ژونداو مبارزه
قیس افغان
تاریخ: (۱۳۷۲هـ .ل کال – ۱۳۹۵ هـ .ل کال) ( 2016 ز.کال- 1993 ز. کال )
قیس افغان د عید مرجان زوی حیدرخان لمسی په ۱۳۷۰/۹/۱۲ هـ .ل او په 3/12/1991 ز. کال د افغانستان جنوب ختیځ زون خوست ولایت اسمعیل خېلو او مندوزیو ولسوالۍ څړبني کلي اړوند ى دقانون خېلوکلي په یوه بشرپاله او وطن پاله کورنۍ کې پیدا شویدی.
په ۱۳۷۲ هـ. ل او په 1993 ز کال یعنې د خپل عمر په دوه کلنۍ کې دافغانستان په ناخوالو کې دخپل پلار په وفات سره د پلار له خواږه نعمت څخه بې برخې او په همدې دوه کلنۍ کې د ګوزڼ ناروغۍ په سبب مې ښۍ پښه معیوبه شوه؛ خودغو پېښو زما ژوند نه دی متأثره کړی؛ ځکه ، چې زما طبعیت او مزاج دکلک هوډ، په ځان باور ، مبارزه او بشرپالنه له ځانګړنو څخه متشکل دی.
په ۱۳۷۷ هـ . ل او 1998 ز کال دخپلې اسلامي عقیدې له مخې دقران کریم د زده کړې لپاره دحیدرخېلو قوم مدرسې ته شامل اود سهار له اوو بجو څخه د ماسپښین تر یوې بجې (07:00AM – 01:00PM) پورې تقریباً په مجموعي ډول د لسوکیلومتره (10Km) لارې په پلي تګ کولو مې د مدرسې لوستل پیل کړل. دمرسې څخه دراتګ وروسته مې په یوه ټولګي کې، چې زموږ دکور په درې کېلو مترۍ (3Km) فاصله کې یې موقعیت درلود زده کړه هم کوله ، چې نوموړی ټولګی د پاملرنې (CARE) مؤسسې په مرسته فعال وو.
د ۱۳۷۸هـ .ل کال په پای او په 1999 ز. کال کې پدې بریال شوم ، چې دقران کریم زده کړه بشپړه کړم او ددې ترڅنګ مې د ښوونځي زده کړې هم تر درېیم ټولګي پورې ورسولې. ددې وروسته راته په ډېر کوچنیوالي کې دخیاطۍ د زده کړې موقع برابره شوه.
په ۱۳۷۸ هـ . ل او 25/0/1999 ز. کال یعنې دخپل عمر په (۸) کلنۍ کې دخپل کلي څخه تقریباً په اته کیلومترۍ (8Km) فاصله یعنې دخوست په ښار کې دافغان جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام مؤسسه په نوم مؤسسه کې چې معیوبین یې په دوو: خیاطۍ او بوټ دوزۍ برخو کې روزل په خیاطۍ برخه کې شامل شوم.
کله به، چې دسهار له خوا له خوب څخه پاڅېدم ؛ نو لومړۍ به مې لمونځ اوتلاوت کولو وروسته به مې د ټول کلي نجونواو هلکانوته دقرانکریم زده کړه ورکوله .
د چای څښلو وروسته به تقریباً د درې کیلومتره (3Km) په فاصلې د خوست او ګردېز عمومي سرک د شهیدانو ترسیمې پورې په پلي تګ تلم دا ځکه ، چې : له یوې خوا زموږ کلی په یوه غرنۍ او وروسته پاتې سیمه کې موقعیت لري او بل دا ، چې زموږ په کلي اود کلي په شاوخوا کې مو دموټر امکانات هېڅ نه وو. که څه هم پلی تګ زموږ دافغانانو عادت جوړ شوی ؛ خو زما معیوبیت ، کوچنیوالی او د شرایطو نامساعدوالی زما پر وړاندې تر ټولو ستر خنډونه وو.
د درې کیلومتره (3Km) پلي تګ وروسته به په موټر کې خوست ښار ته تلم په خوست ښار کې به مې دسهار له اوو بجو څخه دماسپښین تر دوو بجو پورې (07:00AM – 02:00PM) په افغان جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام مؤسسه کې دخیاطۍ زده کړه کوله دخیاطۍ زده کړې څخه تر رخصت کېدو وروسته به بیا هم دشهیدانو ترسیمې پورې په موټر کې اوله هغه ځای څخه به ترخپل کور پورې به مو بیا هم درې کیلومتره (3Km) پلی مزل کولو.
کورته تر رسیدو وروسته به مې په دوهم ځلي ډول د ټول کلي نجونو او هلکانو ته دقران کریم زده کړه ورکوله. شپږ میاشتې وروسته دافغان جرمن تخنیکي تربیوي پروګرام مؤسسې څخه په عالي درجه فارغ اود فراغت سره جوخت مې دخوست په ښار کې دسیف الله په نوم خیاط سره دخیاطۍ کاروبار پیل کړ.
