لیکنه: ډاکټر جاوید حبیبي
د تاریخ په اوږدو کې د ارتباطي وسایلو بیلابیلو ډولونو د انسانانو تر منځ د اړیکو په تامینولو او معلوماتو په شریکولو کې مهم او رغنده رول لوبولی. په اوسني وخت کې انټرنټ د اړیکو په تامینولو او د معلوماتو په شریکولو کې سیال نلري او پر مټ ېې نړۍ د یوه کلي شکل غوره کړی چې یو شخص کولای شي د نړۍ له یوه ګوټ نه بل ګوټ ته د سترګو په رپ کې معلومات ولیږدوي او یاهم اړیکې ټینګې کړي. په دې وروستیو کلونو کې د نورو ډول ډول رسنیو تر څنګ، انټرنټي ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک، ټویټر او یوټیوب ډیر زیات پرمختګ کړی او په ټوله نړۍ کې ېې د ډیرو خلکو په ځانګړي توګه د ځوانانو توجه ځان ته را اړولې ده.
ټولنیزو رسنیو د مالوماتو په شریکولو کې خورا مهم رول لوبولی او لاهم د چټک پرمختګ په حال کې دي. په نړۍ کې فیسبوک د ټولنیزو رسنیو تر ټولو ډیر محبوب ډول دی چې د کاروونکو شمېره ېې ډیره په چټکۍ مخ په لوړیدو ده او داسې ویل کیږي چې دم ګړۍ په ټوله نړۍ کې یو نیم میلیارد کسان چې د ټولې نړۍ نژدي ۲۲ سلنه جوړوي له فیسبوک څخه ګټه اخلي.
په نړۍ کې له فیسبوک څخه معمولا د شخصي اکونټونو، ګروپونو او پاڼو د پرانیستلو له لارې د بیلابیلو شخصي، ټولنیزو، علمي، رسنیزو، سوداګریزو او سیاسي موخو لپاره ترې کار اخیستل کیږي. په دې څو لنډو وروستیو کلونو کې فیسبوک د نړۍ د ځینو سیمو او هیوادونو په سیاسي بدلونونو کې خورا مهم رول لوبولی چې کیدلای شي د فیسبوک د لازیات پرمختګ او ورته د لازیات پام اوښتولو مهم علت هم همدا وي.
د نړۍ د نورو هیوادونو تر څنګ فیسبوک د افغانانو په ځانګړي ډول ځوانانو پام ځان ته اړولی او د کاروونکو شمېره ېې ډیره په چټکۍ مخ په لوړیدو ده چې تر ډیره ېې علت ښايي د نوې تکنالوژۍ سره د خلکو زیاتیدونکې بلدتیا او په هیواد کې انټرنټي خدمتونو ته د خلکو آسانه او تر یوه حده ارزانه لاسرسی وي.
د فیسبوک به مجازي نړۍ کې ډیری هغه پیژندل شوې څیرې او هڅاند ځوانان چې په ټولنیزو، علمي او سیاسي برخو کې تر نورو یو څه ډیر فعال دي په خپلو شخصي اکونټونو کې خورا زیات ملګري لري، په بیلابیلو نومونو او د ډول ډول موضوعاتو د بحث لپاره ګروپونه پرانیزي چې پکې تر ډیره ګټور معلومات خپروي او په مهمو موضوعاتو د بحث لپاره د ګډونوالو لپاره زمینه برابروي او له خپلو ملګرو پرې نظرونو غواړي. دا کسان د فیسبوک په مجازي نړۍ کې هغه واقعي څیرې دي چې خلک ېې پیژني، له څیرو سره ېې آشنا دي، ټولنیزې، علمي او سیاسي موخې ېې ورته څرګندې دي او بحثونه ېې هم تر ډیره ګټور دي.
د کلتوري او یا هم ځینو نورو دلایلو له وجې په افغانستان کې د فیسبوک د ښځینه کاروونکو شمېره ښايي ډیره لوړه نه وي او یاهم د همدې دلایلو له وجې نشي کولای د نارینه وو په شان په فیسبوک کې فعاله ونډه ولري. په فیسبوک کې ډیرې فعاله ښځینه کاروونکې په بدل نوم او یا هم بدل تصویر را څرګندیږي او تر ډیره کوښښ کوي چې خپل هویت او شخصي معلومات پټ وساتي.
د دې تر څنګ ځینې داسې کسان هم شته چې د همدې واقعي پیژندل شویو څیرو په نامونو په فیسبوک کې جعلي اکونټونه، پاڼې او ګروپونو پرانیزي چې دې حالت د فیسبوک په کاروونکو کې یو ډول د شک فضا را منځته کړې او نه پوهیږي چې آیا دا کس به په رښتیا هم هغه واقعي څیره وي چې دوي غواړي د هغوي ملګري شي او له نظریاتو او افکارو ېې ګټه پورته کړي.
