• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • About Us
    • About Us
    • Privacy Policy
  • ledenregister

فکر ته لارې

Home لومړيتوبفکر ته لارې
فکر ته لارې

فکر ته لارې

د فکر لارې
شفیق امیرزی
د انسان لویه ځانګړنه فکر کول دي، د هر څه په اړه فکر انسان ته ښه لاره ښیي، هغه انسانان ښه پلان او ښه کار مخ ته بېولی شي چې ژور فکر کوي او هره پرېکړه له ژور فکره وروسته کوي.
خو له بلې خوا فکر یوازې دا نه دی چې سړی د هغه په خپل ذهن کې وساتي ژبه د همدې لپاره ده چې خپل افکار شریک کړو د ژبې یو دودیز پيژاند دا دی چې( ژبه هغه وسیله ده چې انسان د هغې په واسطه خپل افکار شریکوي)، انسان یو اجتماعي موجود دی ژبه او فکر یې په ټولنه کې مقام ټاکي.
کله چې د فکر شریکول مطرح شول نو اړینه ده چې د خپل فکر د شریکولو لپاره لارې چارې پیدا کړو، انسان تل د نوو فکرونو په لټه کې دی خو ځنې وخت داسې هم شوي چې یو انسان په یوه فکر باوري شوی دی بیا نه د بل چا خبره مني او نه دلیل خو خپل فکر ورځ تر بلې په ذهن کې روزي، نه یوازې چې خپل فکر روزي د هغې په حق ثابتولو لپاره دلیلونه پیدا کوي هغې ته کمپاین کوي.
خو دا چې د ښه فکر خاوندان و اوسو اړینه دا ده چې لومړی خپل فکر و ارزوو، په دې مانا چې خپل فکر تجزیه کړو چې زموږ موخه څه ده د نورو له افکارو سره یې پرتله کړو ویې وینو چې څومره ښېګڼې او بد ګڼې لري.
تاسې نه شی کولی په یوه اسلامي ټولنه کې داسې افکار وړاندې کړی چې هغه د ټولنې له مذهب سره په ټکر کې وي.
تاریخ دا موږ ته ثابته کړه چې کله افکار د ټولنې سره په ټکر کې شي د لویو تباهیو سبب کیږي د کمونستي نظام د مفکورې خپروونکې مو ولیدل چې تر نن په افغانستان کې د همغې ورځ اور بل دی علت یې همدلته وو چې د ولس د فکر او ذهن سره په ټکر کې مفکوره یې خپره کړې وه.
هغه وخت کولی شی خپل فکر خلکو ته په سمه توګه وړاندې کړو کله چې هغه ته علمي او منطقي دلیلونه پیدا کړو.
انسان تل د افکارو په یوه جال کې ګیر وي، بریالي کسان هغه وي چې دا افکار سم لورې ته سوق کړي.
که مو چیرې خپل افکار لوړ ولیدل او په دې پوه شوی چې ستاسې فکر به د منفي غبرګون پر ځای مثبت غبرګون له ځان سره ولري نو بیا اړینه ده چې خپل افکار له ښوو لارو له خپلو مینوالو سره شریک کړی.
موږ ښه فکر لرو د فکر د وړاندې کولو لپاره ښه زمینه هم لرو او دا هم کولی شو چې خپل فکر وړاندې کړو خو په دې نه بریالي کیږي چې د خپل فکر پلویان ډیر کړو، دا ولې؟
ځکه چې لومړی د خوړو لپاره لوښی په کار دی لومړی د خپلو هغو کسانو چې غواړي خپل فکر ورسره شریک کړی ذهن د فکر اخیستو ته جوړ کړی داسې مه کوی چې وار له واره خپله خبره ورته وکړی لومړی څو پوښتنې ترې وکړی بحث ورسره وکړی مقدمه ورکړی بیا خپل فکر ورته ووایی.
د بلېګې په توګه په یوه موضوع خبرې کوو وار له واره هرڅه مه وايي بریالي کسان هغه دي چې د موضوع سل سلنه حل لاره نه ښيي بلکه د خپل رول د معلومولو لپاره د حل لارې مهمې ټکی له ځان سره ساتي نو په دې توګه به هم ستونزه حل شوې وي هم به ستاسې د ذهن قدردانی شوی وي.
د فکر دشریکولو لار یوه هم خبرې دي چې مخامخ له خپلو ملګرو سره د یوې موضوع په اړه بحث وکړو.
دخپلو خبرو په ترڅ کې باید رسا او واضح لهجه وکاروو پر خپل ځان حاکم وو احساساتي نه شو د خپلو افکارو په وړاندې د مثبت یا منفي غبرګون تیاری مو نیولی وي نو هره کلیمه چې په ژبه راوړو باید ښه یې وتلو.
بله لار لیکنه ده، د فکر شریکول د لیکلو له لارې لږ څه ګرانه ځکه یو خو دا چې مخامخ کس را سره نشته که چې موږ د هغې سوالو ته ځواب ورکړو نو په لیکنه کې باید د سوال ځای پرېنږدو هر څه ولیکو د کلیمو کارونه سمه وکړو د کلیمو ارزښت ته مو پام وي ځکه هر کلیمه کیدای شي پر خپل ځای خپله مانا بدله کړي.
ښه افکار د ښه شخصیت لپاره بنسټ دی او هغه کسان بریالي وي چې خپل ښکلي او له پوهې ډک افکار په ښه وجه او ښه ژبه له خلکو سره شریک کړي.

Share this:

  • Click to share on X (Opens in new window) X
  • Click to share on Facebook (Opens in new window) Facebook

Like this:

Like Loading...

You also might be interested in

د موبایلونو منفي اغیز

د موبایلونو منفي اغیز

Aug 4, 2015

ټکنالوژي سره له دې چې وړتیا وې لري کارونه یې[...]

فکر و روزئ

فکر و روزئ

Jan 7, 2015

شفیق امیرزی افغانستان کلونه کېږي په جګړو او ګډوډیو کې[...]

ارنستو چه‌ګوارا

ارنستو چه‌ګوارا

Jan 19, 2015

ژباړه: شفیق امیرزی ارنستو چګوارا د ۱۹۲۸ میلادي کال د[...]

اړيکه

پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium

اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ

facebook.com/afghan.Tips

پلټنه

د ویب سایټ په اړه

زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2025

%d