لیکنه: عبدالواحد رضوانزی
له اړنګه پرته تېرو ۱۴ کلونو کې په تعلیمي سکتور کې د پام وړ کار او پرمختګ شوی دی، په ملیونونو زده کوونکي ښوونځیو ته ځي د ګڼو ښوونځیو ودانۍ جوړې شوې او وګړي هم د زده کړو په ارزښت او اهمیت پوه شوي دي، د لوستو هېوادوالو په تعداد کې ډېر لوي توپېر راغلی او د سواد کچه لوړه شوې ده، خو بدبختانه د دې ټولو پرمختګونو سربېره د هېواد تعلیمې سکتور تر دا مهاله له ګڼو ننګونو، بحرانونو او کړکېچونو سره مخ دی، دا داسې ننګونې دي چې پر تعلیمي سکتور ډېرې منفي اغېزې لري، حکومت یې په له منځه وړلو مکلف دی او باید یو شفاف له فساد ، تعصب او تبعیض پاک په مورنۍ ژبه د زده کړو او د مساوي حقوقو پر بنسټ ولاړ تعلیمي سیسټم تضمین کړي .
په تعلیمي برخه کې له ګڼو ننګونو او ستونزو یواځې یو څو بېلګې یې له تاسې درنو لوستونکو سره شریکوم .
د بېلګې په ډول داسې لیسې به ومومئ چې ښې موډرنې ودانۍ لري ، په تجهیزاتو به برابرې وي خو د زده کړې له پلوه به له صفر سره ضرب وي ، لامل یې دا دی چې د زده کړې د کیفیت د لوړوالي په ځای په ودانیو او تجهیزاتو ډېره پانګونه شوې ، یو ملګري مې په همداسې یوه مجلله لیسه کې درس ویلو درې ورځې پرته له کتاب اوقلمه لیسې ته روان و په درېیمه ورځ مې وپوښته چې کتاب او قلم ولې نه وړي ؟ ویل د استاد غنم مو رسېدلي دي دا دوه ورځې مو ورسره د غنمو لو وکړ نن یې له تریشله اوباسي سبا یې ورسره کور ته وړو ، زیاته یې کړه یواځې زموږ ټولګی نه بلکې د ټولې لیسې دا حال دی ، د نورو ټولګیو زده کوونکي له نورو ښوونکو سره تللې دي ، ویل یې تفتیش پلاوی نشته ښوونکي په ډاډه زړه له زده کوونکو په خپلو ورځینیو چارو کې مرستې غواړي دا عادي خبره ده ، هېواد کې ډیری خلک په کښت او زراعت بوخت دي او زیات شمېر یې ورسره د ښوونکي په توګه دنده هم تر سره کوي ، زما اندېښنه لا زیاته شوه ورته مې وویل چې ازموینې بیا څنګه ورکوئ ؟ راته یې کړه ښوونکو د لو له پیله راسره ژمنه کړې چې ټول زده کوونکي په پوره نمبرو کامیابوم زموږ کوښښ او زیار ته اړتیا نشته او نه هم د کتاب مخ ګورم ، دا لړۍ همداسې په هر ټولګي کې روانه وي .
بې شمېره لیسې مې پخپلو سترګو لیدلي چې نالیدلي او داسې هلکان فارغوي چې آن د لیسې ودانۍ یې هم په سترګو نه وې لیدلي ، په بهرنیو هېوادونو او یا هم د هېواد دننه په نورو کارونو بوخت وي نوم یې د حاضرۍ په کتاب کې لیکل شوی وي ، هره ورځ یې حاضري لګېږي ، په هر مضمون کې یې نمبرې رسېږي څو کاله وروسته په کور فارغ وي د ښوونځي مدیر ته پیسي ورکوي او هغه د پوهنې له وزارته تصدیق شوې او ارزیابې شوې شهادتنامه کور ته ورليږي . ما مې له یو ملګري وپوښتل چې کله د وزارت کوم پلاوی راشي په حاضرۍ کې د زده کوونکو او په ټولګي کې د حاضرو زده کوونکو د شمېر د توپیر پوښتنه نه کوي ؟ راته یې وویل د پوهنې د ریاست کارکوونکي د ښوونځي له مدیر سره اشنایان دي ، چې کله هم له ښوونځي لیدنه کوي مدیر پرې کله د ماهیانو او کله د چرګانو غوړ کړایې ووهي د هغوی سترګې ټېټې شي څادر په اوږه واچوي راپور یوسي چې هر څه سم دي او ښه پرمختګ روان دی ، دا حال د هېواد دننه نه بلکې له هېواد بهر افغاني ښوونځیو کې هم همدا لوبه روانه ده .