دا چې دطالبانو په دوره کې زه ډېر کوچنی وم، کله به ، چې دقران کریم د زده کړې لپاره دیني مدرسې ته تلم ؛ نو ما به لیدل ، چې یو شمېر هلکان زموږ د دیني مدرسې سره په خوا کې ښوونځي ته دخپلو زده کړو لپاره تلل او یو شمېر هلکان به دیني مدرسې ته د زده کړې لپاره راتلل ؛ نو ما به هر وخت له ځان څخه دا پوښتنې کولې، چې هلکان زده کړې کوي؛ نو دا نجونې ولې زده کړې نه کوي؟ اوکه خلک نه غواړي ، چې دوی ته روزنه ورکړي؟ اوکه زه زده کړې وکړم نجونو او ټولو خلکوته به ډېر خدمت کوم.
خو دا پوښتنې له ماسره ناځوابه پاتې وې. کله ، چې دطالبانو دوره پای ته ورسیده اود افغانستان اسلامي جمهوري دولت نوی په کار پیل وکړ؛ نو ومې لیدل ، چې په لږ شمېر نجونې او په زیات شمېر هلکان ښوونځیو ته ځي او خپلې زده کړې کوي نو خپلو پوښتنو ته مې کرار ، کرار ځواب په پیدا کېدو شو.
یعنې له ډېر ماشومتوب څخه زما دا هیله او هڅه وه، چې په ډېر ښه ډول خپلې زده کړې وکړم؛ ترڅو له دې لارې محکومې طبقې یعنې اناثو او په مجموع کې ټول بشریت ته دخدمت کولو جوګه شم.
نو په همدې اساس کله ، چې دافغانستان اسلامي جمهوري دولت نوی په کار پیل وکړ؛ نو ما هم وغوښتل ، چې په ۱۳۸۲ هـ . ل او 2003 ز. کال بیا خپلې زده کړې پیل کړم ؛ څرنګه ، چې تر درېیم ټولګي پورې مې مخکې زده کړې کړي وې؛ نودتصمیم مطابق دسویې ازموینې له لارې د پوهاند عبدالحی حبیبي عالي مرکزي لیسې په دریم ټولګي کې شامل شوم اوخپلې زده کړې مې پیل کړې.
د زده کړو سره په خوا کې مې دا اراده وکړه،چې دکالیو ګنډل پریږدم او زما د لګښت لپاره دزده کړو سره په څنګ کې یوه بله دعوائیدو منبع پیدا کړم، دا ځکه ،چې نوموړی کسب ما له ډېر کوچنیوالي څخه راپیل کړی وو په همدې سبب په ۱۳۸۲ هـ . ل او 2003 ز .کال دخوست ولایت دښځو چارو رئیسه اود طالبانو دورې وروسته په خوست ک دنجونو دزده کړې، دښځو دفعالیتونو او دنجونود بې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې بنسټ ایښودونکي اغلي ساهره شریف ، چې په اوسني وخت کې په ولسي جرګه کې دخوست ولایت دخلکومنتخبه استازي ده، دخوست دښځو چارو په ریاست کې د قراردادي اجیر په توګه مقرر شوم.
واقعیت دی، چې اغلي ساهره شریف ، چې زه ورته دخپلې مور خطاب کوم بې مثاله لوړ شخصیت اواهلیت لري، چې تراوسه یې دخلکو په خدمت کې شپه او ورځ یوه کړیده. پاتې دې نه وي، چې په دې وخت کې زما عمر د مقررۍ په قانوني معیار پوره نه وو؛ خود دولت ابتدائي والي او زما دستونزو په نظر کې نېولو سره پردې دنده وګمارل شوم. د ماسپښین تریوې بجې (01:00PM) پورې به مې دخوست دښځو چارو په ریاست کې دنده ترسره کوله او له هغې وروسته به مې د ښوونځي زده کړه کوله. سهار او مازدیګر مې د کلي نجونو اوهلکانوته د قران کریم زده کړه هم کوله او په همدې ۱۳۸۲ هـ . ل او 2003 ز. کال کې مې جدي هڅه وکړه، چې خپلې هغې پوښتنې ته ، چې نجونې ولې زده کړې نه کوي؟ په خپل کلي کې ځواب پیدا کړم اونجونو ته په شخصي ډول د زده کړو بهیر پیل کړم؛ خویو عالم مشکلات مې مخې ته پراته وو.
اول: دا ، چې زمونږ کلی په یوه غرنۍ او وروسته پاتې سیمه کې موقعیت لري. دنجونو د زده کړې امکانات خو پرېږده په مجموع کې د زده کړې ډېر کم امکانات موجود وو.
دوهم: دا، چې زموږ په سمیه کې دنجونو د زده کړې په برخه کې بې ساري سخت کلتوري محدودیتونه موجود وو.
