لیکنه: رحمت ګل عمري
فیسبوک هغه ډله ایزه رسنۍ ده چې د نړۍ په کچه تر یو بېلیون زیاد کارونکي لري .
فیسبوک؛هغه ټولنیزه رسنۍ چې د ټولنې د ټولو طبقو په وړاندې پرانیسې ده، او په ټولیزه توګه ترې ګټنه کیږي، هر څوک خپل ځان ته په هر نوم چې وغواړي، ای ډي جوړولای شي. فیسبوکیان خپلو فیسبوکي والونو ته خپل ښایسته عکسونه، ویډیوګاني، ښې تجربې، کړنې، ستاینلیکونه، بریاوي، خاطرې ګیلې ، اوحقایق پورته کوي.
د فیسبوک کارونکي ډېر کم اسلامي ارزښتونو ته ژمن دي، او ډېری یې دې اصل ته درناوی نه لري، د اسلام مبین او پوره دین د هر څه د نظم او سمون لپاره ځانګړي اوصول لري، د ژورناليزم یا رسنیو په برخه کې ترټولو بشپړ ، ریښتینی او منونکی نظام اسلامي رسنیز نظام دی.
فیسبوک د ډله ایزو رسنیو له ډلې تر ټولو مشهوره رسنۍ ده، نود نړۍ ټولو مسلمانانوته بویه چې ددې رسنۍ د کارونې پر مهال د خپرولو ، شریکولو ، او ګډون اسلامي اخلاق په نظر کې ونیسي .
الله (ج) ،بیغمبر (ص) ، قرآن کریم مسلمانانو ته سپارښتنه کوي، که د خپرولو ، بیانولواو د نورو سره دشریکولو په وخت کې دې اخلاقو ته درناوی وشي، ټولنه به مو سالمه او صالحه وي، دتګ لوری به یې روښانه ، سپڅلی او بریالی وي.
که د فیسبوک په کارولو کې دې اخلاقو ته درناوی ونشي، نو ټولنه به مو همدسې کرغېړنه ، له ستونزو ډکه او کندوته د لوېدو په مسیر روانه وي .
افغانستان هغه ټولنه ده چې د ټولنیزو رسنیو د فلتر لپاره یې تر دې دمه د کوم چمتوالی تابیا نه لري. د ټولنیزو رسنیو د کارونې په اډنه کې لوستي ، نالوستي، لویان، ځوانان ، بزګران ، ښځې او نارینه ټول شامیلیږي ،
خو د دې ډلې زیاتره یې ښايي د دې رسنۍ د استعمال په اخلاقو او اصولو خبر نوي ښایي د دوی په اند هر څه چې لیکي ،هر تصویرهره وېډیو چې د خپل فیسبوک له لارې شریکوي، فکرکوي، دوي یې په وړاندې هېڅ مسئولیت نه لري، پدې خبر ندي چې دا پورته شوی تصویر یا وېډيو به څومره خلک ګمراه کړي، او دا لیکنه به یې د څومره خلکو ذهنیتونه خراب کړي .
د خپلې خاورې ، خپل اولس په وړاندې د ټولنیزو رسنیو استعمالوونکي لوی او دروند مسئولیت لري، یاد کسان اړ دي تر څو د فیسبوک د کارولو پرمهال د فیسبوک لپاره رسنیز اسلامي اخلاق مرعات کړي، او پدې برخه کې جدي پاملرنه وکړي.
دا چې اخلاق د انسان د باطني صفتونو او روحي ځانګړنو ټولګه ده او انسان په ظاهري کړو وړ کې څرګندیږي، نو د اخلاقو مرعاتول نه د حکومت کار دی، نه هم درعیت؛ داخلاقو مرعات خپله د انسان وجدان او ضمیر کوي نو په همدې اساس د فیسبوک په کارولو کې تر هر څه وړاندې د فیسبوک د اخلاقو مرعاتول اړینه ،مهمه او ثابته موضوع ده .
د فیسبوک اخلاق د رسنیزو اخلاقو په څېر دیولړ تګلارو ، قواعدو او کړو وړو ټولګه ده چې کاروونکي یې له هر ډول جبر پرته په خپله خوښه او د ژمنتیا له مخې په پام کې نیسي.
اسلامي رسنیزنظام د رسنیزو اخلاقو یا ارزښتونو په برخه کې لاندې اوه لس مورده ذکرکوي، که د فیسبوک کاروونکي دې مواردوته پام وکړي د دنیوي او آخروي نېکبختیو خاوندان به شي .