د دې ټولو سربیره په فیسبوک کې یو زیات شمېر مجهول الهویه کاروونکي هم شته چې په بیلابیلو او عجیبه ډول نامونو سره را څرګندیږي. د دې ډلې یوه برخه هغه کسان دي چې د ښځینه وو په نامونو سره په فیسبوک کې اکونټونه پرانیزي، جذاب او تر ډیره غیراخلاقي تصویرونه پکې خپروي او په دې ډول غواړي د ځینو ځوانانو توجه ځانته را جلب کړي. دا ډول پاڼې تر ډیره په همدې ډول تصویرونو او خرافاتو ډګې وي او د معلوماتو په نامه څه نه پکې تر سترګو ګیږي او پایله ېې یوازې د ځان او نورو د وخت ضایع کول دي او بس.
د دې مجهول الهویه څیرو ډیره خطرناکه او د اندیښنې وړ ډله هغه کسان دي چې په بیلابیلو نامونو سره په فیسبوک کې اکونټونه، پاڼې او ګروپونه پرانیزي او کوښښ کوي په خپل نوم او یا هم تصویر کې په یوه ډول سره د هیواد یوه قوم، ژبې، سمت، مذهب او یاهم سیاسي خوځښت ته ځان نژدي وښيي. د دې ډول کسانو شمېره په اوس وختونو کې په فیسبوک کې خورا لوړه شوې او لاهم مخ په لوړیدو ښکاري. دا ډله هڅه کوي چې د هیواد د بیلابیلو قومونو، ژبو، سمتونو او حتی مذهبونو تر منځ د له کرکې ډک او لمسوونکو مضامینو او تصویرونو په شریکلو سره نفاق او کرکه را منځته کړي او یاهم د هیواد شته واقعیتونو ته په پام موجوده ستونزو ته نوره هم لمن وهي. دا کسان په پوره مهارت او سیستماټیک ډول په فیسبوک کې فعالیت کوي او داسې ښکاري چې تر ډیره په خپلو موخو کې بریالي هم دي. کچیرې په دقیق ډول ورته پام وشي، په دې ډول پاڼو او ګروپونو کې د معلوماتو، مضامینو او یا هم تصویرونو ترتیب د ساده کسانو کار نه ښکاري او ترې په ډاګه څرګندیږي چې د دې ټولو تر شا یو قوي لاس کار کوي چې یوازینۍ موخه ېې په بیلابیلو نامونو د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن وهل دي.
دا مجهول الهویه کسان د افغانستان په کوم خاص قوم، سیمې، ژبې او مذهب پورې نه دي محدود شوي او په ټولو یادوو برخو کې پوره روزل شوي کسان لري. داسې ویل کیږي چې ځینې دا ډول کسان هغه بې ضمیره افغانان دي چې د ځینو خاصو بهرنیو کړیو لخوا به همدې دنده ګومارل شوي او ورته په هره برخه کې مخرش او کرکه پاروونکي مضامین او معلومات په واک کې ورکول کیږي تر څو ېې له خپل لوري له نورو سره شریک ګړي او په دې ډول سره د افغانانو تر منځ کرکه او نفرت را منځته کړي. داسې هم ویل کیږي چې ځینې مغرضې بهرنۍ څارګرې کړۍ په همدې برخه کې خپل روزل شوي کسان لري او غواړي د فیسبوک په ګډون د ټولو ټولنیزو رسنیو له لارې د افغانانو تر منځ د نفاق اور ته لمن ووهي او د یو او بل په ضد ېې راوپاروي.
دا ډول هڅې چې تر اوسه پورې ډیر ورته د چا پام نه دی او یا هم تر ډیره عادي ګڼل کیږي، کچیرې ېې مخه ډپ نشي ډیرې خطرناکې پایلې به له ځانه سره ولري. د فیسبوک په دې لویه مجازي نړۍ کې د دې ډول شیطاني فعالیتونو بشپړ کنترول یو څه ناشونی کار ښکاري خو په خپلو هڅو کولای شو د دې ډول فعالیتونو موخې بې اغیزې کړو. د ټولو بااحساسه او وطنپاله افغانانو په ځانګړي ډول د هیواد له ځوانانو څخه هیله داده چې دا ډول مجهول الهویه څیرې وپیژني، نور ترې خبر کړي، د منفي ذهنیت په خپرولو کې ورسره مرسته ونکړي، په بحثونو کې ورسره په خپل یووالي ټینګار وکړي، په خبرو ېې ژر احساساتي نه شي او یاهم په بحثونو کې ورسره په نه ګډون دوی ناهیلي کړي تر څو په دې ډول وکولای شو د دې افغان دښمنه او بې ضمیره کړیو هڅې تر یوه بریده ناکامې کړو.
د سوکاله او آرام افغانستان په هیله.