انجنیر قدرت الله حیبیب په ۱۳۶۸ کال په پېښور کې زږېدلی دی. لومړنۍ او منځنۍ زدکړې یې د التقوا او رحمان بابا په عالي لیسو کې ترسره کړي، په کال ۱۳۸۹ کې یې خپلې لوړې زدکړې د کرنې په پوهنځي کې د کرنیز اقتصاد او پراختیا کې بشپړې کړي او همدا رنګه یې په مالي مدیریت او محاسبه کې هم په خراسان پوهنتون کې لوړې زدکړې کړي.
اوس مهال د ننګرهار ولایت د بهسودو د کرنې په مسلکي لیسه کې د استاد په دنده بوخت دی، د پښتو سربیره په دري، اردو او انګریزي ژبو باندې پوره واک لري.
علمي لیکنې یې په بیلابیلو مجلو او پاڼو کې خپرې شوي.