ژباړه: ایمل فهیم
قـیــر دهـایـدروکـاربنونو پیچلی مخلـوط دی چی د نـفتـو پاتی شونو او نـفتـی محصـولاتو څخه په لاس راځی .
نـفـت دهایـدروکـاربنونو مـخلـوط دی چی دهـغـوی سرچینی او منـابـع غالبـاً د ځـمکـی په ژورو او اعـماقـو کی شتـون لری . دغه ماده د پـیـړیو وړاندی د ګـاز په ډول په اور ځـایـونو اود قـیــر په شکـل پیـژنـدل کیـده لکه څـرنګـه چی په مـقـدسو اوتـاریـخی کتـابـونـو کـی ورتـه اشـاره شـوی ده ، د بـابـل د بـرج په ودانـی کی د قـیـر څخه ګـټـه اخیستل شـوی ده او د حـضـرت نــوح(ع) کـښتـي اود حـضـرت مــوسـی (ع) زانـګـود قـیــرپه واسـطه پــوښ شـوی وه .
بـابـلـیـانو د قـیــر څخه په څـراغـونو کی داحـتـراق وړ مـادی په تـوګـه ، دغـیرقـابـل کـیـدو په مـوخـه ، د جـادو د ټـیـنـګـښت په مـوخـه اونـورو چــارو کـی ګـټـه اخـیستـله .
مـصـریـانـو په اولـو کـی خـپل مـړي د قـیــر په واسـطه مـومـیـای کـول بـالاخـره ددغـه بـاارزښـته مـادی څخه مـختلفـی ګـټـی اخـیستل کـیدلـی .
څــرنګـه چی زمـونـږ ګـران هـــیـواد د زیـاتـو نـفتـی زیـرمـو درلـودونـکـی دی . کـولایی شو ددغـه بـاارزښتـه مـادی څخه قـیــر په لاس راوړو اوپـه مخـتلفـو ځـایـونـو کی دهـغـه څخه ګـټـه واخـلو . زمـونـږ په هــیـواد کی دغـه مـادی ته خــورا زیـاتـه اړتـیـا لـیـدل کـیـږی . اود قـیــر لـویـه بـرخـه د سـړک په رغــونـه کی استعـمـالـیـږی . هـمـدارنګـه د قـیــرڅخه په مـختـلفـو ځـایـونـو کی د اوبـود نـفـوذ ضـد ، بـریـښـنا لـیـنـونو دعـایـق په تـوګـه اوداسی نـورو ځـایـونـو کی ګـټـه اخـیـستـل کـیږی .
طــرح شـوی پـروژه د دیـپـارتـمـنـټ له خـوا د 000063 ټـن فـی شـبانه روز په تـولـیـدی ظـرفـیـت راکـړل شـوی ده ، چی د شـپـږو بـو بـرخـو درلـودونـکی ده . تیوریتیکی بـرخـه ، د تکنالوژیکی محاسـبـاتـو بـرخـه ، د مـیخانـیکـی محاسـباتـو بـرخـه ، د اتـومـاتـیزیـشـن د کـنتـرول بـرخـه ، د کــارد مـصـونـیـت او بی خـطره تخـنـیک برخـه اود اقـتـصـادی محـاسبـاتـو بـرخـه .
د تـکـنالـوژیکی محـاسـبـاتـو په بـرخـه کـی مـادی او حـرارتی بـیلانـس په خـورا دقـیـقـه تـوګـه محاسـبـه شـوی دي . د مـیخانـیکـی محاسباتو په بـرخـه کی د برج ارتـفـاع ، قـطـر ، د بـدنـی د پـوښ پـیـړوالـی ، د برج پیړوالی ، د بیضوی قعر د پوښ پیړوالی اود سوریو د ټینګښت محاسبی په ډیر غور سره سرته رسیدلی دی .
د اتـومـاتـیـزیـشـن د کـنـتـرول بـرخـه کی د اتـومـاتـیـک کـنـتـرول د آلاتـونـصـب ، د کــار د مـصـونـیت په برخه کی د بی خطری تدابـیـر اوهمدارنګه په اقـتصادی بـرخـه کـی مهـمـی اقـتـصـادی ځـانـګـړتـیاوي شـاملـی دی .