قضاء، تقدير، اراده، صلاحیت او اختیار، توفیق او توان، مشیت او رضاء، لوح محفوظ، قسمت، نصیب، بخت…
د قضاء او قدر موضوع یوه له هغه ډیرو مهمو اعتقادي مسائلو څخه ده چې خلکو ورباندې ډیر بحثونه کړي؛ اختلافونه ورځنې راولاړ شوي او د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقۍ سبب ګرځیدلي دي. دا مسئله که څه هم له یوه اړخه پیچلې غوندې بریښي او خلک یې له څیړلو ډډه کوي خو له بله اړخه په دې پوهیدل انسان دلټۍ څخه ژغوري؛ کار ته يې هڅوي او ډیر ځله د يو ناغوښتي کار د وقوع څخه وروسته انسان د رواني ستونزو څخه خلاصوي او د روحي اطمنان او آرامۍ سبب کيږي. په همدې ډول دا زمونږ د عقیدې د ارکانو څخه یومهم رکن دی او څرنګه چې ایمان د یو څه په هکله د پوره پوهې پایله وي نو اړینه ده چې دا موضوع د قرآن، احاديثو او هغه څه په رڼا کې وڅیړو چې عقل يې مني اوعملاً په ژوند کې واقع کيږي.
دقدر او قضاء څخه دفهم اخیستلو له مخې خلک په لاندې ځانګړو ډلو ویشل شوي دي:
- جبریه:- دوی عقیده لري چې:
انسان په خپلو افعالو کې خپلواک نه دی؛ ځنې انسانان د جنت او ځنې د دوزخ لپاره ،ځنې بختور اوځنې هم بدبخت پیداشوي او په دې ډول الله دوی ته په جزاء ورکولو کې ظالم هم نه دی ځکه چې دی خالق دی او د خپل مخلوق په اړه هرتصمیم دده مسلم حق دی.
- قدریه:- دوی عقیده لري چې:
انسان هم نیک او هم بد عمل په خپله خوښه ترسره کوي. یعنې خپل ټول کړه،وړه د خپلې ارادې تمثیل بولي.
- اهل سنت او جماعت:- دوی عقیده لري چې:
انسان نسبي اختیار لري؛ نه مطلق مجبور او نه هم مطلق آزاد دی.
اوس که مونږ اوتاسې لږ څه متوجه شو؛ و به وینو چې د جبریه اوقدریه وو نظر دعینی حقیقت (هغه څه چې په ژوند کې عملاً موجود دي) سره کاملاً خلاف دي.نومونږ یوازې د اهل سنت او جماعت عقیده یوه منځلارې ،دقرآن اوسنت سره همغږې او په عیني حقایقو ولاړه عقیده موندلې چې د ثبوت او لاښه وضاحت لپاره لومړی قرآنی آیتونه، احاديث، دامام ابوحنیفه نظریه او ترهغه وروسته د خپل تحقیق او څیړنې خلاصه وړاندې کوم.
هود (۱۱۰)
ترجمه:او بې شکه چې موسی ته مو کتاب ورکړ؛ خو په هغه کې اختلاف وکړی شو او که چېرې ستا د رب هغه کلمه (پریکړه، سنت او قضاء) نه وای چې مخکې صادره شوې نو حتماً به د دوی ترمنځ پریکړه شوې وه.
له پورته آیت څخه معلومیږي چې الله د خپلو بنده ګانو سره خپلې معاملې (هغوی ته مکافات اومجازات) د پخوا څخه ټاکل شوو قواعدو او سننو له مخې سرته رسوي؛ یعنې که یو څوک کومه ګناه اویاهم یو ښه کار سرته ورسوي نو سمدلاسه يې نه تقدير او نه تعذیبوي بلکې له هغه سره به هره فیصله په خپل ټاکلی وخت سره سرته رسوي.
طلاق (3)
ژباړه: یقیناً چې الله هر څه ته یوه اندازه ټاکلې.
