ليکنه: محمود سعيد
که څه هم دا ساده پوښتنه ښکاري خو ځواب يې ستونزمن دی. دې پوښتنې ته د ځواب موندلو لپاره ډېر کلونه د کپلر، اډمونډ هيلاري او وېلهلم البرټ په شان عالمانو فکرونه بوخت کړي وو.
په فضا کې د لمر او ميليونونو ستورو له شتون سره، سره فضا توره او تياره ښکاري. په داسې حال کې چې د هومره وړانګو په خپرېدو ښايي ټوله فضا په بشپړ ډول رڼا وای. د دې کار لامل ته په دوو برخو کې ځواب وايو:
د ځمکې له چاپېريال لرې تياره فضا؟
کله چې ستورمزلي په د ځمکې له نږدې چاپېرياله وزي نو بيا شپه او ورځ مانا نه لري؛ يعني هلته لمر زموږ له سترګو نه پټيږي خو بيا هم د فضا ډېرې برخې تياره وي. آيا دا په مانا ده چې له ډېر او تر ټولو ډېر واټن وروسته ستوري او سيارې نشته؟همالته د کایناتو څنډه ده؟ هېڅکله نه! هر څه ښيي چې فضا نه ختمېدونکې ده خو کاینات يو بريد لري؛ فضايي نه بلکې يو مهاليز (زماني) بريد. لکه څنګه چې پوهېږئ؛ زموږ د کايناتو پيدايښت کابو ۱۳.۷ ميليارد کلونه مخکې له سترې چاودنې وشو. دې وخت ته په نسبي ډول محدود وخت ویلای شو. همدا شان نور په فضا کې محدود او معلوم سرعت لري او له ستوريو د حرکت له مهاله واټن وهي. دا ښيي چې ځينې ستوري له موږ هومره لرې دي چې له منځ راتلو تر اوسه يې نور لا موږ ته نه دی رسېدلی او دا د کايناتو د ستروالي ښه بېلګه ده. دا هم بايد روښانه وي چې که موږ د ځواکمنو تلسکوپونو په مرسته د کايناتو لرې برخو ته وګورو نو د ستورو نور نه بلکې له سترې چاودنې يا (Big Bang) پاته رڼاوې ګورو؛ په دې مانا چې موږ داسې يو مهال ته ګورو چې ستوري لا رامنځته شوي نه وو. له دې سره دا هم بايد په ياد ولرو چې له سترې چاودنې وروسته کهکشانونه او ستوري يو له بله لرې کيږي؛ يعني کاينات د انبساط يا پراخېدو په حال کې دي. همدا پراخېدل د دې لامل کيږي چې له ستوريو موږ ته درسېدونکو وړانګو طيف له ليدونکي هغه په (له سره هاخوا) انفرارېډ (Infrared) بدل شي.
د شپې له خوا تور او تياره آسمان؟
د شپې له لوري په فضا کې د آسمان لور ته سترګې وغړوئ؛ وبه ګورئ چې ځلېدونکي ستوري او د دوی تر منځ توره فضا وينئ. دا ستوري وړانګې خپروي خو فضا نشي رڼا کولای. همدا شان د ورځې له خوا د ځمکې شاوخوا فضا د هغې د جوړوونکو ماليکولونو د څرنګوالي له کبله د لمر د نور شين طيف له نورو هغو ډېر خپروي او همدا لامل دی چې موږ د ورځې له خوا آسمان د اوبو په رنګ وينو. له بل پلوه د لمر د رڼا ځواکمنتيا، له سترګو څخه د کم نور لرونکو ستورو د ورکېدو سبب کيږي.
موږ ځکه بېلابېل رنګونه وينو چې د نور وړانګې زموږ سترګو ته راغبرګيږي. که چېرې يو شی وکولای شي؛ د نور بېلابېل طيفونه منعکس کړي نو موږ به هغه شی په سپين رنګ ووينو. همدا شان که يو ځانګړی رنګ وينو نو لامل يې دا دی چې يوازې د همدې رنګ لرونکی وړانګه منعکسه کيږي او نورې وړانګې يا طيفونه د هماغه شي په وسيله جذبيږي. د ځمکې پر مخ دا پېښه د آسمان د شنه او وريځو د سپينو ښکارېدلو لامل کيږي. د رنګونو د دې ډول رامنځته کېدلو لامل هماغه د ماليکونو په وسيله د همدې طيفونو غبرګول دي.
فضا نور نه منعکسوي
فضا په بشپړ ډول يوه خاليګاه ده او يوازې نور دی چې له کومې وسيلې پرته له هغې څخه تېرېدای شي. نور په طبيعي ډول مخامخ لاره وهي او که چېرې د سيارو، سپوږميو او نورو آسماني اجسامو په وسيله منعکس نه شي؛ د سترګو له ليده وزي. همدا لامل دی چې نور په فضا کې نه ښکاري او موږ يې د تورې تيارې په ډول وينو. بايد روښانه وي چې تياره د نور د نه شتون په مانا نه ده. فضا د لمر په شان د ډېرو ستوريو له رڼا ډکه ده خو دا چې په فضا کې هېڅ شی حتی د هوا ماليکولونه هم نشته؛ نور غبرګون نه کوي او په پایله کې موږ يوازې توره تياره وينو.
له دې خبرو دا هم جوته شوه چې ولې موږ د سحابي وريځو (Nebula) هغه ټوټې ليدلای شو چې د ليدلو وړ نه دي. هماغه شان چې موږ په خپله شاوخوا کې شته هوا نه شو ليدلای؛ د وريځو يا سحابونو په منځ کې هم هغوی نه شو ليدلای. په داسې حال کې چې په کهکشانونو کې ګازونه، ګرد او دوړې هغوی ته د نږدې ستوريو رڼاوې غبرګوي او موږ کولای شو چې هغه ووينو.
[review]