درېیم : دا، چې ما په ډېر معیوب حالت کې نشول کولی ، چې ټولو کارونو ته رسیدګي وکړم؛ ځکه بې حده زیات بوخت وم او هېڅ وخت مې نه درلود ، چې نوموړی کاروکړم ؛ خو زما دخپلو طبعي ځانګړنو (کلک هوډ، پرځان باور، مبارزه او بشرپالنه) په اساس مجبور وم ،چې نوموړی کار وکړ؛ ځکه دا زما طبعیت نه قبلوله، چې نوموړی کار دې پاتې شي.
په پیل کې دخپل هغه نفوذ او محبوبیت څخه په استفادې سره، چې په کلي کې مې دیوه فعال شخص اودکلي نجونو او هلکانوته دقران کریم د زده کړې د ورکولو په وجه مې ترلاسه کړی وو استفاده وکړه او په یو لوی ابتکار سره مې یوه ښځينه شورا جوړه کړه؛ ترڅو د کلي هلکانو او نجونو د زده کړې اود ښځیناوو اړوند ټولې چارې ترتیب اوتنظیم کړي اونجونې مې هم دېته وهڅولې ، چې خپلې زده کړې وکړي. له هغې وروسته د ښځینه شورا په همکارۍ او د ډېرو خبرو اترو په پایله کې مو د کلي خلکو ذهیت اواراده دېته اماده کړل، چې نجونې دې زده کړې وکړي. دتدریس چارې اود زده کوونکو د زده کړو لګښت مې ورته په خپله غاړه واخیستل ؛ نو ومې غوښتل ، چې نجونوته په عملي ډول زده کړې پیل کړم. په لومړیو کې مې هېڅ امکانات په لاس کې نه درلودل یوازې او یوازې مو یو قلم او یوه کتابچه درلوده.
دا ځکه ، چې دنوي دولت پیل وو په اطرافي سیموکې هېڅ امکانات نه وو په ډېر ابتدايي ډول مې پنځوتنو نجونو ته ، چې د زده کړې سره یې زیاته مینه درلوده دمازدیګر پروخت اودځینونورو وزګارو وختونو څخه په استفادې مې په خپل کلي کې د زده کړو بهیر پیل کړو.
د وخت په تیریدو سره مې پنځو واړو نجونو زده کوونکو ته کتابونه، کتابچې، قلمونه، پنسلونه اونور اړونده لوازم په خپله تنخوا له بازار څخه واخیستل سر بېره پردې مې د ښځو چارو په ریاست کې دنده په پوهاند عبدالحی حبیبي عالي مرکزي لیسه کې زده کړې اود زیاتو کیلومترو (Km) په فاصلې پلي مزل هم ترسره کولو دهمدې ۱۳۸۲هـ .ل کال په پای او 2004 ز. کال په پوهاند عبدالحی حبیبي عالي مرکزي لیسه کې څلورم ټولګي ته په دوهمه درجه بریالی شوم.
د ۱۳۸۳ هـ . ل کال په پای او 2004 ز. کال پنځم ټولګي ته په لومړۍ درجه بریالی شوم پنځم ټولګی مې په ژمینو رخصتیو کې په شخصي لګښت ولوستو اود ۱۳۸۴ هـ . ل کال په پیل او په 2005 ز. کال کې مې دترفیع ازموینه ورکړه او شپږم ټولګي ته بریالی شوم په ۱۳۸۴ هـ . ل او 2005 ز. کال کې مې شپږم ټولګی ولوست سره له دې، چې شپږم ټولګي ته مې دترفیع ازموینه ورکړي وه؛ خو زما د سختې مطالعې برکت وو، چې اووم ټولګي کې هم په دوهم درجه بریالی شوم.
په ۱۳۸۵ هـ . ل او 2006 ز. کال کې مې اووم ټولګی ولوست او په لومړۍ درجه اتم ټولګي ته بریالی شوم ،اتم ټولګی مې دهمدغې ۱۳۸۵ هـ . ل کال په پای او په 2007 ز. کال په ژمنیو رخصتو کې په خپل شخصي لګښت ولوستو او د ۱۳۸۶ هـ . ل کال په پیل او 2007 ز. کال کې مې بیا هم دترفیع ازموینه ورکړه اونهم ټولګي ته بریالی شوم ،نهم ټولګی مې په همدې ۱۳۸۶ هـ . ل او 2007 ز.کال کې ولوست اوخپلو زده کړو ته مې په عادي ډول دوم ورکړو.
لکه څرنګه ، چې مې په خپله دنده او خپلو زده کړو کې بې ساري جدي هڅې کولې همدا ډول مې د پنځوتنونجونو په تدریس، په شخصي لګښت دکتابونو او قرطاسیې اخیستل او د دوی نورو اړونده چارو کې بې حده زیاتې هڅې اوکوششونه کول او همداسې مې دخپلو زده کړو سره په څنګ کې د دوی د زده کړو بهیر هم جاري ساتلی وو؛ خو ستونزه داوه، چې دنجونو د زده کړو بهیر د دولت یاکومې بلې ادارې سره رسمیت نه درلود هروخت مې دا هڅه هم کوله ؛ترڅو رسمیت ورکړم؛ خو پاتې راتلم سره له دې د دوی د زده کړو ټوله پروسه مې په بشپړ ډول درسمي زده کړو په معیار ترتیب او تنظیموله اوهر پورته ټولګي ته دتګ لپاره مې ورڅخه دوې کلنۍ ازموینې اخیستلې.