په سلګونو ښوونځي ودانۍ او سرپناه نلري ، په لکونو ماشومان تر شنه اسمان لاندې بې له کومې سرپناه زده کړې کوي ، ۸۰۰ ملیونه ډالر د ښوونځیو د بیا ودانیو په ځای شخصي جیبونو ته تللې دي ، د ویسا ورځپاڼې د تازه راپور پر بنسټ یواځې د فراه په ولایت کې ۱۵۶ ښوونځي ودانۍ او زده کوونکي یې سرپناه نلري .
د پوهنې وزارت د ښوونکو لپاره ځانګړی پروګرام او معیار نه لري ، څوک باید ښوونکی شي ؟ کم تر کمه باید څومره زده کړې ولري ؟ که د ښوونکو د انتخاب لپاره کوم شرایط او ضوابط وي هم د کاغذونو پر مخ لیکل شوې او په عمل کې د نشت برابر دي ، له دولسم ټولګې څخه فارغ بیرته په دولسم کې د ښوونکي په توګه ګمارل کېږي ، په زیاتو ښوونځیو کې مدیران د پیسو په بدل کې ښوونکي استخداموي ، یانې د یو څه پیسو په بدل کې یو تن د ښوونکي په دنده ګمارل کېږي پرته له دې چې دهغه علمي سویه ، کارې تجربه او په تدریسي مضامینو برلاسی یې په نظر کې ونیول شي . د سارک ژورنال په افغان تعلیم یو راپور کې لیکلي : ۶۸ سلنه ښوونکي د استادۍ لپاره د تر ټولو کمه اندازه تعلیم یانې ۱۴ کاله زده کړې نه لري . د راپور پر بنسټ د هغو زده کوونکو چې ښوونکي یې له دولسم ټولګې زیات او لوړې زده کړې لري تعلیمي کچه او په مضامینو کې اخېستې نمرې یې له هغه زده کوونکو ډېرې ښې او لوړې دي د کومو ښوونکي چې یواځې دولسم فارغان دي .
په لوي څښتن باور وکړئ چې د دولسم ټولګي څخه فارغ زده کوونکي د پښتو یو پراګراف املا نه شې لیکلای ، ما د لسم ، یوولسم او دولسم ټولګیو داسې زده کوونکي هم لیدلي چې د خپلو مضامینو نومونه یې هم نه دې زده ، په ښوونځي کې د دولسو کوټو څخه د تېرېدو وروسته په کوم حالت چې ښوونځي ته راغلي وي په هماغه حالت بې له دې چې کوم ټکی ورپورې ونښلي له ښوونځي څخه فارغیږي .
د زده کوونکو او ښوونکو تر منځ شخصي اړیکې او د ښوونکو له لورې د زده کوونکو سره ډېر نژدې والی د دې سبب شي چې زده کوونکي خپل درسونه جدي نه اخلي او په دې ډاډمن وي چې ښوونکی یې له درس ویلو پرته کامیابوي ، داسې ښوونکي هم شته چې مذهبیت او روحانیت ډېر اغیزمن کړې وي او په همدې بنسټ بې له دې چې د شاګردانو پوهه په نظر کې ونیول شي د خپلې مذهبي او روحانې اغیزمنتیا له کبله پوره سل نمرې ورکوي . د بیلګې په توګه یو ښوونکی د ساینس په مضمون کې یو زده کوونکي ته بې له ازموینې پوره سل نمرې په دې پار ورکوي چې دا زده کوونکی د قرآن حافظ دی ، د شهید زامنو او د مولوي ځامنو ته بې له دې چې د ازموینو پرچې یې ولیدل شي په خپلو مضامینو کې پوره نمرې ورکوي.
