لیکنه: ګل احمد احسان
شاید ځیني کسان دفیسبوک په اړه ډېر مالومات ونه لري، فیسبوک دانټرنیټ پر نړیوال جال، یا په انټرنیټ کي یو ادرس دی چي دلته دوستان، ملګري، او انډیوالان پیداکولای سئ.
څنګه باید وکارول سي؟
اول تاسي اړتیا لرئ چي کمپیوټر او یاهم یو پرمختللی تلیفون پیداکی ، په هغه تلیفون یا کمپیوټر کي باید انټرنیټ فعاله کړئ او بیا دفیسبوک ادرس www.facebook.com ته ولاړ سئ، هلته یو څو پوښتني او مالومات غواړي چي تاسي ثبت کړي وروسته تاسي دهمدې فیسبوک عمومي صفحې ته تللای سئ ترڅو ملګري او دوستان پیداکړئ .
دملګرو پیداکول هم اسانه دي تاسي یو بټن دی چي ورته لیکل سوي دي Find friend مانا ملګري پیداکړئ ووهی او تاسي به ډیر شناخته انډیوالان ووینئ وروسته ورته دملګرتوب یوه بلنه ولیږئ چي هغه هم هلته سته او یوازي یو وار کښیکښل غواړي نو په همدې ترتیب ستاسي ملګري اضافه کیږي .
نوري ډیري تخنیکي برخي هم لري خو مايې یوازي دګډون په اړه معلومات درکړل اوس راځم دې ته چي په فیسبوک کي څه شي خپریږي ؟ خلګ څه شي په کښې ویني ؟
هرڅوک په فیسبوک کي نوي خبرونه پورته کوي، خپل عکسونه پورته کوي، پر ډیرو ټولینزو موضوعاتو خبري کوي، اعلانونه کوي، دنړۍ تیز پرمختګ او لاسته راوړني د خلګو سره شریکوي ، دیو شمېر مراسمو انځورونه پورته کوي، او که غواړي چي خپل دین ، کلتور ، او هیواد ته ښه کار وکړي نو دايې ښه لاره ده چي ښه او په زړه پوري مالومات دخلګو سره شریک کړي او هغوی يې وویني .
مګر !!! په افغانسان کي فیسبوک دنوري نړۍ په پرتله ښه نه کاریږي، دلته که څه هم ډیر خلګ ښه ګټه ځیني اخلي مګر ډیر يې بیا سم نه کاروي، تاسي ته مي مخکي وویل چي څنګه فیسبوک کي ځان ورګډولای سئ په همدې ترتیب ځیني خلګ خپل اصلي نوم نه ثبتوي او نه هم خپل عکس ورکوي نو بیا دهمدې پټ فیسبوک دلاري غلته استفاده کوي .
مثلا دیو چا عکس پورته کوي ترڅو خلګ يې وویني ددې پرځای چي یوه ښه خبره ورسره ولیکي، بدي خبري ورته لیکي هغه دعزت سړی وي دي يې په زرګونو او آن تر دې لا ډیرو کسانو ته سپک وروپېژني .
بل ډول داسي دی چي یو خبر خپروي مګر په حقیقت کي هغه بلکل درواغ او هیڅ رښتیا نه وي .
همداسي په ترتیب سره داسي نظرونه لیکي چي بیخي نور خلګ ورسره ستړی سي او په پای کي موضوع لا هم خرابه سي آن دمرګ تر ګواښونو ورسيږي .
ځیني خو په دغه پټو نومونو باندي قومي، ژبني، مذهبي، ګوندي، او سمتي مسایلو ته پریمانه لمن وهي او غواړي چي په دې ډول سره دخلګو ترمنځ ستونزي جوړي کړي مګر په حقیقت کي باید دغه ډول کسانو هیڅ یوه خبره هم ونه منل سي .
ځیني دفیسبوک کاروونکي خو ډیره ښه ګټه ځیني پورته کوي، ښه مطالب، مالومات،او عکسونه خپروي چي خلګ کولای سي پروخت او ښه ګټه ځیني واخلي .
دا ستونزه چي فیسبوک سم نه کارول کیږي په افغانسان کي خورا ډیره ده په نورو ولایتونو کي هم ښه پریمانه ده خو هلمند هم له دغې ستونزي خلاص نه دی .
دلته هم ځیني کسان چي غواړي دخلګو په مابین کي ستونزي جوړي کړي په پټو او غلتو نومونو باندي فیسبوک اي ډي یا دفیسبوک حساب جوړوي .
ډیری وختونه هغه کسان چي فیسبوک ښه سم کاروي هم دداسي ستونزو سره مخ سي یو فکر کوي چي دغه پټه ای ډي زما ددغه ملګري دي او یا دهغه بل ملګري ده ځکه دی زما سره فکري هم جوړ نه دی او په عادي ډول هم سمه راسه درسه نه لرو نو دادی اوس يې په فیسبوک يې هم ځیني شیان راپسي وکاږل .
بیا نو لفظي شخړي او آن په فیسبوک يې یو بل ته ښکنځل او دمرګ اخطارونه هم سره ورکړي
اوس باید ووایم چي فیسبوک یو ټولنیزه رسنۍ ده هر ګټه اخیستوونکی يې یو خبریال شمېرل کیږي ځکه هرڅوک هڅه کوي چي فیسبوک ته نوي مالومات او نوي مطالب پورته کړي .
باید سمه ګټه ځیني واخیستل سي او دیوه کتاب او مالوماتي سرچینې په سترګه ورته وکتل سي لکه نوره نړۍ چي له دغه ډول شبکو څخه تر ډیره سمه ګټه اخلي ، هلته هم شاید دا ډول ستونزي وي خو ترموږ کمي دي .
نو د ټول افغانستان او په خاص ډول دهلمند ځوانانو هیله کوم چي دغه ټولنیزه رسنۍ ښه وکاروئ ترڅو نه دقومي ، ژبني، سمتي،او مذهبي ستونزو سبب سي او یا الله دي نه کوي چي دخلګو دبې عزتۍ سبب ونه ګرځي او یاهم دغلتو مالوماتو په شریکولو سره دخلګو لپاره سردرد جوړ نه سي .
اوس نو که غواړئ چي ما هم پرفیسبوک پیداکړئ نو دغه نوم په فیسبوک کي ولټوئ چي زما دعکس سره به یو ځای درته وښوول سي.