لنډه دا چې نجونوته مې په ډېر لوړ معیار تدریس کولواو دوی هم په ډېر ښه شکل او په ډېرې لیوالتیا سره زده کړه کوله؛ خوداسنادو په برخه کې یې برخلیک نامعلوم وو؛ خو بیا هم زه پدې کلک باوري وم،چې د دوی زده کړو ته به رسمیت ورکوم لکه څرنګه ، چې په پښتو ژبه کې متل دی،چې وايي: له یوه لاس څخه ټک نه خیږي ؛ نو ماهم پدې کم عمر او په دومره زیاتو فعالیتونو سره د نورو همکاریو ته اړتیا درلوده. دخوست د ښځو چارو ریاست پخوانۍ رئیسه او په اوسني وخت کې په ولسي جرګه کې دخوست خلکو منتخبه استازي محققه ساهره شریف د ۱۳۸۲ هـ . ل او 2003 ز. کال راهیسې تر نن ورځې پورې له ماسره دندې ته په جذب ، د دندې په اجراء او نورو برخوکې دیوې مخلصې او بشرپالې مور په څېر مرستې اوهمکارۍ کړيدي ؛خو کله چې اغلي ساهره شریف په ۱۳۸۴ هـ . ل او 2005 ز. کال دخوست دخلکو له خوا په ولسي جرګه کې استازي وټاکل شوه؛ نو اغلي روګل ځدراڼ دخوست دښځو چارو درئیسې په حیث وټاکل شوه؛ نو د ۱۳۸۴ هـ . ل او 2005 ز . کال څخه تر ۱۳۸۵ هـ . ل او 2006 ز. کال پورې یعنې یوکال مې د اغلي روګل ځدراڼ سره دنده اجراء کړه،نوموړي هم پرما دیوې مهربانې مور په څېر شفقت کولو.
خود ۱۳۸۶ هـ . ل کال په پیل او 2007 ز. کال کې د وزارت څخه راغلي تشکیل پراساس مې دنده پای ته ورسیده ؛ نو د همدغې ۱۳۸۶ هـ . ل او 2007 ز. کال راهیسې دخپلو او دنجونو د زده کړو دلګښت دپاره دعوائیدو دنشتون سره مخامخ شوم ؛ځکه چې دنده مې پای ته رسیدلي وه.
د ډېرو هڅو او تلاشونو وروسته هم پدې بریالی نشوم،چې یوه دنده پیدا کړم ؛ترڅو زما دخپلو زده کړو او دنجونو د زده کړو د بهیر جاري ساتلو دپاره پرې لګښت پوره کړم. زده کوونکو هم راته شپه او ورځ دوعاګانې کولې ؛ ترڅو زه یوه دنده پیدا کړم ؛ خو بیا مې هم کلک هوډ درلود او په ځان پوره باوري وم، چې خپلې زده کړې اودنجونو دزده کړو بهیر به جاري ساتم . زده کوونکوته مې هم ډاډ ورکولو،چې تاسو هېڅ اندېښنه مه کوئ ښوونځي ته لاړم اود ښوونځي څخه رخصت شوم درخصت کېدو وروسته یومارکېټ ته داخل شوم، چې هلته مې یوکالي ګنډونکی ملګری وو. له هغې سره مې خبرې وکړې ؛خوټول حال مې ورته بیان نه کړو ؛ خو یوازې مې ورته دومره وویل ،چې ډېر ایسار یم .
خو وروسته پدې ورسره سلا شوم، چې په اونۍ کې به یو جوړ کالي راکوې اوزه به یې درته ګنډم او بیا به یې ورته راوړم ؛نو له هغې وروسته به ماته یو سلوشل (۱۲۰) کلدرې راکوې ماکه هرڅومره هڅه وکړه، چې په اونۍ کې باید د یو جوړ کالیو څخه زیاتې جوړې راکړي ؛ترڅو زما مصارف پوره کړي؛خودنوموړي ټینګار پدې وو، چې زه په اونۍ کې دیو جوړ کالیو څخه زیات کالي نشم درکولی؛ ځکه ، چې زه یې هم نه لرم؛ خو په همدې یوه جوړه مې ورسره توافق وکړ، دوه کاله یعنې د ۱۳۸۶هـ . ل کال له پیل او 2007 ز. کال څخه تر ۱۳۸۷ هـ . ل کال تر پایه او 2009 ز . کال پورې مې خپل لګښت یعنې ښار ته د زده کړو لپاره دتګ اوراتګ ، دخپلو زده کړو لپاره قرطاسیه اخیستل ، زما نور شخصي مصارف، دنجونو د زده کړې کتابونه او قرطاسیه او دېته ورته نور لګښتونه مې دهمدې کالیو ګنډلو له لارې پوره کول.
