د هغو خلکو سره مرسته کوي چې فکر ته خدمت کوي او د هر ناپوه دې د فکر نه د خدمت غوښتنه نه کوي.

هو!که فکر ته مو کار وکړ له تاسو سره به مرسته وکړي.

کار

یو سپین ږیري سړي ډېر بې کاره اولادنه درلودل، د ځان کندل په وخت کې یې ټول اولادنه راوغوښتل او ورته یې وویل: زموږ په باغ کې د یوې ونې لاندې  کلونه مخکې یوه خزانه خښه کړې وه خودغه ځای رانه هېر دی، زما له مرګه وروسته یې ولټوئ او پیدا یې کړئ.

د پلار له مرګه وروسته یې زامنو ټول باغ واړوه  را واړوه خو خزانه یې پیدا نه کړه، کال وروسته چې د حاصل وخت راغی باغ زښت زیات حاصل وکړ.

هو! کار او زیار دی چې له خاورو زر جوړولای شي. د پرمختګ لپاره فکري او جسمي کارونه مهم دي.

سپین ږیري له فکر او پوهې کار واخیست او اولادونو یې له جسم نه استفاده وکړه خو د فکر نتیجه وه چې جسمي کار ښه پایله درلوده. فکري کار څو مرتبې له جسمي کاره بهتره دی.

ای انسانانو! که غواړئ چې ښه ژوند ولرئ، نو ذهني او جسمي کار وکړئ.

ناپوه

لاسونه لري انسان  دی خو د خیر پرځای پرې د شر کارونه کوي.

پښې لري شل نه دی خو جومات  پر ځای ساقي خانې ته ځي.

غوږونه لري خو د ښو خبرو اوریدل نه کوي بلکې خرابې خبرې پرې اوري.

ژبه لري او ګونګی نه دی خو ټوله ورځ پرې ګناهونه کوي.

وړوند نه دی، سترګې لري خو له ړونده بتر دی، ړوند هم لاره نه ویني او دی هم بې لارې دی.

سر لري، په سر کې مغز لري خو د ښو کارونو پرځای یې هر وخت بدو کارونو ته ملا تړلي وي.

فکر لري خو د مثبت فکر پرځای منفي فکر کوي.

انسان دی، احساسات لري خو رښتینې نه بلکې کاذب دي.

وجدان لري خو هر خت یې پرې پښې ایښي دي.

عاطفه لري خو هېڅکله یې د یو غریب او بېچاره په حال له سترګو اوښکې رانغلې.

دا به څوک وي؟

ناپوه دی، ناپوه دی.

پوهه

د علم سره عمل ضروري دی. عمل دی چې د عالم شخصیت پرې لوړو مدارجو ته رسېږي.

که علم سره عمل موجود وي نو هماغه دی چې د عمل پواسطه انسان د پوهانو درجې ته رسېدلی شي.

هر پوه انسان ته باسواده او لوستی وکړی ویلای شو خو هر لوستي وکړي ته پوه انسان نشو ویلای.

ځینې خلک پوهه په مکتبونو، پوهنتونونو او علمي ځایونو کې لټوي خو په دې ځایونو کې علم کسب کېږي او ډېر کم کسان پکې د پوهې درجې پکې تر لاسه کولای شي.

پوهه د انسان د علمیت او تحصیل سره هېڅ رابطه نه لري، لوی په نوم پوهان به وي، لوستی به وي خو پوه به نه وي، لوی ډاکټر به وي لوستی به وي خو پوه به نه وي.

په ځینوځایونود باسوادو(لوستو) وګړو او پوهانو توازن په نسبي ډول سره برابر وي، یعنې اکثره باسواده د پوهې څښتنان وي خو دلته مې د لوستو وګړو او پوهانو تر منځ برابر ي ونه لیده، ډېر لوستي وګړي مود پوهې په درشل پښې ایښي نه دي.. دلته مې په ځینوبې سوادو کې پوهان او په ډېرو باسوادو کې ناپوهان ولیدل.

د لوستو وګړو پېژندل اسان کار دی خو د پوهانو معلومول دومره ستونزمن کار دی لکه د انسان پېژندل.

په ډېرو لوړو لوړو څوکیو لوستي وګړي مې ناپوهان ولیدل او په دې پوه شوم چې پوهه ځکه ښه ده چې ډېره کمه ده او په ډېرو کمو کسانو کې پيدا کېږي.

موقف، نسب، جنسیت، نژاد، مذهب او قوم له پوهې سره هېڅ رابطه نه لري.

د پارلمان وکیل به باپوهه وي خودهقان به پوه وي.

اخندزاده به حرام خور وي خو جولا به حرام خور ن وي.

ښځه به عالمه وي او نر به د علم نه بې برخې وي.

تور پوستی به ښه مسلمان وي خو سپین پوستی به ګنهګاره وي.

هو! موږ لوستي وګړي زیات لرو خو پوهان کم او د لوستو وګړو او پوهانو تر منځ توازن موجود نه دی.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

مساوات

مساوات

Dec 8, 2015

لیکنه:پوهنیار سیداصغر هاشمي په یوې ټولنې کې د خلکو تر[...]

د څېړنې ګټې – د څېړنې بنسټونه

د څېړنې ګټې – د څېړنې بنسټونه

Oct 24, 2015

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي د څېړنې ګټې: د څېړنې او تحقيق[...]

د شيخ متي تصوفي مقام

د شيخ متي تصوفي مقام

Jan 21, 2016

لیکنه: پوهنیار سیداصغر هاشمي شيخ متى: شيخ متي د پښتو[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022