۱ـ ښو ته د خلکو رابلل اوله بدو مخنیوی( امر بالمعروف اونهی عن المنکر)
په اسلام مبارک دین کې نیکیو ته رابلل او له بدیو منع کول د هر مسلمان دنده ده ، په هرمسلمان فرض دي، ترڅو د نیکیو په عامولو او د بدیو په مخنیوي کې خپل مسئولیت ادا کړي . الله (ج) فرمایي / عمران ـ۱۱۰ آیت ژباړه : تاسې غوره امت یا ډله یاست چې د انسانانو دلارښوونې او اصلاح لپاره بېل کړل شوي یاست، تاسې د نېکۍ امر کوئ او له بدۍ خلک منع کوئ او پرالله (ج) ایمان ولرئ .
د بدیو ، ظلم او ناروا پرخلاف جهاد د ایمان برخه ده، رسول الله (ص) فرمایي . ستاسې له ډلې څخه که چا کومه بدي ولیده؛ نو په لاس یې مخه ونیسئ ، که وس مو پوره نوو، په ژبه یې پرخلاف جهاد وکړئ ، اوکه مو په وسه پوره نوه ، نو په زړونوکې یې بد وګڼئ چې دا د ایمان ټیټه درجه ده .
۲ـ انسانیت ته درناوی
دا چې اسلام د انسانیت د لارښوونې لپاره راغلی، نو مسلمانان باید په خپلو کړو وړو کې دا اصل ثابت کړي، په لاس کې د لرونکو رسنیو له لارې د انسانیت اصل ته پوره درناوی وکړي، د مسلمان ورور غیبت ونه کړي ، د بدګومانۍ پلټنو او نورو له سپکاوي نه په کلکه ځان وساتي ، افواهات او اوازې دې نه خپروي، پرپاک لمنو ښځو دې تهمت نه کوي، او د درناوي چلند دې نه هیروي، اسلام انسانیت ته ځانګړی ارزښت ورکوي .
حدیث شریف/ ژباړه : تر ټولو لوی ظلم د مسلمان پر وقارناحق تېری دي ــ ابوداود
۳ـ له آزادۍ سره د ژمنتیا تصور
په اسلام کې په یوچا نیوکه کول نه یوازې آزادي ده، بلکي د ښه توب په برخه کې یې په عملي کېدو ټنګار شوی، خو په اسلامي ټولنو کې رسنیو ته داسې آزادي نه ورکول کیږي، لکه په کفري هیوادونوکې په اسلامي ټولنه کې یولړ اصول او مقررات پرې لګیږي. پر فحاشۍ بد اخلاقۍ ظلم تیري، تاوتریخوالي، لمسوونکو خبرونو پررنګ، توکم، قومیت، ژبې اوهغه نظریې چې د اسلام او انسانیت سره په ټکر کې وي، د خپرولو اجازه یې نده ورکړل شوې .
الله (ج) فرمایي / الحجرات ــ ۶ ایت ژباړه : اې مومنانو! که یو فاسق تاسې ته کوم خبر راوړي، نولومړی یې په اړه پلټنه وکړئ، هسې نه چې په ناپوهۍ سره یو قوم زیانمن کړئ .
۴ـ آزادي یوازې د ښېګڼو د عامونې لپاره نه د بدیو د دودونې لپاره
د رسنیو آزادي د اخلاقي اصولو په بنسټ ورکول کیږي، ترڅو په ټولنه کې ګډوډي او آنارشي پیدا نشي، ملي او عمومي ګټې زیانمنې نشي، وهمونه خپاره نشي، په اسلامي رسنیز نظام کې د آزادۍ مطلب دا ندی چې رسنۍ دې د خلکو اخلاق خراب کړي، یا دې شر راوړي، د فیسبوک کارکوونکي باید دې ټکي ته پاملرنه وکړي، هغه څه دې نه خپروي چې ګډوډي راوړي ، عمومي ارزښتونوته مو زیان ورسي .
۵ـ د بې حیایي او بداخلاقي مخنیوی
دا چې اسلام یوه پاکه او پراخلاقي معیارونو ولاړه ټولنه غواړي، نو رسنۍ هم د دې ارزښتونو په منلو مکلفوي ؛ په اسلام کې هېڅکله د رسنیو کارکوونکو ته اجازه نشته چې د آزادۍ په نوم لوڅ انځورونه ، بربنډ کلپونه ، سندرې اونور خپاره کړي .