په ۱۳۸۷ هـ . ل او 2008 ز.کال کې زموږ دکلي څخه په دوه کیلومترۍ (2Km) فاصله کې دیوه لوی غره په لمن کې دکوچیانو د پاره لیلیه لرونکی ښوونځی جوړ شو ؛ خو په نوموړي ښوونځي کې یوازې او یوازې دکوچیانو هلکانو زده کړه کولی شوه نورو هلکانوته دکوچیانو دمشرانو د پرېکړې په اساس په نوموړي ښوونځی کې د زده کړې حق اواجازه نه ورکول کېده.
د کوچیانو لیلیه لرونکي ښوونځي کې په ۱۳۸۸ هـ . ل او 2009 ز. کال کې په رسمي ډول د زده کړو بهیر پیل شو. ماهم په همډې ۱۳۸۸ هـ . ل 2009 ز. کال کې وغوښتل ،چې په نوموړي ښوونځي کې د ښوونکي په دنده وګمارل شم. کله ، چې د ښوونځي دمدیر سره مې ملاقات وشو او خبرې مې ورسره وکړې ؛ نو ما ورڅخه د ښوونکي په حیث د دندې غوښتنه وکړه؛ ځکه ما په همدې ۱۳۸۸ هـ . ل او 2009 ز. کال کې په یوولسم ټولګي کې زده کړې کولې یعنې د یوولسم ټولګي زده کوونکی وم ؛ نوهغې له ماڅخه پارچه کې په تحریري ډول سختې پوښتنې وکړې؛ خو زما استعداد هم کم ساری وو؛نو په همدې سبب مې ورته پارچه حل کړه له هغې وروسته یې له ماسره دقراردادي ښوونکي په صفت دمقرری موافقه وکړه. ماهم بې له ځنډه د ښوونکي په صفت دقراردادۍ پر اسنادو کارپیل کړو او د کوچیانو په لیلیه لرونکي ښوونځي کې دقراردادي ښوونکي په حیث مقرر شوم.
په همدې ۱۳۸۸ هـ . ل او 2009 ز. کال کې زموږ په کلی کې د پنځوتنو نجونو زده کوونکو د ښې زده کړې او ښې روزنې او په دوی کې دمثبت لوی بدلون په لېدو سره په کلي کې یوه لوی بدلون ته لار هواره شوه او دکلي ټولو نجونواوهلکانو د زده کړې غوښتنه وکړه؛ خو د دوی والدین دېته حاضر نه وو، چې په کلي کې دې دنجونو او هلکانو د زده کړې بهیر دومره پراخه شي؛ خوماهم دموقع څخه په استفادې او دکلي د ښځينه شوار څخه په همکارۍ دنجونو او هلکانو د والدینو سره په یوه اونۍ کې څو وارې لیدنې وکړې او دوی ته مې داسلام له لحاظه او نورو اړتیاوو له پلوه دنجونو پر زده کړې رڼا واچوله ؛ خو کله یې ، چې د زده کړو دلګښت مسئله رامخې ته کړه؛ نو لګښت مې بیا هم ورته په خپله غاړه واخیستو . دوی هم قناعت وکړ او دېته یې غاړه کېښوده، چې نجونې او هلکانوته اجازه ورکړي ؛ ترڅو زده کړې وکړي.
بې له ځنډه مې ټولې نجونې او هلکان راټول کړل اود ښو زده کړو ورکولو ډاډمې ورکړو اود زده کړو پرارزښت مې هم ورته خبرې وکړې له هغې وروسته مې څلورویشت (۲۴) تنه نجونې ،چې عمرونه یې دلسواو شلو (۱۰-۲۰) کالونو ترمنځ وو دیوه ټولګي په لېست کې شاملې کړې دېرش (۳۰) تنه ، چې عمرونه یې د شپږو او لسو (۶-۱۰) کالونو ترمنځ وو ،چې پنځلس (۱۵) تنه یې نجونې وې او پنځلس (۱۵) تنه یې هلکان وو دیوه بل ټولګي په لېست کې شامل کړل او بیا مې کورته دتګ اجازه ورکړه. دشپې پرمهال مې د دوی دامکاناتو د پیدا کېدو په اړه ډېر غور او فکر وکړو؛ خودې نتیجې ته ورسیدم ،چې سبا ته به د حاجي زاهد په نوم یو تن ته ، چې تازه دسعودي عریستان څخه راغلی وو ، ورځم اوټوله مسئله به ورسره شریکوم؛ ځکه ، چې نوموړی کس ډېر سخي سړی وو، کله چې سبا ته نوموړي کس ته ورغلم او ټوله مسئله مې ورسره شریکه کړه؛ نوهغې زما فعالیتونه ډېر خوښ کړل او له هغې وروسته د ښار پر لور روان شوو، په ښار کې یې دڅلورویشت (۲۴) تنو نجونو لپاره یوه تخته او قرطاسیه اود دېرش (۳۰) تنونحونو او هلکانو زده کوونکو لپاره یې راته قرطاسیه واخیسته ، ما ورڅخه ډېره مننه وکړه او ډېر خوشاله شوم ؛ ځکه ، چې موږ پدې برخه کې ډېره اړتیا درلوده زده کوونکو ته مې راوړل په بله ورځ مې هغه کتابونه ،چې پنځو تنو نجونوته مې اخیستي وو او هغوی پکې لومړی زده کړې پیل کړې وې هغه مې ښار ته راوړل اوله هغې فوتوکاپۍ واخیستې او له فوتوکاپیو مې زده کوونکوته کتابونه جوړ کړل.
