ژباړه : بشیر بارن
له مانه وغوښتل شول چې د فمنیسم په اړه لیکنه وکړم. د فمنیسم په اړه زما نظر څه دی.
ښه، زه ترجیح ورکوم چې خپله لیکنه بر عکس پیل کړم دا ولیکم چې کوم څیزونه فیمینیزم کې نشته.
بیا به د فیمینیزم تعریف ته راشو یا لږ تر لږه هغه موضوع ته چې د کار او زده کړې په جریان کې مې زده کړي دي.
فمنیسم په ټوله مانا له سړو نه کرکه نه ده!
فمنیستان همجنسبازان نه دي!
فمنیستان عقده یي، منفي ګرا او دیکتاتوران نه دي!
فمنیسم له واده، مئینتوب، اولاد داره کېدل، پخلي، سینګار، کوروالي، لوښي مینځلو او نڅا سره په ټکر کې نه دی!
په بټوه کې د مور، پلار، ورور، خور او ملګري انځورونه ګرځول له فمنیسم سره کوم اړخ نه لګوي!
فمنیسم د احساساتو تر وړاندې ناتواني او یا د احساساتي کېدلو په مانا نه دی!
فمنیسم د ټولو سړو د مقصېر شمېرلو څخه نه غږېږي!
فمنیسم د دوو جنسونو د بیولوژیکي توپیر نه منکر نه دی!
او بلاخره فمنیسم په ټوله مانا مېرمنو ته د سړو په مقابل کې مقدموالۍ نه ورکوي!
نو فمنیسم څه شی دی؟
ولې په یوویشتمه پېړۍ کې هم ځینې موږوال وایي چې ( زه د ښځو او سړو د حقونو په تعادل معتقد یم خو فمنیست نه یم..) انسان ګرا (هیمونیسټ) یم. یانې فمنیسم انساني توپیر پالنه له جنسه کوي او دې ته ورته نورې خبرې…
زما د فمنیسم مدل د مهاجرت له دوران څخه تر اوسه په څرخ کې دی دا په دې مانا چې د تحصیل او مهاجرت په دوره کې مې ډېر څه نوي زده کړل.
لږ لږ مې دا هم زده کړل چې فمنیسم صرف د ښځو او سړو د انسانی حقونو د برابروالي په پار جنګ نه دی!
نو فمنیسم څه شی دی؟
د فمنیسم یو مقصد دا دی چې د هرې ښځې د حق لپاره مبارزه وشي تر څو څنګه چې وغواړي ژوند وکړي پرته له دې چې ټولنیز جوړښتونه او فرهنګي قانون یې مانع شي. فمنیسم د هغه سیستم خلاف دی چې د ښځې هویت تش یو فزیکي راډیکال او مور اوسېدل تعریفوي!
فمنیسم غواړي چې له هر چا سره دې د جنسي تبعیض نه پرته رفتار وشي. فمنیسم دا واقیعت مني چې ښځې په تاریخي صورت د ظلم لاندې وې.
فمنیسم مني چې په ډېرو مواقعو او مواردو کې سړي نسبت ښځو ته ډېر امتیازات لري ( ټولنیز، قانوني، فرهنګي، کاري، مالي…)
فمنیسم دا هم مني چې په ځینو مواردو کې بیا برعکس ښځې نسبت سړو ته ډېر امتیاز لري.
فمنیسم په دې باور دی چې سړي، ځوانان او ګرده ټولنه د ښځو په وړاندې له تاوتریخوالي نه اسیب ویني.
فمنیسم ځینې نور ښه شیان هم دي، د خلکو له قضاوت نه مه ډارېږئ کله چې غواړئ ووایئ زه فمنیست یم. لیدلي مې دي چې په مجازي او غیر مجازي تشیال کې ځینې ښځې دا لغت په ډېر احتیاط کاروي او موضوع زر مشخصوي چې ګواکې فمنیسته نه ده. او بد بختانه ځینې لوده ریشخندې مکالمې مې هم لیدلي چې کله یوه ښځه وایي چې زه فمنیسته یم.
که هغه څوک یاست چې وایئ (زه فمنیست نه یم خو د ښځو او سړو د حقوقو په برابروالي معتقد یم) او یا هم وایئ ( زه فمنیست یم ځکه چې موږ انسانانو ته د جنسیت له رویه تقلیل ورکوو، انسان ګرا نه یم) نو باید په دې مورد زیات ولولئ!په دې اړه ډېر او مناسب کتابونه شته. ژوره ساه واخلئ او ولولئ، غوږ ونیسئ، بحث وکړئ نه د مقابل لوري د قانع کولو په پار بلکې د خپلو معلوماتو د زیاتولو لپاره داسې وکړئ.
او هیڅکله مه وایئ چې پخپله ښځې بدې دي، د فلاني ښځې رئیس، سل رحمته په سړو… هیڅکله د کورني تاوتریخوالي د مقولې او د رواني، بدني، مالي او احساسي ازار سره لوبې مکوئ. دا خبرې پرته له تاریخي، سیاسي او ټولنیزې کم سوادۍ نه نور څه نه ښیي.