ژباړه: ایمل فهیم
قـیـر د اومـه نـفـتو خـورا درنه برخه ده . خـالـص قـیر تـور یا تیـز قـهوه ای رنګ لـری او په عـادی حالـت کی جامد یا نـیـمه جامد وی چی د تـقـطـیر د خـورا وروستی سـتون څخه په لاس راځی . د تودوخی په اغـیز پـه تـدریـج سره نـرمـیږی او په کـاربن دای سولـفـید او کـاربن تـتـراکـلوراید کی حل کـیـږی .
نـفـتی بـیـتومونه یا قـیـر د غـوړیـو ، قـطـرانـونـو ، اسفالتـیـنونو ، کاربـن کـاربایدونو او نـفـتی تیزابـونو دمغـلق مخلـوط څخه عبارت دی . داسفالـتیـن د مـیزان لـوړوالـی د قـیر د سـختـی سبـب ګـرځی . او برعکـس غـوړ مواد دهـغـه نـرمی سبـب ګـرځی . دغه مـاده د نـفـتو د تصفـیی دپـاتی شونـو ، دانشـقـاق د پاتی شونواوهمـدارنګه د غـوړیو د پـاتی شونو څخه لاستـه راځی .
په امـریکـی کـی د قـیر او اسفـالـټ (Asphalt) کـلـیمي یوه معنی لری ، په داسی حـال کی چی په اروپـا کی د اسفـالـټ کـلـیمه پـوډری شکـل مـعـدنی مـوادو سره دقـیـر د مخلـوط په نـوم په کـار وړل کـیږی .
بـیټـومونه د ګـودرون د اکسـیدشـن له مخـي د 200 – 300°Cپه تـودوخـی سره لاسـته راځـی . نـفـتی بـیټـومونه په پـراخـه کـچه د سـړک په جـوړښت ، دپـلـونو د عـایـق جـوړښـت هایـدروتـخنـیک ، د بریـښـنا صنـایـعو پـوښـښ ، پـلاسـتیکـی تکـوتـولـید او نورو ځایـونو کی ورڅخه ګـټه اخـیستـل کـیـږی .
پـه راټـول ډول سره د بـیتـوم بـنسټـیـز اجـزاء عبارت دی له :
غـوړي
دهایدروکـاربن د پـیچلـی جـوړښت د مخـلـوط څخه عـبارت دی . د غوړیـو دمـالـیکـول په تـرکـیب کی اروماتـیکـی ، نـفـتـینی کړي او پـارافـیـنی زنځـیرونه شـتون لـری . د غـوړیـو په مـالـیکـول کی د کاربـن د اتـومـونو تعـداد د (25 – 26) څخه زیـات دی . د بـیټـوم د غـوړیو دټـولو اجـزاوو 13 برخـه د هـایدروجـن له نـظـره شـتمـنه ده.
د غـوړیـو مـالـیکـولی وزن 300 – 800دی اوکـثافـت یی 1gr/cm3 دی. غـوړي په پـارافـیـنی هـایـدروکـاربـنونو لکـه هـګـزان ، هـپـتان او اکـتـان کی په نـورمال ډول سره حـل کـیږی .
2.10.1- قـطرانونه
د غـوړیو دمالـیکـول څخه په تـوپـیـر سره د اجنبـی اتـومـونو لکـه O2 ، S و N2 او داسی نـورو درلودونکـی دی . په قـطرانـونـو کی د هـایدروجن محتـوی د غـوړیو څخه کـمه ده . د قـطرانـونـو مالـیکـولی وزن د 2500 څخه کـم او کـثافـت یی 1gr/cm3دی . د قـطرانـونـو په مالـیکـول کی اروماتـیکـی او نـفـتـینی متراکـمی کـړي شتـون لـری چی اجنـبی اتـومـونه هغـوی سره آړیکـه نـیسی .
3.10.1- اسـفــالتـینـونه
اسفـالتـین نـصواری یا تـور پـوډر دی . مالیکـولی وزن یی د قـطرانـونـو څخه زیـات دی اوپه هغوی کی د هایدروجـن محـتوای د قطـرانـونـو څخه کـمه ده . پـه تـرکـیب کی یی Pb ،Fe ، Ni ، V اوداسـی نـور شـامـل دی .