بله ستونزه مو داوه، چې د زده کوونکو د ناستي دپاره مو هېڅ هم نه درولدل ؛ نود سیمنټو تشې بورۍ (بوجۍ) مې راپیداکړې او له هغې مې ورته دناستي د پاره پوزي جوړ کړل. په ابتدايي ډول د درس جریان د پیل کېدو وروسته په داسې پلان سره مخته لاړم ، چې نوي زده کوونکي مې چې څلورویشت (۲۴) تنه یې لویې نجونې وې اودېرش (۳۰) تنه یې کوچنۍ نجونې اوهلکان وو دهغو پنځوتنونجونو زده کوونکو په همکارۍ ،چې د زده کړو بهیر مې ورته تر اووم ټولګي پورې رسولی وو تر روزنې لاندې ونېوې د زده کوونکو دسرپناه لپاره مو هېڅ امکانات نه درلودل ؛ خو په اوړي کې مو د ونو اوبوټو له سیوري او په ژمي کې مو د پیتاوي څخه ګټه اخیسته .
د سهار پروخت به دکوچیانو لیلیه لرونکي ښوونځي ته تلم اوهلته به مې تر دوولسو بجو (12:00AM) پورې تدریس کولو له تدریس وروسته به تر ښاره پورې تلم او هلته به مې دیوې بجې څخه ترڅلورو بجو (01:00PM – 04:00PM) پورې خپلې زده کړې کولې له هغې وروسته به خپل کلي ته راتلم اود پنځو تنو نجونو زده کوونکو دتدریس چارې به مې پرمخ وړې او ددې ترڅنګ مې څلوېښت فیصده (40%) دنویو زده کوونکو،چې ټولیز شمېر یې څلورپنځوس (۵۴) تنوته رسیده دتدریس چارې هم پرمخ وړې.
په ۱۳۸۹ هـ . ل او 2010 ز. کال کې دپوهاند عبدالحی حبیبي عالي مرکزي لیسې څخه په عالي درجه فارغ اودهمدې ۱۳۸۹ هـ . ل کال په پای او 2010 ز. کال کې مې دکانکور په ازموینه کې ګډون وکړو اودخپل ذوق سره سم د شېخ زاید پوهنتون دحقوقو اوسیاسي علومو پوهنځی ته بریالی شوم.
د ۱۳۹۰ هـ . ل کال په پیل او 2011 ز. کال کې مې دخوست ولایت دشیخ زاید پوهنتون په حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی کې دلیسانس په کچه خپل تحصیل پیل کړو دکوچیانو په لیلیه لرونکي ښوونځي کې مې دښوونکي په حیث دنده پای ته ورسیده ؛ ځکه ، چې دسهار له خوا مې دپوهنتون درسونه لوستل ؛ خودماسپښین له خوا د ښوونکي په حیث راته دنده نه پیدا کېده بیا مې هم دکالیو ګنډل پیل کړل. له دې لارې مې دخپل ځان او په ټولیز ډول د نهه پنځوسو (۵۹) زده کوونکو د زده کړو ټول لګښتونه برابرول او په لسګونو وارې مې هڅه کړېده ، چې ددې زده کوونکو لپاره له دولت څخه رسمیت ، کتابونه، قرطاسیه اود ښوونکي د پاره د تنخوا امر واخلم ؛ خو بیا هم نه یم بریالی شوې،چې دا کار وکړم؛ خوناهیلی او نا امیده شوی هم نه یم او خپلې هڅې مې همداسې جاري وې.
د ۱۳۹۰ هـ . ل کال په وروستیو او 2012 ز. کال کې دیوه چا په مشوره دخوست ښا رپه شمال لویدیځه برخه د پروژې په باغ کې د پاملرنې (CARE) په نوم یوې مؤسسې ته ،چې د زده کړو په برخه کې یې کارکولو ورغلم اونوموړي مسئله مې ورسره شریکه کړه هغوی زما فعالیتونه ډېر وستایل او له ماسره یې ژمنه وکړه، چې موږ به ستاسو له زده کړوونکو څخه لېدنه کوو او کومه نوي پروژه ، چې زموږ مؤسسې ته را روانه ده په هغې کې به ستاسې زده کوونکي شاملوو.