یاسین (۸۲)
ژباړه: یقناً د ده کار داسې دی چې کله د کوم څه ارده وکړي نو ورته ووايي: وشه! نو هغه له ځنډ پرته کیږي.
کهف (۲۹)
ژباړه: ووایه: دا ستاسو د رب له لوري یو حقیقت دی؛ نو څوک چې غواړي ایمان دې راوړي او دچا چې خوښه وي کافر دې شي.
نباء (۳۹)
ژباړه: دا رښتینې ورځ ده،نو څوک چې غواړي، دخپل رب په لوري دې د ورتګ لار غوره کړي.
تکویر (29)
ژباړه: اونه غواړئ تاسې کوم څه مګر داچې الله (ج) دعالمونو رب يې وغواړي.
ژباړه: له عبدالله نه روایت دی چې رسول الله مونږ ته دا خبره وکړه: یقیناً چې ستاسو هر یو د مور په رحم کې څلویښت ورځې رایوځای کيږي؛ بیا همدومره موده ځوړند توکی وي،بیا همدومره موده ژوول شوي غوښې ته ورته وي؛بیا الله تعالی یوه فرشته راولیږي او د څلورو شیانو د لیکلو امر ورته وشی: دده رزق، اجل او دا چې شقي (بد بخت) به وي که سعید (بختور)، بیا روح پکې پو شي،نو په الله قسم چې ستاسو یو کس به د دوزخیانو عمل کوي؛ تر هغه چې د ده او دوزخ تر منځ به یوازې یو لاس (نیم ګز) واټن پاتې وي،خو د مقدراتو لیک پاڼه به يې پرې وړاندې شي او د جنتیانو عمل به وکړي نو ورداخل به شي.او یقیناً یو کس به د جنتیانو عمل کوي،تر هغه چې د ده او جنت ترمنځ به یوازې یو لاس (نیم ګز) واټن پاتې وي خو د مقدراتو لیک پاڼه به يې پرې وړاندې شي او د دوزخیانو عمل به وکړي نو ورداخل به شي.
که پورتني حديث شریف ته پاملرنه وکړو نو وبه وینو چې انسان ته دمور په رحم کې د څلورو شیانو د لیکلو مفهوم دا دی چې الله په خپل علم سره په دې پوهیږي چې نوموړی شخص به په راتلونکي کې نیک بخت او که بدبخت وي؛ یا به په کوم وخت او ځای کې ومري. روزي به يې له کوم ځایه او کوم ډول حواله وي. ښکاره ده چې دغه ډول لیکنه الزامی بڼه نه لري،دهغه په ټنډه نه دي لیکل شوي چې نوموړی شخص دې بختور وي او په دې وخت دې ومري،بلکې په پټه توګه داسې شوی چې ته به نظر په خپلو کړو وړو،زیار او زحمت سره سم د دومره روزۍ خاوند وې.د حديث شریف په متن کې دا هم ښکاره ده چې یو څوک به د جنتی عمل وکړي اوبیا به د جنت مستحق شی.
په پورته آیتونوکې ویل شوي دي چې:
- چې څوک غواړي “د خپل رب په لوري دې د ورتګ لار غوره کړي”.
- “څوک چې غواړي ایمان دې راوړي او د چا چې خوښه وي کافر دې شي”.
- “که چېرې ستا د رب هغه کلمه (پریکړه، سنت او قضاء) نه وای چې مخکې صادره شوې نو حتماً به د دوی ترمنځ پریکړه شوې وه”.
- “الله هر څه ته یوه اندازه ټاکلې.
- “او نه غواړئ تاسې کوم څه مګر دا چې الله (ج)دعالمونو رب يې وغواړي”.
په پایله کې ویلای شو چې:
څوک چې غواړی ښه اویابد کاروکړي، مسلمان او یا کافر شي د هغه خپل اختیار دی.
خو هغه څه چې الله نه وي غوښتي؛ مونږ يې نه شو کولای.
ددې پایله دا ده چې انسان نسبی واک او اختیار لري. انسان کولای شي ځنې کارونه په خپله خوښه ترسره کړی اوځنې بیا د هغه قضاء او قدر مطابق چې الله د دې نظام د چلولو لپاره پخوا لیکلي دي.