په ډېرو شخصي لیسو او ښوونځیو کې له شاګرد سره د ناکامۍ وېره نشته ، هلته شاګردان بې له زیار او کوښښه کامیابیږي او د ناکامۍ احساس ځکه نه کوي چې مدیر یې د فیس له ضیاع او د شاګردانو د شمېر له کمبوده وېریږي ، که چېرته داسې وکړي نو زده کوونکي یې له ښوونځي بل ښوونځي ته ځي داسې انګېرې که شاګردانو سره په درس او کامیابۍ کې سختي وکړي زده کوونکي به یې ښوونځی پریږدي او روان تجارت به یې خراب شي .
په دیني مدرسو کې هم ورته ستونزې دوام لري ، کتابونه له زده کوونکو غټ وي ، د بېلګې په ډول په لسم ټولګي کې مغلق تفسیر جلالین وئیل کېږي ، د شاګرد عمر به ۱۵، ۱۶ کاله وي هغه جلالین ته ناست وي ، آن بخاري او بیضاوي د مدرسو په یوولسم او دولسم ټولګیو کې وئیل کېږي چې دا کتابونه پاکستاني مدرسو کې په لویه دوره کې لوستل کېږي .
تر ۲۰۱۰ کال پورې ۱۲ زره ښوونځي رغول شوي وو ، اوس دا کچه یو څه لوړه شوې ده ، بیا هم د هېواد په ډېرو نا امنو ولایتونو کې ډیری ښوونځي شتون نلري او د ټول هېواد په کچه ۵ ملیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او څه کم او زیات ۹ ملیونه زده کوونکي ښوونځي ته لاسرسی لري ، تر ۲۰۰۸ کال پورې ۷۰۰ ښوونځي د بیلا بیلو لاملونو له کبله د زده کوونکو په مخ تړل شوې دي ، چې دا شمېره اوس ډېره شوې ده ، په درجنونو ښوونځي د نامالومه کسانو له لورې سوځول شوې دي ، لسګونه زده کوونکي مسموم شوې او پر مخ یې تیزاب شیندل شوې دي ، تازه پېښه یې د هرات ده چې د درې تنه جینکۍ زده کوونکو پر مخ تیزاب وپاشل شول .
په داسې حال کې چې هېوادوال زده کړې او لوست ته ډېره اړتیا لري، او افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو چې د وګړو تعلیمي کچه یې ټیټه ده د لیست په سر کې راځي د تعلیم او زده کړې پر وړاندې خنډونه ورځ تر بلې ډېریږي ، د امریکا د پراختیایې ادارې د راپور له مخې تر اوسه ډېر ښوونکي او زده کوونکي د وسله والو په حملو کې وژل شوې دي ، د هېواد په ډېرو سیمو کې خلک د نا امنیو له کبله نه غواړي چې اولادونه یې زده کړې وکړي .
په تعلیمي سکتور کې شته فساد ، ستونزې او ننګونې جدي پاملرنه غواړي ، که دې ستونزو او ننګونو ته پاملرنه ونشي هېواد به په تعلیمي برخه کې ډېرې کمې لاسته راوړنې ولري او په تعلیم لګېدونکي ملیونونه ډالر به هسې اوبه یوسي ، زده کوونکي به د بي کیفیته تعلیمي سیسټم څخه هېڅ ګته وانخلي او د هېواد ګڼ شمېر کمکیان به له زده کړو محروم پاتې شي .