الله (ج) فرمایي / النورــ ۱۹ ایت ژباړه : کوم خلک چې غواړي د مومنانو ترمنځ فحاشي خپره کړي،هغوی په دنیا او آخرت کې د دردناکه عذاب مستحق دي.
حدیث مبارک ـ ژباړه : د فحش خبروکونکي او فحشو خبرو خپروونکي په ګناه کې برابردي.
۶ـ د حق په بیان کې نه وېرېدل
اسلام وګړو ته د ظلم اوناروا پر وړاندې نه یوازې د پاڅون حق ورکوي، بلکي هغه سپڅلی جهاد ګڼي، په اسلام کې هیڅوک د حق له بیانولو، نیوکې او تبصرې له کولو بې برخې ندي.
الله (ج) فرمایي /احزاب ــ ۲۸ آیت ژباړه : اې مومنانو! له الله (ج) وویرېږئ او سمه صفا خبره کوئ، یوکس له رسول الله (ص) نه پوښتنه وکړه چې غوره جهاد کوم دی؟ هغه مبارک ورته وفرمایل د ظالم واکمن پر وړاندې دحق خبره !
۷ـ د معلوماتو دسموالي او کره کوالي ارزښت
د اسلام په رسنیز نظام کې د معلوماتو او خبرونو دقت او کروالي ته ډېر ارزښت ورکړل شوی، درسنیو له لوري وړاندې کېدونکي معلومات باید په سمو اوکره بنسټونو ولاړ وي. قران کریم او احادیث مبارک د خبرو او معلوماتو په ریښتینتوب او کروالي ډېرټینګارکوي.
۸ـ پند او نصحت
د فیسبوک له لارې وړاندې کېدونکي معلوماتو باید له ځان سره د لارښوونې او نصحت اصل ولري، هغه پدې مانا چې که مونږ غواړو له دې لارې کوم تفریحي مطلب شریک کړو، هغه مطلب موباید د تفریح ترڅنګ لارښوونه او نصت هم ولري.
الله (ج) فرمایي /النسا ــ ۶۳ آیت ژباړه : پردوی تعرض مه کوه، دوی پوه کړه، او داسې نصیحت ورته وکړه چې زړونوته یې لاره ومومي.
۹ــ د نظر په څرګندولو کې فکر
د اسلامي نظام رسنۍ د نظر په ورکولواوبیانولو کې باید د وینا عفت وساتي، د مینې او خپلمنځي ډاډ زمینه جوړه کړي، د طنز ژبې ته دې پام وکړي چې د چا دعمالو په ځای دهغه شخصیت ونه ځپي.
الله (ج) فرمایي /النسا ــ۸ آیت ژباړه : له هغوی سره په نرمۍ او نېکۍ سره خبرې وکړه .
اوهمدا راز الله (ج) فرمایي / الاعراف ــ ۱۹۹آیت ژباړه : اې نبي! د نرمۍ او بښنې لاره غوره کړه، دنیکیو تلقین کوه اود ناپوهانوسره په جوال کې مه لوېږه .
۱۰ـ له تحریف یا لاسوهنې ډډه
د الفاظو له لارې داصل متن بدلولو او یایې په تشریح کې زیاتونې او کمونې ته تحریف وایي، اسلامي نظام رسنیو ته امر کوي چې دروغ له ريښتیاسره ګډ نه کړي.
الله (ج) فرمایي / السجد ــ ۴۰ آیت ژباړه : کوم خلک چې زمونږ آیتونو ته نورې ماناوې ورکوي، هغه له مونږه پټې ندي.
۱۱ـ څوک نه آزارول ، د زړه آزارونې نه ډډه
په اسلامي نظام کې چا ته اجازه نشته چې د بل چا په عزت وقارحمله وکړي، او یا یې د طنز په نوم شخصیت یا حرمت وځپي .
الله (ج) فرمایي / الحجرات ــ ۱۱آیت ژباړه : اې مومنانو! نارینه دې په نورو نارینو مسخرې نه کوي، کیدای شي هغه تر دوی غوره وي. اونه دې ښځې په نورو مسخرې کوي کیدای شي هغه تر دوی غوره وي. په خپلو کې یوبل ته پیغورونه مه ورکوئ او مه یوبل په بدو نومونویادوئ.