اوس دا پوښتنه مطرح کيږي چې آیا تقدير بدلیدای شي؟
مونږ اوریدلي چې په دعا او صدقې سره تقدير بدلیدای شي. راځئ چې وګورو دا بدلیدنه څه مفهوم لري:
هو رسول الله ویلي دي چې دعا د مصیبتونوپه ردولو کې اثر لري.
په قرآن کریم کې هم الله داسې فرمايې:
البقره (160)
مګر هغه کسان چې بیرته وګرځیدل (توبه يې وکړه) او خپل اعمال يې ښه او اصلاح کړل او حق يې ښکاره کړ نو زه به د دوی توبه قبوله کړم او زه خو یقیناً ډیر مهربان توبه منونکی یم.
کله چې یو څوک بد کارونه کوي نو ژوند يې خراب، په ټولنه کې منفور اوبدبخت وي. اوس که دی ووايې چې دا خو زما تقدير دي؛ آیا زما تقدير د بدلیدو وړ دی؟
هو دا تقدير دی خو ملامتیا د ده خپله ده، ځکه نوموړی په لوی لاس او خپل اختیار سره بد کارونه کړي. اوس که دی غواړي خپله بدبختي په خوشبختۍ سره واړوي نو ورته په کار دي چې دعا وکړي او صدقه ورکړي؛ تر څو الله ته متوجه او د خلکو سره د کومک په وسیله دې ته وهڅیږی چې لومړی توبه وکړي او نور بد کارونه ونه کړي؛ هغه څه اصلاح کړي اوزیانونه يې رفع کړي چې د دې بد کار په نتیجه کې رامنځ ته شوي او هغه حق بیان کړي چې ده به دهغه دپټولو په نتیجه بد کارونه کول.
نو د دې کارونو په سر ته رسولو سره به يې وضعیت بدل، ژوند به يې ښه شي. له لاسه ورکړی عزت به ورته بیا راوګرځي او په ټولنه کې به بیا ځای پیداکړي. اونوموړی به ظاهراً داسې وګڼي چې ګوندې زما بد تقدير په ښه باندې واوښت خوپه حقیقت کې داسې نه ده بلکې دنوموړي پخوانی بد او اوسنی ښه حالت د تقدير یوه برخه وه.
د دې خبرې د ثبوت لپاره د حضرت عمر هغه جامع ځواب چې یو صحابی ته يې ورکړ چې دوی هغه کلي ته د ورتګ څخه وګرځیدل چې هلته وباء خوره وه؛ ښه دلیل دی.
یو صحابي له حضرت عمر څخه وپوښتل: کلي ته له تګ څخه ولې وګرځیدو؛ آیا مونږ له تقدير څخه تښتو؟ هغه ورته په ځواب کې وویل: له یو تقدير څخه بل ته ځو!!!
دقضاء او قدر په هکله امام ابوحنیفه وايي:
- الله هر څه مقدر کړي؛ په دنیا او آخرت کې هیڅ شی د الله له غوښتنې، قضاء، قدر څخه پرته نه واقع کيږي او الله ټول شیونه په لوح محفوظ کې ثبت کړي دي.
- بنده ګان په حقیقت کې ټول افعال لکه حرکت اوسکون کسب کوي او ټول د هغه په غوښتنه، پوهه او تقدير تر سره کيږي.
- ټول عبادات د الله په فرمان،محبت،رضایت،خبرتیا، عدالت او تقدير تر سره کيږي خو ټول ګناهونه د هغه د قضاء او قدرمطابق خو د هغه د محبت،رضایت او فرمان مخالف اجراء کيږي.
دلیکنې په تائید او ادامې سره د پورته موضوعاتو د لاښه فهم او تشریح لپاره د پورتنیو مفاهیمو تعریفونه او په ژوند کې د هغه مثالونه په لاندې ډول تشریح کیږي:
لیکنه: صفت الله “صفت”
ادامه لري…
[review]