همداسې وشول زموږ د زده کړئیز بهیر څخه یې لېدنه وکړه دوې میاشتې وروسته ، چې کله پروژه راغله موږ یې په جریان کې کړو، نوي پروژه ، چې د بیکن په نوم یادېده کارکوونکي یې راغلل او زموږ زده کوونکي یې په دوو ټولګیو څلورویشت (۲۴) تنه لویې نجونې زده کوونکي یې د چټکو زده کړو په پروګرام کې ، چې په ټول کال کې به یعنې اوړي په ژمي به دوه ټولګیه درس لولي او دېرش (۳۰) تنه واړې نجونې اوهلکان به په عادي ډول یعنې په کال کې به یو ټولګی درس لولي شامل کړل یو زه په خپله دڅلورویشتو (۲۴) لویو نجونو زده کوونکو دښوونکي په حیث او بله یوه تنه د پنځو نجونو زده کوونکو له مینځه دکوچنیو دیرش (۳۰) زده کوونکو د ښوونکي په حیث د میاشتې د څلوراتیا (۸۴) ډالرو په مقابل کې مقرر کړو. کتابونه، قرطاسیه په ټولیز ډول د زده کړو ټول لوازم او سامان الات یې راکړل او په ۱۳۹۱ هـ . ل او 2012 ز. کال کې د زده کړو بهیر په رسمي ډول له پیله یعنې له لومړي ټولګي څخه پیل شو.
دتدریس ټولې چارې مې په خپله غاړه اخیستې وې یعنې څلورویشت (۲۴) تنو لویو نجونو، دېرش (۳۰) تنو کوچنیونجونو او هلکانو او پنځوتنو نجونو ته مې ، چې په ټولیز ډول نهه پنځوس (۵۹) زده کوونکي کېږي ، زده کړه ورکوله. بل دا چې هغه پنځه (۵) تنه نجونې زده کوونکي ،چې د ۱۳۹۰ هـ . ل کال ترپایه او 2012 ز. کال پورې یې نهم ټولګی هم بشپړ کړ؛ خوداسنادو په برخه کې یې برخلیک لاهم نامعلوم وو د ډېرو هڅو وروسته مې دخوست ولایت د پوهنې رئیس انجینر بختانور بختیار سره لېدنه وکړه اود پنځو تنو نجونو زده کوونکو حال مې ورته بیان کړو،چې نهم ټولګی یې بشپړ کړی دی؛ خوتراوسه د دوی زده کړې هېڅ رسمیت نه لري؛ خوده په جواب کې دوې خبرې وکړې:
اول دا چې موږ نوموړو پنځو نجونو ته هغه وخت رسمیت ورکوو،چې کله ورڅخه ترنهم ټولګي پورې یوه بشپړه ازموینه واخلو نولسم ټولګي کې به یې نیسو.
دوهم دا چې نوموړونجونو ته په خپل کلي کې ټولګي نشو جوړولی دوی به دنجونو یوه ښوونځي ته ، چې په هر څومره فاصله کې واقع وي رسیدګي کوي. ماورسره پدې خبرو توافق وکړو، پنځه دانې عریضې مې ولیکلې رئیس صاحب پرې احکام راکړل په ټاکلي ورځ مې پنځه واړې نجونې د بې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې ته حاضرې کړې او ازموینه یې ترې واخیسته پنځه لس (۱۵) ورځې وروسته یې نتیجه څرګنده شوه، چې په ټولیز ډول یې دسلو (۱۰۰) څخه نوي اوپنځه اتیافیصد (90%-80) پورې نمرې یې اخیستې وې او لسم ټولګي ته په ډېرو لوړو نمرو کامیابې شوې زده کړو یې رسمیت پیدا کړو.
په ښا رکې یې دنجونو بې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې ته معرفي کړې. که څه هم ښارله موږ څخه ډېر لرې وو؛ خو بیا هم موږ مجبور وو،چې په هر ډول وي باید نجونې په ښار کې دبې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې ته یې حاضرې کړو ؛ لکه څرنګه ، چې مخکې مې ورته اشاره کړېده ، چې زموږ کلی په یوه غرنۍ او وروسته پاتې سیمه کې قرار لري او بل دا ، چې زموږ په کلي اود کلي په شاوخوا کې دموټر هېڅ امکانات نه وو؛ خو په دې وروستیو کې زموږ دکلي بڼه نسبتاً بدله شوې په کلي اودکلي په شاوخوا کې مو د موټر امکانات هم پیدا شوي وو.
په خپل کلي کې مې دیوه تن دریور سره پدې توافق وکړو،چې د لس زره (۱۰۰۰۰) پاکستانۍ کلدارو په بدل کې به په یوه میاشت کې نوموړي پنځه تنه نجونې په اونۍ کې درې ورځې په ښارکې دبې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې ته وړې او راوړې هلته هم د نجونو د بې بي حلیمې عالي مرکزي لیسې مدیره سره مې پدې اړه هوکړه وکړه، چې په اونۍ کې به زموږ پنځه تنه نجونې درې ورځې راځي اودرې ورځې به نه راځي ؛ ځکه ، چې دفاصلې دلرې والي ستونزه لرو. هغې هم ومنله ، چې موږ به یې په حاضرۍ کې حاضرې نیسو ؛ نو دهمدې ۱۳۹۱ هـ . ل کال په پیل او 2012 ز. کال پنځو تنو نجونو په ښا رکې دنجونو په بې بي حلیمې عالي مرکزي لیسه کې خپلې زده کړې پیل کړې .
