لیکنه: جمشید عمر
وایې چې: وخت سره زر دی. د وخت په ارزښت پوه شئ. له وخت څخه سمه ګټه پورته کړئ. بي ځایه وخت مه تیروئ. وخت به بیا تیر وي. وخت چاته انتظار نه باسي. ګورئ اوس ډير وخت لرئ. دا د یو نیک او صالح انسان خبرې دي چې ځینو ته د نصیحت په ډول تکراریږي.
د ځینو په یو غوږ ننوځي او د بل نه ووځي او چې کله یې په قدر پوه شي بیا وخت نه وي. فیسبوک یوه داسې ټولنیزه شبکه ده، چې موږ له ورځینیو پیښو، تجربو او معلوماتو څخه خبروي. لکه څنګه چې موبایل په ورځینې ژوند کې ارزښت لري داسې د فیسبوک له لاري هم کولی شو چې یو د بل له احواله خبر شو.
وایې چې هر څه خپل وخت لري. مطالعه باید په خپل وخت وشي. لمونځ، ډوډۍ، کارکول باید په خپل وخت وشي. د مریض پوښتنه، د دوست پوښتنه او خپل کورنۍ سره یوځای کیناستل هم ضروري دي. د مجلس ادب مو هم هیر شوی.
مخکې به چې خلک یو بل کره لاړل، نو ښه کلک روغبړ( ستړي مشي) به یې کاوه. د کورنۍ د ټولو غړو به مو پوښتنه کوله. که کوم کس به ډیر وخت وروسته راغلی او یا به مو لیدلی و، نو هغه سره به مو ښه مجلس ګرم روان و او د دود او دستور لمخي به مو هر څه په همدي شکل روان ول. د هرڅه به خپل خوند و. ژوند هم هماغه ژوند و.
اوس چې ستړي مشي کو، نو سر به مو ټیټ کړی وي او سترګې به مو په فیسبوک کې خښي وي. چې چیرته کینو صرف یو سلام اچو او د مجلس تراخره به په فیسبوک کې لګیا یو. په موټر، دوکان، رستورانت، پارک او حتی په مسجد کې به په فیسبوک بوخت وي. موږ یې له میلمه پالنې وویستلو. مجلس مو اوس هغه پخوانۍ مجلس ندی پاتې. په وخت نه پوهیږو. کورکې لکه لیونې له ځانونو سره غږیږو او ځینې وخت خو لکه لیونی یوه ښه په درز کې خندا هم وکړو.
فیسبوک د وخت قاتل دی. په وخت به نه یې پوه او دري څلور ساعته به درباندې تیر وي. موږ ته دري څلور ساعته هیڅ نه ښکاري، خو نورو ته ریښتیا هم چې سره زر دی. یو چا ویل چې موږ په جرمني کې و او یو ملګری مو جرمنی و. یوه ورځ مو وغوښتل چې خپل د دوست پوښتنه وکړو او یو څو ساعته به سره مجلس وکړو. کله چې سهار لاړو او دوست مو ولید خپل تیاری یې نیوه چې کار ته لاړ شي. چای مو وشکو. زړه کې مو دا وه چې وروسته د چایه به سره لږ کینو. هغه ساعت ته وکتل او موږ ته یي وویل چې زما د دندې وخت دی زه باید لاړ شم. موږ هم څه ونه ویل او له کوره یوځای ووتو.
ما ویل چې هغوی د وخت نه ښه استفاده کوي او موږ یې په فیسبوک کې تیرو. موږ یو وخت ویل چې پښتانه میلمه پاله خلک دي، خو اوس فیسبوک پاله. هغه وخت به مو کار کار و، لمونځ به لمونځ و، ډوډۍ به مو یوځای د کورنۍ سره خوړله او اوس لکه د هندوانو بیل بیل کینو. د کورنۍ د غړو او ملګرو ترمنځ څه یوه ښکلي صمیمي فضا وه. او اوس، اوس هرڅه فیسبوکي شول.
نوی نسل خو مو بیخې تباه شو. داسې کورنۍ شته چې د غیږي ماشوم ته یې هم یوه ای ډي جوړه کړي. ټوله ورځ خپل او د پردو نجونو عکسونه شیر کوي. ځینې لیکي نن په هوټل کې، نن په پغمان کې، دا مې زوی دی. دا زمه د ورور ملګری دی…. ماته به ستا عکس څه په درد وخوري؟ اوس خو هغه مسلماني هم په چاکې نده پاتې چې د بې ځایه وخت تیرولو په ځای یوه رکوع قرانکریم تلاوت کړي.
راځئ داسې یو څه پورته کړئ چې بل تري ګټه واخلي. د خپلې سیمې خبریال اوسئ. په کلو او بانډو کې کم ناوړه دودونه دي چې تاسي یې له نورو سره شریک کړئ ترڅو ورته د حل لاره پیدا کړي؟ د خپلې سیمې فلکلور له نورو سره شریک کړئ. خپله میلمه پالنه او مجلسونه بیرته را ژوندې کړئ. دهر څه وخت وپيژنۍ او هر کار په خپل وخت وکړئ.
You also might be interested in
لیکنه: جمشیدعمرعمر څو کاله د سقراط له مرګ نه وروسته،[...]
لیکنه: جمشید عمر زه غواړم خدمت وکړم زموږ په هیواد[...]
لیکنه: جمشید عمر ټک ټک ټک، دروازه وازه شوه. اسلام[...]