اسفـالـتیـن په نفـتی محصولاتـو کی په ښـه تـوګـه سره کـلویـیدی محلـولـونـه تـشکیـلوی . اسفـالتـیـن په بـنزول ، کــلوروفـارم ، کــاربـن ډای سلـفـایـد او تـتراکــلورو میـتان کـی په اسـانی سره حل کیږی .
د اسفـالـتیـن د مالـیکول په تـرکیـب نـفتـینی او آروماتیـکی مـتراکـمی کـړي چی د لـنډو جـانـبی زنځـیرونـو درلـودونکـی دی شامـل دی . اسفـالـتـین په نـورمـال پـارافـینی هایدروکاربنونو او سپک بنزین کی نه حل کیږی . د همدغه وجی له نظره د قطرانونو او غوړیو څخه د اسفالتین د جداکولو لپاره ګټه اخیستل کیږی .
اسفالـتیـنونه قطـبی مالـیکـولـونه دی او د قطـرانـونـو قـطبـی مالـیکـولـونه په خپـل چاپـیـریـال جـذبـوی . په ټـولـه کی دغـه ذرات د روغـنـیاتو په چاپـیـریـال کی ځای نـیـسی . کـه پـه بـیـټـوم کی د قطـرانـونـو انـدازه کـمه وی ، پـه دغـه صورت کی د اسفـالـتـین مالـیکولـونه په ښـه تـوګـه نه شـی پوښ کولای . په همـدی ترتیـب که چیـری د بـیـټـوم اندازه د ټـاکــلو سلـونو څخه اضافـه وی بیا هـم د اسفالـتـیـن د دوو ذرو تـرمنـځ فاصلـه زیاتـیـږی چی په نتـیجه کی د قـیـر د نښـلـیـدلو خواص خرابـیـږی . عـلاوه پـر دی کـه چـیـری د قـطران او اسفالـتـیـن اندازه د ټـاکــلی سلـنی څخه تغیـر وکـړی ، طبـعـی ده چی د بیـټـوم کـیفـیـت ټـیـټـوی . مثال په طـور که چـیـری په روغـنـیاتو کی د آروماتـیک محتـوی د ټاکـلی نـورم څخه زیـاتـه شی د وخـت په تیـریـدو سره د قطـرانـونـو مالـیکـولـونه په خپـل ځان کی حلـوی او قـیـر کیـفـیـت ته تغـیـر ورکـوی .
څـرنګـه چی مخکـی یادونه وشوه چی د قیـرونو خواص د هغـوی نفـتـی سرچیـنـی پـوری آړه لری کـوم چی استخـراج کـیـږی.
شکـل (3.1) د قـطرانـونـو، غـوړیـو او اسفـالـتـیـن تغـیـرات ښـئی .
4.10.1- کـاربــن کــاربـایـد
کـاربــن کــاربـایـد تقـریـباً95% کـاربـن لـری . اود هغـو مرکـباتو څخه عـبارت دی چی د ډیـر لوړ مالـیکـولی وزن لـرونکـی دی . کـاربــن کــاربـایـدونـه په خـپل تـرکـیب کی نـفـت اود نـفـتو د اولی تصفـیی پاتی شونی نه لـری بلکـه پـه نـفـتی بلـنـدالحـرارت عمـلـیاتو کی( لکه کـتلـستی انشقاق) په لاس راځی . کـاربـن په CS2 کی نـه حـل کـیـږی ، ولی کـاربــن کــاربـایـدونه په هـیـڅ محلـل کی د حـل وړنـه دی .
5.10.1- اسفـالـتینی تیـزابـونه (پـولی نـفـتـیـنی تیـزابـونه)
دغـه تـیـزابـونه د قـطرانـونـوسره ورتـه والی لـري . اود تـیـزابی خاصیـت لـرونکی دی . او کثـافـت یی د 1gr/cm3څخه زیـاتـر دی . په الکـولـو او کـلـوروفـارم کـی حـل کـیـږی . همدارنګـه په کمـه اندازه په بـنـزیـنو کی هـم حلـیـږی .
قـیـر د صنعت په بـیلابـیلو چــارو لکـه د سـړک رغـونی قیـر، هایـدروتخنیـک ، د پایـپ لایـنونو د پوښ کـولـو ، ساختمانی قـیـرونو او داسی نـورو لـپاره استعمالـیـږی . د یادولو وړده چی دهغه 75%د سـړک رغـونی قـیـرونه تشکـیـلـوی .