نوموړو پنځوتنو نجونو ته مې د ښې زده کړې ، ښې روزنې اوهمدرانګه د درو ورځو د زده کړو دجبران په خاطر په کلي کې هم په مسلسل ډول تدریس کولو. کومې پیسې ، چې موږ دپاملرنې (CARE) مؤسسې څخه دتدریس په بدل کې ترلاسه کولې هغه مونوموړي دریور ته ورکولې کوم، چې پنځه تنه نجونې یې په ښارکې بې بي حلیمې لیسې ته وړې او راوړې په ۱۳۹۳ هـ . ل او 2014 ز.کال کې زه هم دخوست ولایت دشېخ زاید پوهنتون دحقوقو او سیاسي علوم پوهنځی د اداره او دېپلوماسۍ څانګې څخه په علمي کادر درجه کې فارغ شوم. په همدې ۱۳۹۳ هـ . ل او 2014 ز. کال کې پنځه تنه نجونې هم د دوولسم ټولګي څخه په عالي درجه فارغې شوې او دهمدې ۱۳۹۳ هـ . ل کال په پای او 2015 ز. کال یې دکانکور په ازموینه کې ګډون وکړو.
په همدې ۱۳۹۳ هـ .ل کال په پای او 2015ز. کال د پاملرنې (CARE) مؤسسې د بیکن درې کلنه پروژه سرته ورسیده او زموږ هغه ۲۴ تنه لویې نجونې ، چې په کال کې یې دوه ټولګیه درس لوستو تر شپږم ټولګي پورې ورسولې او هغه واړه (۳۰) تنه نجونې اوهلکان ،چې په یوه کال کې یې یو ټولګی درس لوستو تر درېیم ټولګي پورې ورسولې.
د ۱۳۹۴ هـ . ل کال په پیل او 2015 ز. کال کې ۲۴ تنه لویې نجونې ، چې تر شپږم ټولګي پورې یې زده کړې کړې وې د همدغې پاملرنې (CARE) مؤسسې دسکندري (LSCBE) درې کلنې پروژې په اووم ټولګي کې جذب او شاملې کړي، چې تر نهم ټولګي پورې به یې رسوي اودرې تنه ښوونکي یو زه په خپله او دوه تنه یې د دولسم ټولګي څخه د فارغو شوو پنځوتنو نجونو له مینځه یې ورته د ښوونکي په حیث مقرر کړو د ډېرو زیاتو اوسختو هڅو اوتلاشونو وروسته هم پدې بریالی نشوم ،چې د هغه واړو (۳۰) تنو نجونواوهلکانو د پاره یو رسمي ښوونکی د کتابونو او قرطاسیې د پاره یوه مرجع پیدا کړم؛ نو له هغې وروسته مې په خپلوامکاناتو دوی ته څلورم ټولګی پیل کړو . هغه پنځو تنونجونو ، چې په ۱۳۹۳ هـ . ل کال په پای او 2014 ز. کال کې یې دکانکور په ازموینه کې ګډون کړی وو ، د ځینو دلایلو پر اساس دخپلې خوښې وړ پوهنځي ته بریالۍ نشوې.
په ۱۳۹۴ هـ . ل او 2015 ز. کال کې هم د پنځوتنو نجونو له جملې څخه یوازې دوو تنو نجونو دکانکور په ازموینه کې ګډون وکړو،چې له جملې څخه یې یوازې یوه تنه دخپلې خوښې وړ پوهنځی یعنې اجتماعي علوموته بریالی شوه او نورې نجونې داقتصادي ستونزو په اساس په کانکور کې ګډون ونه کړ اوس هم څلور تنه هغه نجونې ، چې دسر په بدل کې یې ښوونځی لوستی دی د پوهنتون دلوستلو په ارمان په کورناستې دي او هغه دېرش تنه واړې نجونې او واړه هلکان، چې تر درېیم ټولګي پورې یې زده کړې د پاملرنې (CARE) مؤسسې په چوکاټ کې یې زده کړې وکړې له هغې راوروسته تر نن پورې ټول امکانات زه په خپله پوره کوم اوتر پنځم ټولګي پورې مې رارسولي دي، چې اوس یې هم زده کړې روانې دي. زما هم دالویه هیله ده، چې په خپل مسلک کې ماستري وکړم؛ خو تر دې مهاله مې ونه شوای کولی ، چې ماستري وکړم ؛ ځکه ، چې دوی بې سرنوشته پاتې کېږي او بل دا ، چې د زده کوونکو پردې بهیر ما (۱۴) کاله بې ساري او بې مثاله خواري کړیده دخوراک او څښاک څخه مې پیسې سپما کړي دي ؛ خو دوی ته مې پدې امکانات برابر کړي دي.
نوټ: هر ډول ثبوت لکه عکسونه درسمیاتو سندونه او په مجموع کې هر ډول شواهد په لاس کې لرم.