۱۲ـ د شاهدۍ یا ګواهۍ نه پټول
که یوڅوک حق پېژني او یا په حق خبر وي، باید هغه پټ نه کړي، او نورو ته یې ورسوي. الله (ج) فرمایي / البقره ـ ۲۸۳آیت ژباړه : شهادت هېڅکله مه پټوئ! څوک چې شهادت پټ کړي، زړه یې ګنهګار شو. الله (ج) ستاسې پرکړو وړوخبردی.
۱۳ــ له درواغو او اوازو نه ډډه
په ټولنه کې د درواغو او ناسمو معلوماتود خپرولوله کبله ټولنه له نننه کمزورې کیږي، په خلکوکې نا باوري اوګډوډي رامنځ ته کوي. اسلامي نظام رسنۍ د درواغو خبرونو سپکوونکو مطالبو او په خامو بنسټونود ولاړوشیانو له خپرولو منع کوي.
۱۴ـ د چا په شخصي ژوند کې د ورداخېلېدو ډډه
د اسلام مبارک دین د غیبت، جاسوسۍ ، تهمت اود یوه خبره بل ته کول منع کړي، مونږ کولای شو، له همدې لارې د شخصي ژوند ساتنه وکړو . اسلامي نظام رسنیو ته حکم کوي چې د خلکو په شخصي ژوند کې دې مداخله نکوي، اود چا په شخصي ژوند پورې تړلې مسئلې دې نه رسواکوي، ځکه پدې سره لویو بد اخلاقیو ته لاره هواریږي.
الله (ج) فرمایي / الحجرات ــ ۱۲ـ۱۳ آیت ژباړه : اې مومنانو! له ګومان څخه ډډه وکړئ، ځکه چې ګومان کول ګناه ده تجسس مه کوئ، او ستاسې له منځه دې یوبل غیبت نه کوي ستاسې په منځ کې داسې څوک شته چې د خپل مړ ورور غوښې وخوري .
۱۵ـ د ښځو اړوند مسایلو کې ځانکړی احتیات
دا چې په اسلام کې د میرمنو د عفت اوپاک لمنۍ پر ساتلو ډېرټینګار شوی، نو رسنیو ته هم لازم دي چې د هغوی اړوند خبرونو ، رپوټونو اوانځورونو په خپراوي کې فکر وکړي.
الله (ج) فرمایي /النورـ ۴ آیت ژباړه : او کوم خلک چې پرپاک لمنو ښځو تور لګوي، او بیایې ثابت نه کړي، آتیا درې یې ووهئ .شاهدي یې مه منئ دوی پخپله فاسقان دي.
د النور سورت ۲۳ آیت ژباړه : څوک چې پرپاک لمنو بې خبرو مومنو ميرمنوتورلګوي، پر هغوی په دنیا او آخرت کې لعنت کړای شوی، او له لوی عذاب سره به مخ شي.
۱۶ـ د ښې ټولنې په جوړولو کې له حکومت سره مرسته
د اسلام د رسنیز نظام موخه د سالمې او صالحې ټولنې تشکیل دی، اسلامي حکومت هم د ټولنې د خیر ښېګڼې لپاره هڅې کوي، نو پدې ګډ تصمیم کې باید د رسنیواوحکومت ترمنځ اختلاف شتون ونه لري.
اسلام چې رسنیو ته له حکومت سره د مرستې اجازه ورکړې ده همداسې یې د بدو کارونو د مخنیوي او ښو چارو ته د خلکو دتشویق پدې برخه کې د نیوکې، تبصرې حق یې هم ورکړی .
۱۷ـ د نړۍ د مسلمانانو ترمنځ د یووالي او اتفاق هڅې
په نړۍ کې مسلمانان د یوالله (ج) بندګي کوي، د محبوب بیغمبر (ص) دسنتو پیروي کوي، د ژوند کولو موخه یې یوه ده، نو رسنیو ته لازمه ده چې د مسلمانانو ترمنځ ګډو ارزښتونو،حقوقو، قواعدو او اصولو ته پام وکړي.
د اسلامي رسنیز نظام موخه داده چې د مسلمانانو ترمنځ یووالی پیاوړی شي، په مسلمانانو کې د اتحاد یو ځایوالي جذبه لا پیاوړې او ځواکمنه شی.
۳۰/۷/۱۳۹۴
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.