شفیق امیرزی
افغانستان کلونه کېږي په جګړو او ګډوډیو کې دی، هر افغان په زړه او تن ټپونه لري ډېرو مېندو خپل بچي له لاسه ورکړي، خویندو وروڼه، ماشومانو پلرونه، تاریخ کرښې، ودانیو ښکلاګانې، ونو پاڼې، ښونځیو زده کوونکي نو په دې هېواد کې هر چا یو څه له لاسه ورکړي.
هر څوک یو درد او غم لري ګاونډیان را ته بلا دي غوښې مو خوري وینې مو څکي، نړیوال مو په بېلو نومونو یادوي، د نړۍ ارواپوهان او ډاکټران په مونږ کې ډېر مرضونه ویني.
د هیچا خیر را ته ونه رسېد؛ د نړۍ هیڅ یوې مفکورې زموږ درد درمان نه کړ، هر یوه په خپل وار زمونږ وجود و پړساوه، ټپي یې کړ او دردونه مو ورځ تربلې ډېر شول، هر چا خپله اړتیا زموږ به وجود کې پوره کړه، او تن مو ېي پر ځای پرېښود لکه ځنګلي ښکار.
خو پوښتنه دا ده چې دا هرڅه ولې یوازې له مونږ سره کېږي؟ ولې مونږ وژل کېږو ولې د نړۍ له لویو هېوادونو سره سیال نه یو؟ له دې حالت څخه را وتل امکان لري او که نه؟
د دې تولو ځواب دا دی چې زموږ فکر چا اخیستی دی زموږ فکر داسې فکر نه دی چې موږ دې له داسې دردونو او غمیزو وژغوري.
زمونږ لویه ستونزه همدلته ده چې مونږ ملي فکر نه لرو د هر چا فکر یوازې تر خپل ځان خپل ژوند خپلو ماشومانو یا تر کورنۍ او که لږ یې فکر کار وکړي نو دخپل کلي فکر هم ورسره وي.
داسې کسان ډېر کم دي چې فکر یې تر خپل کلي کور او ولس پورې محدود نه وي د نړۍ په کچه یا د هیواد په کچه او لږ تر لږه د خپل ولایت په سطحه یې د فکر کړۍ لویه ده.
زمونږ په ټولنه کې ماشوم ته هر څه ورزده کېږي ارزښتونه دودونه عقاید کړه وړه خپل خپلوان دا هر څه ورته معرفي کېږي پلرونه کوښښ کوي چې خپل اولادونه له خپلو خپلوانو کره بوزي چې دودونه زده کړي خپل خپلوان و پېژني.
خو داسې پلرونه کم پیدا کېږي چې خپلو اولادونو ته د هیواد ارزښت وښيي. له لاسه یې ونیسي او په تاریخي ځایونو یې وګرځوي په جګړه ځپلو سیمو یې را وګرځوي او دجګړې زیانونه ورته وښایي په هیواد کې ژوند کوي خو د هیواد او خاورې قیمت یې نه وي ورته معلوم. کتاب لولي زده کوي یې خو د کتاب ارزښت نه وي ورته معلوم، خو که یو ماشوم یا نوی ځوان لس افغانۍ پیدا کړي د یوه کتاب تر مېندلو ورته ډېر خوښاله کېږي دا ولې؟ ځکه چې د پیسو ارزښت ورښودل شوی او یایې له ټولنې درک کړی خو د کتاب نه، د کتاب په اړه بس همدومره پوهېږي چې امتحان ته زده کېږي.
دا ټول یوه فرد ته د یوه شي د (ارزښت فکر) ورکول دي که مونږ د استعماري هیوادونو تاریخ ته وګورو نو د یوه هېواد د اشغال لپاره لومړی د هغه ولس فکر خپلوي یا لږ تر لږه د دوی په فکر کې درز پیدا کوي د خپل استعمار لپاره لومړی د فکرونو دروازې ننوتو ته پرانيزي.
د انسان په ذهن کې د یوه شي په اړه فکر دی چې د ده وروستۍ هلې ځلې د هغه فکر په محور را څرخي کله چې په یو انسان کې د یوې مادې یا (معني) په اړه یو مثبت یا منفي فکر ځاله کړې وي، نو د خپل ژوند تر وروستي نفسه به له هغه سره یا د هغه لپاره مبارزه وکړي.
نو د ټولنې مشران دا وجیبه لري چې د خپلو ځوانانو یا د ولس لپاره ملي او د غوښتنو سره سرم مفکورې را منځ ته کړي د هغې د ودې لپاره لارې چارې وپلټي چې د خپل ولس فکرونه هیواد پاله دین پاله او انسان پاله وروزي.
کله چې یوه ټولنه په یوه ملي فکر را لویه شوې وي، وده یې کړې وي نو دا ټولنه تل تر خپلو ګټو د خپلې کورنۍ تر ګټو خپلې ملي ګټې غوره ګڼي د خپل هیواد لپاره تر هر څه تېرېږي.
خو هغه ولس چې یوازې د خپل ځان په غم کې وي فکر او ذهن یې یوازې د شخصي ګټو په لټه کې وي د هغه شخص نه د هيواد د جوړولو هيله نشته نه یوازې چې د ټولنې لپاره ګټور نه دی مضر هم دی ځکه په داسې حالاتو کې چې د ټولنې د ګټو خبره را منځ ته کېږي نو داسې کسان د خپلو ګټو څخه د خپل ملي او اسلامي هویت لپاره نه تېرېږي.
ملي فکر د هيواد په کچه فکر په انساني ټولنو کې سم سمکی راولي؛ که زمونږ مدني ټولنې، ښوونځي، پوهنتونونه او نور عملي او فرهنګي بنسټونه څو کلونه پر له پسې د یوې قوي ارادي په لرلو سره د یو ملي فکر لپاره کار وکړي کېدای شي څو کاله وروسته ښه منظمه ټولنه ولرو چې هلته اخلاقي فساد نه وي، اداري فساد نه وي، خلک یو بل ته ارزښت ورکړي، هر افغان په انساني اسلامي او ملي روحیه روزل شوی وي، چې هله به مو د ډېرو استخباراتي او ورانکارو ډلو لاس نيولی وي.
بیا به له چا نه ګيله نه کوو ځکه هغه لاستي چې له ځانه د ځان ماتولو لپاره لرو هغه به مو په خپله په کار اچولي وي ځکه ونه چې ماتېږي لاستی د تبر لپاره له ونې جوړ دی؛ نو د فکر په روزلو دا کسان چې د خپل ځان په وړاندې کارول کېږي هغوی به له کږ لارو و ژغورل شي.
څومره ښه خبره ده وايي ځوانان مخکې له دې چې ستاسې دښمن ته په لاس ورشي تاسې یې په کار واچوي له هغې نه ګټه واخلئ.
زموږ د ستونزو د حل یوازينی لار ولس ته عام او خاص ته ملي فکر ورکول دي، داسې فکر چې هر سړی له خپل ځان کلي او ښار څخه ووځي او د هیواد په کچه د خپل فکر کړی لویه کړي هله به مو ښه راتلوکې په لار کې ګلونه وکري.
You also might be interested in
لیکنه: مقتصد ستړی دا څووم ځل دی، پرون هم راغلې[...]
ژباړه: عطا محمد میاخېل وو نه وو، یو بوډا بزګر[...]
په WSM او LSM میتودونو سره ډیزاین بیلګې . لومړی[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی